تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که څوک ووايي زه خپله ښځه نه راولم
 
  November 6, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (۵۶)

نوم: احمدالله
 

سوال : که څوک خپله ماندینه د خپل پلار کور ته واستوی، کچیری نوموړی کس وخپل پلار اومور ته ووایی چی ما خپله ماندینه هلته پریښودل بالایی نه راولم، ایا طلاق رامنځ کیږی که یا؟ د نوموړی شخص طلاق مقصد نه وی.

جواب : 

حامداً و مصلیاً
 
که دغه الفاظ چي په سوال کي ذکر سوي دي په خوله ده ويلي وي نو په دې سره طلاق نه واقع کیږي (۱) ځکه چي دده مطلب په عرف کي دا دی چي دا مي د خپل پلار کره د استوګني لپاره پرېښول و خپل کور ته يې د 
استوګني لپاره نه راولم. او که ده په خوله داسي ویلي وي چي هغه مي پرېښول بیا نو رجعي طلاق دی که يې نیت وي او که نه وي.



 
جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
(۱):فَإِذَا قَالَ " رهاكردم " أَيْ سَرَّحْتُك يَقَعُ بِهِ الرَّجْعِيُّ مَعَ أَنَّ أَصْلَهُ كِنَايَةٌ. رد المحتار ج۲، ص۵۱۹
(۲): ولو قال الرجل لامراته تراچنک بازداشتم او بهشتم او ایله کردم ترا و پای کشاده کردم ترا، فهذا کله تفسير قوله طلقتک عرفاً حتی یکون رجعیا ویقع بدون النیة. هندیة ج۱، ص ۳۷۹
(۳): رجل قال الآخر ان کنت تضربني لاجل فلانة التي تزوجتها فاني ترکتها فخذها و نوی الطلاق تقع واحدة بائنة. هندیه ج ۱، ص ۳۷۶
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته