تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شميره : (۲۲۲)
نوم: خوګیاڼیوال
د اوسيدو ځای : کابل
سوال : دیوڅو کالو راهیسی می مور ته دقران کریم زدکړه پیل کړی او هغه هم ډیر کوښښ کوی چی زدی کړی خو بیا هم اکثر الفاظ ترینه غلطیږی او نشی کولای چی صحیح یی ولولی.اوس ځما سوال دادی چی ایا دغسی ویلو ته ادامه ورکولای شی کنه او ګناه ګاریږی خو به نه؟
جواب : دغسي ویلو ته دي ادامه ورکړي هیڅ ګناه نه لري. په یوه حدیث شریف کي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: فله اجران ای اجر لقراته و اجر لتحمل مشقته ـ (۱)
ژباړه : ددغسي زده کونکي د پاره رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه اجره (ثوابونه) فرمایلي دي یو ثواب یې د قرائت دی او دوهم ثواب یې د مشقت (تکلیف) دی .(۲)
جواب : مولوی اختر محمد
کتنه : مولوی عبدالهادي اغا او مولوی سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــ
(۱): بذل المجهود في حل ابي داؤد، ج۲، ص۳۳۸
(۲): فتاوی محمودیة، ج۳، ص۵۶۱