تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۱۰۳)
نوم: احمد
د اوسېدو ځای: افغانستان
سوال : زما يو ورور چي تر ما ٤ کاله کشر وو د کنسر (سرطان) د ناجوړۍ څخه مړ سو خو ده واده کړي و او دا زما ورېنداره ما په نکاح کړه او ما خپله هم واده دلود ما ددغه ورينداري سره د الله د پاره او زما د مور دپاره ،
يو نيم کال تير سو يو اولاد پيدا سو ، خو اوس زه ددغه ښځي سره يوه شپه هم نه سم تيرولاى يو رقم بد مي ورڅخه راغلي دي خو دا ښځه هم جوابونه راکوي ، پر ارامه مي نه پريږدي ډېر پريشانه يم ، خو تاسو يو لاره په لاس راکي چي څه وکړم ؟ زه ا وزما کور مکمل په دوبى کي دى .
جواب :
حامداً و مصلياً
تاسو د صبر او تحمل څخه کار واخلئ ،رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي مومن دي د مومني ښځي څخه کرکه او نفرت نه کوي که د هغي د يوه خوی او عادت څخه بد وړې ، په هغي کي به بل دا ډول خوی او عادت وي چي هغه به يي خوښيږي ، او په قران پاک کي الله جل جلاله فرمايلي دي چي ښايي تاسو به د يو شي څخه بد وړي ، خو هغه به ستاسو لپاره خير وي .
کېدلاى سي چي الله ددغي ښځي څخه داسي اولادونه درکړي چي د هغوی په اخلاقو او ديانت مو سترګي خونکي سي .
جواب : مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: لاَ يَفْرَكْ مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةً إِنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقًا رَضِىَ مِنْهَا آخَرَ. رواه مسلم و احمد
(٢): وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِنْ كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرً. سورت النساء ايت١٩ .