تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- د رضاعي خور سره ليدل
 
  December 28, 2011
  0

پوښتنه:  د رضاعي خور سره ليدل يا خبري کول  داسي روا دي لکه د سکه خور او  ورور   سره  او که يې په ليدلو کي فرق سته ؟

د سوال کوونکي نوم: احمد 

جواب:  رضاعي ورور او خور د نسبي ورور او خور په شان دي یو و بل ته یې لیده کاته او خبري اتری جایز دي، ابو الْقُعَيْسِ رضي الله عنه د عایشې رضی الله عنها رضاعي پلار ؤ ځکه د ابو الْقُعَيْسِ رضی الله عنه ښځي و عایشې رضی الله عنها ته شیدې ورکړي وې، عایشة رضی الله عنها وايي د ابو الْقُعَيْسِ رضی الله عنه ورور أَفْلَحَ چي د عایشې رضی الله عنها رضاعي اکا کېږي د حجاب یعني د پردې د حکم د نازلېدلو څخه وروسته و ماته راغلی او غوښتل یې، چي زما سره وویني  . فَأَبَيْتُ أَنْ آذَنَ لَهُ فَلَمَّا جَاءَ رَسُولُ اللَّهِ  صلی الله علیه وسلم  أَخْبَرْتُهُ بِالَّذِي صَنَعْتُ فَأَمَرَنِي أَنْ آذَنَ لَهُ (بخاري ) نو دا مبارکه وایي ما هغه لره اجازه ور نه کړه، چي زما سره وویني نو څه وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  راغلی ما خبر کړی، چي افلح زما سره لیدل غوښتل خو ما اجازه ور نه کړه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ما ته امر وکړی، چي اجازه ورکوه ځکه وایي هغه دي اکا کېږي .

همدا راز رضاعي خور د نسبي خور په شان ده ،هيڅکله د رضاعي خور سره د چا نکاح نه صحیح کېږي، و نبي کریم صلی الله علیه وسلم  ته یو چا وویل، چي ته د خپل اکا حمزه رضی الله عنه لور په نکاح کړه نبي  هغه ته وویل : لَا تَحِلُّ لِي يَحْرُمُ مِنْ الرَّضَاعِ مَا يَحْرُمُ مِنْ النَّسَبِ هِيَ بِنْتُ أَخِي مِنْ الرَّضَاعَةِ (رواه البخاري عن ابن عباس )

ژباړه : ددې نکاح ماته جايز نه ده، ځکه د رضاعت یعنی تي رودلو لکبله هغه خپلوان حرامېږي، چي د نسبي قرابت لکبله حرامیږي، د حمزه رضی الله عنه لور زما رضاعي ورېره ده ، یعني زه او زما اکا حمزه رضی الله عنه رضاعي وړونه یوو نو ځکه د هغه د لور سره زما نکاح نه صحیح کيږي .

د تعليم الاسلام مجله ۵ ګڼه، د دارالافتاء څانګه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته