تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۶۰۶)
نوم: عبدالغفار نوري
سوال : که ښځه کوچنى ولري او فرضي روژې پرباندي وي اوهغه روژي نيت کړي اوبيايې دسهار د اذان څخه وروسته ماته کړي وايي خوامي وګرځېدل ، چي ماته مي کړه ، بيا به څه کوي ؟
جواب :
حامداً و مصلياً
قضايې روژه چي څوک قصداً ماته کړي کفاره نه پر لازميږي بلکي د هغې مخکنۍ روژې قضاء دي را وګرځوي کوم چي پر ذمه يې باندي وه .
الجواب : مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):وليس في إفساد صوم غير رمضان كفارة لأن الإفطار في رمضان أبلغ في الجناية فلا يحلق به غيره ، الهدايه : ج١، ص٢٠٢.
(٢):فال في الکفايه لانه جناية على الصوم والشهر جميعا وفي غيررمضان جناية علي الصوم لا غير فلا يلزم من ثبوت الحکم قوى ثبوته في الادنى. فتح القدير: ج١، ص٢٦٥ : کتاب الصوم