د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
فتوا: د جنسيت تغير حرام دی که يا؟
تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۲۹۸)
نوم: محمدولي
سوال : ایا تغییر جنسیت انسان ( ذکورت اوانوثت ) چه اوس وخت کی په طبابت کی رواج شوی دی دشریعت له نظر دا عمل تغییر خلق الله اوحرام ده اویا نه ؟
جواب :
حامداً و مصلیاً
دا کار سخت حرام دی او بېله شکه دا د خلق الله تغیر دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه سړي لعنت ویلی دی چي خپل شکل د ښځي په ډول جوړ کړي یا د ښځي لباس واغوندي او یا ښځه ځان د سړي په ډول جوړ کړي. (۱)
جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ...(سورة النساء، ایت ۱۱۹)
(۲):عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا ، قَالَ : لَعَنَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم الْمُتَشَبِّهِينَ مِنَ الرِّجَالِ بِالنِّسَاءِ وَالْمُتَشَبِّهَاتِ مِنَ النِّسَاءِ بِالرِّجَالِ. صحیح البخاري، کتاب اللباس، باب المتشبهین بالنساء.