تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د پیریانو علاج په دم او تعویذ سره
 
  December 6, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شميره : (۲۶۱)

                                     
نوم: اسما

د اوسېدو ځای: امریکا

سوال : یوه ښځه دلته پیران لري نو د همدې سببه په ژوند کي ډېر مشکلات لري. اوس يې کورنۍ غواړي چي ایا دوی کولای سي چي په کراچي کي د یوه مولوي صاحب له خوا ددې علاج وکړي؟ دوی په دې پوهېدل غواړي چي ایا په اسلام کي ددې جواز سته؟ او یا یوه بله لاره سته چي دا مشکل حل سي؟

جواب :
 
په دم، چوف او تعویذ سره علاج جائز دی خو په لاندي څو شرطونو سره:
 
۱: د الله تعالی په کلام (قران شریف) یا په اسماءالله (د الله تعالی په نومونو) سره به وي.
۲: په عربي ژبه سره به وي، که په عربي نه وي نو به يې معنی معلومه وي او د شرک الفاظ به نه وي.
۳: په دې عقیده به وي چي شفاء ورکونکی ذات یوازي الله جل جلاله دی.

جواب: مولوي سيد عبد الباري 
کتنه: مولوی عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): الموسوعة الفقهیة، ج۱۱، ص۱۱۶، ۱۲۳- طبع: وزارة
(۲): اشعة اللمعات، ج۳، ص۶۳۹- طبع: رشیدیة
(۳): امداد الاحکام، ج۴، ص۸۵
(۴): فتاوی هندیة، ج۵، ص۳۵۶
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته