رالېږونکی: نذیر احمد
د غیبت هغه صورتونه چي غیبت په کښي روا بلکه ثواب لري او شرع یې د جواز حکم کړی دی په لاندي ډول دي:
امام نووي رحمة الله علیه په شرح المسلم، امام غزالي رحمة الله علیه په احیاء العلوم او کیمايي سعادت، صفوري رحمة الله علیه په نزهة المجالس، فقیه په مطالب المؤمنین او بلخي رحمة الله علیه په عین العلوم کي د غیبت شپږ صورتونه جائز او روا بللي دي او ابن عابدین شامي رحمة الله علیه په ردالمختار حاشیه درمحتار کي څلور نور ور زیات کړي او مولانا عبدالحی الکهنوی رحمة الله علیه درې نور ور زیات کړي :
۱- یو لوړ رتبه حاکم ته د تیري شکایت: د ظالم شکایت کول او د یو فاسق غیبت کول په دې نیت چي خلک له دې شره څخه ځان وژغوري روا او پرځای دی بلکه د ظالم یا یو بل چا عیب بیانول په دې نیت چي خلک د هغه له مجلس څخه ډډه وکړي غیبت نه دی.
الله جل جلاله فرمایلي دي: لایحب الله الجهر بالسوء من القول الا من ظلم.
ژباړه: الله جل جلاله د چا د بدۍ بیانول نه خوښوي مګر هغه څوک چي ور باندي ظلم او تیری شوی وي. یعني د هغه لپاره روا ده چي د ظالم له ظلمه څخه شکایت وکړي.
۲- د عیبونو د اصلاح غیبت: که چیري یو څوک په یوه ګناه اخته وي نو ددغه سړي خبر یو څوک داسي چاته ورسوی چي هغه دغه سړی له ګناه څخه راګرځوي او نصیحت ورته کي دا روا ده، ځکه دده له غیبت څخه هغه ته ګټه رسیږي.
۳- د استفتاء په غرض غیبت: که یو څوک د یو عالم یا مفتي په مخ کي د یو مسئلې د پوښتلو لپاره د یو چا عیب بیان کړي څه پروا نه لري. مثلاً یو عالم ته ووايي چي فلاني زما په ملکیت دعوه کړې یا زما د میراث حق نه راکوي.
قصه: د ابو سفیان رضي الله عنه ښځي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ابوسفیان د لږ خرڅ ورکولو شکایت وکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چي د هغه له مال څخه یې بېله اجازې اخله. (بخاري ، باب النفقات)
۴- د حال د بیانولو په غرض: د یو امام یا عالم په مخ کي د یو چا بدي په دې نیت بیانول چي هغه عالم نصیحت وکړي یا د هغه بدۍ حکم او زجر بیان کړي. لکه څرنګه چي اصحابو رضي الله عنهم د خلکو بد اوصاف د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کي بیان کړي دي.
قصه: یوه ورځ اصحابو رضي الله عنهم د یوې ښځي یادونه وکړه چي هغه ډېره بخیله ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که چیري په دې کي د بخل صفت وي نو دا دوزخي ده.
۵- د ښکاره فاسق غیبت: کوم څوک چي ښکاره فاسق وي، مثلاً لمونځ نه کوي، پر خلکوظلم کوي یا زنا کوي یا روژه نه نیسي، نو د هغه غیبت کول د هغه د ذلت په نیت روا دی لکه څنګه چي پرهېزګارانو د ظالمانو باچاهانو غیبت کړی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: تاسو د فاسق د عیبونو یادونه کوئ چي خلک له هغه ځان وساتي. (جواهر التفسیر نزهة المجالس)
۶- د حفاظت په غرض: که چیري د یو چا له لوري بل چاته خطره متوجه وي او هغه خبر نه وي نو د هغه د خبرېدو په خاطر غیبت روا دی. مثلاً یو نېک انسان د یو بدکاره انسان سره ملګری وي نو باید ځني خبر کړل سي چي دی هم ورسره بدکاره نه سي.
۷- د بې شرم غیبت کول: د بې شرم غیبت کول روا دی یعني هغه څوک چي په ښکاره په ګناهونو کي اخته وي که څوک بد ورته ووایي، هيڅ اغېز نه پر کوي حیا نه کوي شرم یې په سوونو میله لیري غورزولی وي.
حدیث: چاچي د حیاء پرده وغورزوله د هغه چا غیبت روا دی. ( ملا علي قاري په عین العلم کښي)
۸- د حسرت او افسوس په ډول: د افسوس په ډول غیبت کول روا دی، مثلاً ووايي چي فلانی سړی لمونځ نه کوي یا زنا کوي ماته پر ده ارمان راځي. ځکه د چا پر کارو افسوس کول غوره کار دی بلکه مسلمانانو ته په کار ده چي کله یو مسلمان په ګناه اخته وویني نو دده پرحالاتو او د شیطان پر ده د غلبې په وجه پر ده رحمت وکړي.
۹- د نامعلوم سړي غیبت: که څوک د چا ناوړه اوصاف یاد کړي او نوم یې ذکر نه کړي دا روا دی، دغه صورت په بزازیه، سیرت احمدیه، درمختار، خزانة الروایات او نورو کي شته.
۱۰- د مشهور ناوړه لقب ذکر: که یو څوک په داسي لقب مشهور وي چي په هغه کي د هغه سړي یو عیب وي نو په دغه لقب سره ددغه سړي یادونه څه پروا نه لري، دا په هغه وخت کي چي ددغه لقب څخه ماسېوا یې خلک په بل نوم نه پېژني. (احیاء العلوم، نزهة المجالس ....)
۱۱- د دین د ځواکمنۍ او تقویې په غرض: په ردالمحتار کي شته چي د دین د تقويې په خاطر غیبت کول روا دی لکه څنګه چي محدیثینو د یوه او بل عیب بیان کړی دی، لکه د فلاني سړي درواغ عادت وو، حافظه یې کمزورې وه، ددغه مصنف کتاب معتبر نه دی ځکه دی فقیه نه دی .....
(يادونه: هسي نه چي د یوه مسلمان د معمولي غلطۍ یا د هغه سره د ضد او حسد په خاطر د هغه غیبت کول خلګ حلال وبولي، که نه نو دا به سخته تاواني خبره وي. پورته صورتونه باید څوک ښه سم زده کړي او د حرام غیبت سره يې فرق وپېژني. رالېږونکی)
ماخذ: غیبت څه شي دی؟
مؤلف: علامه عبدالحی لکهنوي رحمة الله علیه