تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۳۲۳)
نوم: شفیق احمد
سوال : ایا ستاسو په آند خضر (ع) ژوندی او اوس هم په دنیا کښی موجود دی که یا؟
جواب : دا چي حضرت خضر عليه السلام ژوندى دى که نه، په دنيا کي موجود دى که نه؟ په دغه باندي علم لرل نه ضروري دي او نه زموږ اعتقادي يا عملي مسئله ورسره تړلې ده او نه ورڅخه جهالت (ناخبرتيا) تاوان لري.
اسلام تل داسي څه خوښوي چي هغه د دنيا يا آخرت په ګټي او تاوان پورې اړه ولري ځکه يې نو په قرآن کريم کي د ژوند او مرګ په اړه هيڅ نه دي ذکر سوي. خو بيا هم د عوامو لپاره څه ليکل مناسب بولم ځکه چي دا مسئله اوس د دوي تر منځ تل توده وي هغه دا دى چي:
د خضر عليه السلام د ژوند او مرګ په اړه ډېر زيات اختلاف دي. دواړه طرفه خپل خپل دلايل لري. ليکن اکثره علماء کرام په دې اند دي چي هغه مړ دى. (۱)
جواب : مولوي سید عبدالباري
کتنه: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): والجمهور علی انه مات. تفسیر بحر محیط، ج۶، ص۱۴۷