تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- د سورتو تر منځ بسم الله ويل
 
  February 3, 2012
  0

سوال : ايا د لمانځه په وخت كي يو څوك كولاى سي چي دكوچنيو سورتونو دويلو ترمنځ بسم الله الرحمن الرحيم ووايي او كنه  ( زه چي كله په لمانځه كي د الم تركيف سورت خلاص كړم بيا بسم الله ووايم  چي ورپسې د قريش سورت وايم ) 

 د سوال کونکي نوم : يارخان

جواب : په لمانځه کي د الحمد لله وروسته چي يو يا څو سورتونه ويل کيږي د همدغو سورتونو په پيل کي د ابوحنيفة او ابويوسف رحمة الله علیهيم په آند بسم الله الرحمن الرحيم نه ويل کيږي البته د امام محمد رحمه الله عليه په آند د الحمد لله وروسته چي سورت ويل کيږي د هغه په پيل کي او همدا راز که د يوه سورت د ويلو وروسته بل سورت وايي د هغه په پيل کي هم بسم الله الرحمن الرحيم ويل کيږي .
            همدا اختلاف په تحفة الفقهاء کي داسي رانقل سوئ دئ :
 وهل يأتي بها عند رأس كل سورة في الصلاة ؟ على قول أبي حنيفة وأبي يوسف: لا يأتي بها. وقال محمد: يأتي بها . (تحفة الفقهاء)
ژباړه : ايا په لمانځه کي به د هر سورت په شروع کي بسم الله وايي ؟ د ابوحنيفة او ابويوسف رحمة الله علیهيم په آند نه ويل کيږي ، محمد رحمه الله عليه وايي د هر سورت په پيل کي دي بسم الله وايي .

د تعلیم الاسلام مجله ۷ ګڼه- د دارالافتاء څانکه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته