کفالت ضمانت ته وايي ، کفالت د استيثاق تړون دى ، ځکه په ضمانت د پور لاس ته راوړل ښه باوري کيږي او د سوځلو مخه يې په نيول کيږي .
مثلاً : د دوکاندار د دواندارۍ ځيني شيان د داسي تاجر سره وي چي هغه يې نه پېژني يا باور نه پر لري ، خو تاجر دې ته ليوال وي چي مالونه په پور خرڅ کړي ، ځکه ټول مالونه په نقدو نه خرڅيږي ، ځکه ډېر دوکانداران يا خو مايه نه لري يا يې په نقدو رانيولو ته زړه نه ښه کوي .
پدې صورت کي دوکاندار او تاجر دواړه د پور سودا ته اړ او ليوال دي البته تاجر د پور د سوځلو څخه بيريږي ، ځکه چي يا خو دوکاندار نه پېژني يا پر هغه باور او اعتماد نلري .
په پورته صورت کي د دوکاندار او تاجر تر منځ په ضمانت باور پيدا کېدلاى سي .
که داسي نفر چي هغه دوکاندار پېژني او باور پر لري د دوکاندار ضمانت وکړي او تاجر بيا پر ضامن باور او اعتماد ولري ، ضمانت يې قبول کړي د بې باورۍ خنډ ليري کيږي ، د تاجر او دوکاندار ترمنځ سودا شوني کيږي .
د کفالت تعريف : د بل د مال يا د بل د ځان ذمه اخيستلو ته کفالت (ضمانت ) وايي .
اصطلاحات :
کَفِيل : کفيل ( ضامن ) هغه چاته وايي چي د بل د مال يا د بل د ځان ذمه اخلي .
اصيل : اَصِيْل هغه چاته وايي چي کفيل يې ذمه اخلي او اصيل ته مَكْفُولٌ عَنْه هم وايي .
مَكْفُولٌ لَهُ : مَكْفُولٌ لَهُ هغه چاته وايي چي هغه ته ضمانت ورکول کيږي .
مَکْفُوْلُ بِهِ : مَکْفُوْلُ بِهِ په مالي ضمانت کي هغه مال ته وايي چي کفيل يې د ادا کولو ذمه اخلي او په ځاني ضمانت کي بيا و هغه شخص ته هم مَکْفُوْلُ بِهِ وايي چي کفيل يې د حاضرولو ذمه اخلي البته دا کس د مکفول عَنْهُ په نامه هم ياديږي .
مثال : که زيد پر بکر د خالد په ضمانت موټر په پور خرڅ کړي ، پدې مثال کي بکر اصيل يا مَكْفُولٌ عَنْه بلل کيږي ، زيد مَكْفُولٌ لَهُ بلل کيږي او خالد کفيل يا ضامن بلل کيږي او د موټر هغه پيسې چي پر بکر باندي دي مَکْفُوْلُ بِهِ نوميږي .
--------------
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي