تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د دوو ماندينو سره بيدېدل څنګه دي؟
 
  June 17, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 


شمېره: ۲۹

سوال : د دوو ماندينو سره يو ځاى بيديدل صحي دي که نه په داسي حال کي چي يوه يوه طرف ته او بله بل طرف ته پرته وي او کوروالي نه ورسره کوي . 
 
د سوال کونکي نوم: احمد

جواب : د دوو یا ډيرو مېرمنو په مابین کي عدل لازم دئ ، خو يوازي د زړه محبت او د جماع شوق دا شيان د انسان تر واک وتلي دي ، په نورو شيانو کي لکه جامه، نفقه او د اوسېدلو جلا خونه یا کور دا د هري يوې حق دئ او عدالت هم پکښي ضروري دئ. 
 
همدا رنګه په شپه تير کي هم مساوات د نوبت ضروري دئ ، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: مَنْ كَانَتْ لَهُ امْرَأَتَانِ فَمَالَ إِلَى إِحْدَاهُمَا جَاءَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَشِقُّهُ مَائِلٌ.( رواه ترمذي و ابوداود و نسائي و ابن ماجه و دارامي و احمد ) . 

نو بناً بايد چي و هري يوې ته جلا ، جلا خپله خونه او نوبت ورکړل سي تر څو چي هره يوه خپل د زړه مخصوصي خبري او غوښتني په ازاده توګه وکولاى سي.  ( ١٢ بحر رائق، درمختار، ردمختار، هدایه ) . 
 
کتبه
مولوي عبدالقيوم
تعلیم الاسلام دارالافتاء
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته