تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د جهاد د پراخو مفاهيمو په هکله څو لنډي څرګندوني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 29, 2024
  0

لیکنه: عبدالمالک همت/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه  


د جهاد د پراخو مفاهيمو په هکله 
څو لنډي څرګندوني
(دوهمه او وروستۍ برخه)


جهاد په نورو ماناوو 


علمای کرام له قرآن او نبوي سنتو څخه د استنباط پر بنسټ وايي چي جهاد دغه مراتب لري:
د ځان (نفس) سره جهاد، د شيطان په وړاندې جهاد، د کفارو  سره جهاد، د منافقينو سره جهاد، د ظالمانو بدعتيانو او منکراتو تر سره کوونکيو په وړاندې جهاد. 


د (نفس) سره جهاد په څلورو مراتبو دی


۱. دا چي بنده د نفس سره د لارښووني او حق دين د پوهي په ترلاسه کولو سره جهاد وکړي، له حق دين پرته نفس ته نه بری او ژغورنه شته، نه يې په ژوند او مړينه نېکمرغي شته او له چا څخه چي دا پاتي شي په دواړو نړيو شقي او بد بخته شو.


۲. داچي بنده د علم ترلاسه کولو وروسته د نفس سره په علم سره په عمل کولو سره جهاد وکړي که نه يوازي د علم ترلاسه کول که ضرر ور ونه رسوي ګټه هم نه ورته کوي.  


۳. داچي بنده د الله لور ته په بللو او د هغه چا چي پوهه نه لري د علم په ور زده کولو د نفس سره جهاد وکړي. او که داسې ونه کړي له هغو کسانو څخه به وي چي هغه لارښووني چي لوی څښتن رالېږلې دي پټوي او علم به يې نه ګټه ورته وکړي او نه به يې د لوی څښتن له عذابه وژغوري.


۴. دا چي بنده د نفس سره لوی څښتن ته د بلني په لار کي پرمشقتونو او د خلکو پر زورونو په صبر کولو سره  جهاد وکړي او دا هر څه د خدای لپاره پر ځان ومني. 


نو کله چي بنده دا څلور مراتب بشپړ کړل، بيا له ربانيونو (کړنه کوونکيو عالمانو او خلکو ته روزونه ورکوونکيو او د هغو د چارو سموونکيو) څخه ګرځي، ځکه د اولنو (سلفو) عالمانو پر دې اجماع ده چي عالم تر څو چي حق ونه پېژني، کړنه په ونه کړي او نورو ته يې ونه ښيي د دې وړتيا نه لري چي په رباني ونومول شي، نو څوک چي علم ترلاسه کړي، کړنه په وکړي او نورو ته يې وښيي، نو  دآسمانونو په ملکوتو کي ستر(عظيم) بلل کيږي.  


د شيطان سره جهاد په دوو مراتبو دی


۱. دا چي بنده د هغو بدو شبهو او شکونو دفع وکړي چي شيطان يې د بنده په زړه کي اچوي.


۲. داچي بنده  د هغو فاسدو ارادو او شهوتونو د دفعي لپاره جهاد وکړي چي شيطان يې په زړه کي ورتېروي. البته تر لومړي جهاد وروسته به يقين  او تر دويم وروسته به صبر وي، لوی څښتن فرمايي:


﴿وَ جَعَلْنَا مِنْهُمْ اَىِٕمَّةً یَّهْدُوْنَ بِاَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوْا ؕ۫ وَكَانُوْابِاٰیٰتِنَایُوْقِنُوْنَ۝۲۴﴾[السجده:۳۲: ۲۴]


ژباړه: او موږ له بني اسرائيلو څخه ځيني کسان لارښوونکي کړي ول چي (د حق په لار کي يې خلکو پيروي کول  او) زموږ په حکم (او پېرزوينه او زموږ د قوانينو سره سم) يې د خلکو لارښوونه کول   او موږ ځکه دغه لارښوونکي پر دې کار باندې بريالي کړي ول چي هغو (د الله امرونو ته پر غاړه ايښوولو او د هغه له منع کړی شويو چارو څخه پر ډډه کولو باندي او د دعوت په لار کي پر کړاوونو او ځورونو باندي) صبر کړی و او زموږ پر آيتونو باندې يې (چي موږ خپل پيغمبر ته لېږلي ول)په ټينګه باور (يقين) درلود. لوی څښتن خبر ورکړ چي بنده د دين امامت ته په صبر او يقين رسېږي، صبر شهوتونه او فاسدي ارادې دفع کوي او يقين شکونه او شبهې له منځه وړي.


د کفارو او منافقانو سره جهاد په څلورو مراتبو دی


په زړه، ژبه، شتو او ځان. د کفارو سره جهاد په لاس سره ځانګړی دی او د منافقانو سره جهاد په ژبه سره ځانګړی دئ.خو د منافقانو سره جهاد د کفارو سره تر جهاد زيات ستونزمن دی. دا جهاد د امت  دخواصو او د پيغمبرانو د ورثه وو دی. دا جهاد په نړۍ کي لږ کسان کوي. په دې جهاد بوخت کسان  او مرسته کوونکي يې که څه هم د شمېر له مخي لږ دي، خو د لوی څښتن په وړاندې لوی قدر لري. (وګورئ : الجوزية، ابن قيم محمد بن أبي بكر الدمشقي. زاد المعاد في هدي خير العباد ، بيروت: مؤ سسة الرسالة ، درېيم چاپ، ۱۴۱۸ هـ.-۱۹۹۸م کال، ۳/ ۱۰ مخ.).


د ظالمانو، بدعتيانو او د منګراتو تر سره کوونکيو سره جهاد په درو مراتبو دی


که قدرت وي په لاس دی، خو چي قدرت نه وي په ژبه دی او که په ژبه هم د جهاد وس او قدرت نه وي ، نو په زړه دي جهاد ورسره کوي. (وګورئ : الجوزية، ابن قيم محمد بن أبي بكر الدمشقي. زاد المعاد في هدي خير العباد ، بيروت: مؤ سسة الرسالة ، درېيم چاپ، ۱۴۱۸ هـ.-۱۹۹۸م کال، ۳/ ۹ ، ۱۰ مخونه.).


د ژبې جهاد


د بلني(دعوت) جهاد: (بلنه يا دعوت په اصطلاح کي د اسلام خپرېدو او تبليغ ته وايي. علمای کرامو يې نورې ډېرې معناوې هم کړي دي. شيخ الاسلام ابن تيميه رحمة الله عليه يې داسې تعريفوي: ”د لوی څښتن لور ته بلنه، پر هغه سبحانه باندي ايمان ته او پر هغو باندي چي د هغه سبحانه پيغمبران په استول شوي دي ايمان ته او د پيغمبرانو د څرګندونو او امرونو تصديق ته بلنه ده، چي په دې کي د شهادت کلمو ويلو، لمانځه کولو، زکات ورکولو، د رمضان روژې نيولو، حج کولو ته بلنه او پر لوی څښتن، د هغه پر ملايکو، کتابونو، پيغمبرانو، تر مړيني وروسته پاڅېدو او د هغه د خير او شر پر قدر باندې ايمان ته بلنه او دې ته بلنه چي بنده د خپل پالونکي څښتن داسې عبادت وکړي، لکه هغه چي يې په سترګو ويني هم راځي“.ابن تيمة، احمد بن عبدالحليم الحراني. مجموع فتاوی، رياض: مجمع ملک فهد، ۱۴۲۵ هـ.-۲۰۰۴م کال، ۱۵/ ۱۵۷ - ۱۵۸مخونه.). 


