د کائیناتو د واحدوالی نظریه
لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
الله تعالی په قران عظیم الشان کښي په سورة انبیاء کښي فرمایي:
أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاء كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ ژباړه: ایا نه ویني هغه کسان چي کافران دي، چي اسمانونه او مځکه سره یو ځای وه (يعني تړل سوي وه)، نو موږ سره خلاص کړل او موږ هر ژوندی موجود د اوبو څخه تخلیق کی، نو ایا (دوی) ایمان نه راوړي.
د فزیک پوهانو او ساینس پوهانو تحقيق او څېړني تر دې حده رسېدلي دي، چي کائينات ټول د یوې واحدي ذرې څخه په وجود راغلی دي. یعني داسي حالت موجود وه چي هر څه په یوه نقطه کي سره راټول سوي وه او دې پدیدې ته Singularity (يا مفرديت) هم ویل کیږي، د نوموړي مفردیت په حالت کښي ټول اجسام (يعني مځکه، اسمانونه او سيارې) په فشار سره او په متراکم ډول سره واقع وه. وروسته په مرور د زمان الله تعالی په دې نقطه کښي انرژي پيدا کړه، او د دې انرژي مقدار دومره زیات سو، چي حتی د نوموړي نقطې محتوا نه سوای کولای تر څو دا انرژي په ځان کښي وساتي، بناً تزاید د انرژي د انفجار باعث سوه، چي یوه غټه چاودنه په کښي را منځ ته سوه.
دغه انفجار او خلاصېدني ته الله تعالی داسي اشاره کړې ده: [اسمانونه او مځکه سره یو ځای وه (كَانَتَا رَتْقًا) او بیا مو وروسته سره خلاص کړل(فَفَتَقْنَاهُمَا).]
په قران عظیم الشان کښي لفظ د (کُن) راغلی دئ، په کوم سره چي د کائیناتو تخلیق سوی دئ. د الله جل جلاله هغه لفظ د کُن چي کوم شکل د کائیناتو اختیار کړي، هغه کوچني لمړني نوراني ذرات وه، چي د خلقت په ابتدا کښي په وجود راغله، دا هغه د یخ نور (روښنايي) دور وو په کوم کي چي حرارت او تودوخه نه وه موجوده. حقیقتاً یو بسیط نور وو، چي د کُن د لفظ څخه په وجود راغله. د بعضو ساینس پوهانو نظر دا هم دئ چي په دې ذرو کي غټي چاودني رامنځ ته سوې، چي په مرور د زمان هره یوه ئې د زیات حرارت او تودوخي لرونکي سوې او په دې چاودني سره د کائیناتو پراختیا، وسعت او اوسنی حالت په وجود راغلئ. یعني تشکیل د زمان او وخت وسو.
غټه چاودنه (Big Bang): اکثره خلګ په دې ګمان دي چي Big Bang یعني یوه غټه او زوره وره چاودنه. نو ایا دا صحیح ده؟
په حقیقت کي د انفجار یا چاودني معنی د فزیک په اصطلاح کښي د انرژي د آزادېدو په معنی ده، چي په ناڅاپي ډول د یوې نقطې څخه راوځي کوم چي معمولاً روښنايي، تودوخه او فشار د ځان سره خپروي او د خپرولو مرکز ته ئې د انفلاق (يعني انفجار) نقطه وايي.
د غټي چاودني ظاهري معنی د آواز راوتل دي لیکن د آواز پدیده چي میخانیکي امواج دي، مادی محیط (لکه هوا) ته ضرورت لري چي په کښي نشر سي او د لمړنۍ غټي چاودني وروسته هیڅ هوا نه وه موجوده، نو د ساينس له نظره ئې هيڅ آواز نه درلودئ.
دا غټي چاودني مرکزي نقطه نه درلوده او هر چیري واقع سوه او د چاودني ذرات و ټولو اطرافو ته انتقال سوه.
ساینس پوهان په دې عقیده دي، چي کائینات متجانس دي، یعني هري خوا ته په مساویانه ډول سره وېشل سوي دي.
www.taleemulislam.net