د بلني د جهاد مانا ده : له سنتو څخه ننګه (دفاع)، د عقيدې ساتنه، د اهل الاهواء (هغوی چي د دين له اصولو څخه په يوه يا زياتو کي د اهل سنت او جماعت مخالف وي) د بدعتونو او ورکلاريو ردول،له حده د تېري کوونکيو د جعلياتو نفي کول او جاهلانو ته لارښوول . دا د جهاد په ډولونوکي ډېر غوره او افضل جهاد دی. او په دې کي سِر (راز) دادی چي له سنتو ننګه د اسلام د پانګې ساتنه ده او دا دمشرکانو سره پر جګړه مقدم باله شي، ځکه چي په دې کي د اسلام د ګټي غوښتنه ده (وګورئ : الشيباني، الوزير المشهور  العادل يحي بن محمد بن هبيرة. الإفصاح عن معاني الصحاح، دمشق: دارالوطن ، ۲۰۱۳ م.کال، ۱/ ۲۸۰مخ.). 


امام ابن قيم په جلاء الافهام کي وايي:
”د لوی څښتن لور ته بلنه د پيغمبرانو او د هغو د اتباعو دنده ده او دغه اتباع په خپلو ولسونو کي د پيغمبرانو خليفه ګان دي او خلک د دوی تبع دي، الله سبحانه وتعالی خپل رسول ته امر وکړ چي کوم څه چي ده ته لېږل شوي دي نورو ته ورسوي او له خلکو څخه يې دده د ساتني او عصمت ضمانت وکړ. همداراز د ده له امته څخه د ده له خوا رسوونکي د الله سبحانه په حفظ او عصمت کي دي او امت ته د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د سنتو رسول د دښمانو ستونو ته د غشيو تر رسولو ډېر غور(افضل) کار دی، دا ځکه چي غشي ډېر خلک ويشتلاشي، خو د سننو تبليغ د انبيانو په امتونو کي د هغو له ورثه وو او خلفاوو پرته بل څوک نه شي کولای“.(وګورئ : الجوزية، ابن قيم محمد بن أبي بكر الدمشقي. جلاء الأفهام في الصلاة والسلام على خير الأنام ،  رياض: دار ابن الجوزي للنشر والتوزيع، لومړی چاپ، ۱۴۱۷ هـ.-۱۹۹۷م کال، ۵۸۱ - ۵۸۲ مخونه.).


د تعليم او تحصيل  جهاد


د پوهي تر لاسه کولو او ښوولو ته مخه کول او ملا ورته تړل د پيغمبرانو دنده ده او د جهاد د ډولونو ډېر غوره او افضل ډول باله شي. او سربېره پر هغه خوند چي په دې دنده لګيا اشخاص يې ځني اخلي، هېڅ بله دنده د دې دندې سره نه ده برابره. د دې اصل د تفصيل  او څرګندولو په اړه د اسلام د اولنو خبري زښتي زياتي دي. دلته د هغو د يو څو تنو څرګندونو ته ستاسو پام را اړوم:


ابوهريره رضي الله عنه  ويلي دي:«که زه په امر او منعي (نهي) کي د علم په يوه باب پوه شم دا ماته د لوی څښتن په لار کي تر اوياوو  غزاوو غوره دئ»( وګورئ : الخطيب البغدادي احمد بن علي  بن ثابت  ابوبکر. الفقيه والمتفقه ، رياض: دارابن  الجوزي، لومړی چاپ، ۲۰۱۳ م.کال، ۱/ ۱۰۲مخ.  ).  


يحيى بن أبي كثير الأزدي رحمه الله ويلي دي: «ما له ابن عباس رضي الله عنه څخه د جهاد په هکله پوښتنه وکړه، هغه راته وويل: آيا تر جهاد ښه کار در وښيم؟ ما ورته وويل هو، هغه راته وويل: يو مسجد جوړ کړه او فرايض (قرأن)، سنت او په دين کي فقه پکښي تدريس کړه»( النمري، يوسف بن عبد الله بن محمد بن عبد البر . جامع بيان العلم وفضله، الدمام: دار ابن الجوزي ، لومړی چاپ، ۱۴۱۴هـ .– ۱۹۹۴ م.کال، ۶۰، ۱۰۵ مخونه.).


حسن بصري رحمة الله عليه ويلي دي:«کوم شيان چي لوی څښتن پيدا کړي دي، په هغو کي د لوی څښتن په وړاندې په ثواب کي د علم تر طلب لوی شی نسته، نه حج دغومره ثواب لري ، نه عمره ، نه جهاد، نه خيرات او نه د مريي أزادول»


مسروق بن الاجدع رحمه الله ويلي دي: «ماته يوه ورځ په حق سره قضا تر دې غوره ده چي د لوی څښتن په لار کي يو کال جهاد وکړم »( البيهقي ، أحمد بن الحسين ، أبو بكر. السنن الكبرى ،  بيروت: دار الكتب العلمية ، درېيم چاپ، ۱۴۲۴ هـ .– ۲۰۰۳ م.کال،  ۲۰۱۷۱ شمېره حديث.  ).


امام شافعي رحمة الله عليه وويل: «د فرايضو تر سره کولو وروسته د علم تر طلب بل ډېر غوره (افضل) شی نسته» چا ورته وويل:


« د لوی څښتن په لار کي جهاد هم نه دی تر غوره (افضل) ؟ » هغه وويل: «هو، جهاد هم نه دی تر غوره»( البيهقي ، أحمد بن الحسين ، أبو بكر. المدخل إلى السنن الكبرى ،  كويت: دار الخلفاء للكتاب الإسلامي ، درېيم چاپ، ۱۴۰۴ هـ .کال،  ۳۷۵ شمېره اثر.).


اسلامي عالمان د ديني علومو ترلاسه کول فرض عين ګڼي او دنيوي علوم فرض کفايي بولي. خو داهم وايي چي د دنيوي ګټورو علومو ترلاسه کول جهاد او مطلوب کار دی   او  د لوی څښتن سبحانه دا قول دليل راوړي: ﴿ وَ اَعِدُّوْا لَهُمْ مَّا اسْتَطَعْتُمْ مِّنْ قُوَّةٍ ﴾[انفال:۸:  ۶ ].


ژباړه: او (اى مسلمانانو!) تاسې دهغو  (ستاسې د دښمنانوکوم چي ستاسې او ستاسې د دين د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې کوي) د مقابلې (او مبارزې) لپاره تر هر هغه ځايه چي کولای شئ ډېر زيات ځواک(عقلي او بدني قوت ؛ افراد، تجهيزات ، ډول ډول وسلې او نور) برابر او چمتو کړئ. 


دا ځکه چي مسلمانان دنيوي علومو ته اړتيا لري، څو په دې علومو سره د لوی څښتن په طاعت کولو، ځان بساينې او د دښمنانو سره په جهاد کولو او د هغو د شرارتونو په دفع کولوکي مرسته ترلاسه کړي، لوی څښتن فرمايي:﴿ یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا خُذُوْا حِذْرَكُمْ ﴾ [نساء:۴:  ۷۱ ]. 


ژباړه: اى هغو کسانو چي پر الله مو ايمان راوړی دی او د هغه د پيغمبر پر لار ځئ ! (د ډول ډول دښمنانو او د هغو د انډيوالانو او دوستانو د مکرونو،  چلونو،  دسيسو او خطا ايستنو او د هغو د دښمنيو او جګړې سره  د مقابلې لپاره  تل او پرله پسې له مرسته کوونکيو وسايلو څخه په ګټه اخېستنه) له هوښيارۍ او احتياطه کار واخلئ او (د دښمنانو په وړاندې) خپل چمتووالي وساتئ.


نو لکه څنګه چي زموږ د هېواد په ښوونځيو او پوهنتونونو کي، په تېره د اسلامي امارت په واکمني کي ديني او دنيوي علوم دواړه تدريسېږي د نيکمرغۍ ځای دی چي په دې اورشو کي ټول بوخت اشخاص د تعليمي جهاد اکبر ثوابونه ترلاسه کوي. 


الله تعالی وتبارک دي وکړي چي نور موږ ټول افغانان سره متحد او متفق شو او موږ ټولو ته توفيق راکړي چي د خپل ګران اسلامي ټاټوبي د ودانولو، د ډول ډول علومو د لازياتو خپرولو او د وطن د اولاد د لا ښې  ښوونې او روزنې جوګه او د اکبر جهاد په مجاهدينو کي وشمېرل شو. والسلام.    

پای 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته