تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۷۹)
نوم: عبدالرسول
سوال : يو څوک له واده وروسته له خپلي ميرمني پوښتنه کوي چي کله زما او ستا واده کېدي ستا زه خوښ وم يعني ستا په رضاه دا کار وسو ؟ دا په جواب کي وائي يا ! هغه بيا پوښتي چي ايا اوس دى خوښ يم يعني قبول دي يم ؟ دا په جواب کي وائي هو ! نو په دې صورت کي خو د نکاح نوي کېدو ته ضرورت دي ، که يو څوک شرميږي او نه غواړي چي نور څوک دى د دوي په مابين خبر سي ، دوي څه ډول دا خپله نکاح نوې کولاى سي ؟ که مو دغه جواب ژر راته راکي مهرباني به مو وي .
جواب :
حامداً و مصلياً
په مذکوره صورت کي دنکاح نوى کېدو ته ضرورت نسته که دغه مېرمن په وخت کي د واده کولو نابالغه وي نکاح يې پلار تړلې وي يعني پلار ورکړې وي نکاح يې صحيح ده اختيار نه لري او که په وخت کي د واده کولو دغه ښځه بالغه وه هم نکاح صحيح ده ، ولي دا چپ پاته سوي ده او سکوت (چپوالى ) د رضا دليل دى (١).
کله چي دغه ښځه واده سوه د شاهدانو او د وکيلانو په مخکي نکاح وتړل سوه دا پخپله د رضا دليل دى اوس دد ې دغه خبره چي زما ته خوښ نه وي اعتبار نسته او دا ويل چي اوس مي خوښ يې هم د مخکنۍ نکاح ثبوت ورکوي ، د نکاح د صحيحوالي لپاره د زړه رضا شرط نه ده (۲).
د ایجاب او قبول بعده انکار کول معتبر نه دي.(۳)
که څوک غواړي چي هسي احتياطاً نکاح وتړي نو نکاح سري يعني په پټه نکاح نه صحيح کیږي ، يعني په نکاح کي د مېړه او مېرمني څخه پرته نور دوه نفره عاقلان شاهدان ضروري دي او همدا ډول د نکاح اعلان هم ضروري دی چي د تهمت نه ځان وساتل سي .(٣)
جواب : مولوي سيدعبدالباري
الجواب صحيح :مولوي عبدالهادي اغا
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): و حقیقة الرضاء غیر مشروطة فی النکاح لصحة مع الاکره والهزل . الرضاء ما من شانه ان يدل علي الرضاء. فتاوي حقانيه: ج٤ ، ص٢٩٩ .
(٢): فتاوي محموديه: ج٤ ، ص۵۷ .
(۳): فتاوي محموديه: ج٤ ، ص٢۹۳.
(۴): امداد الاحکام: ج٢ ، ص۲۳۷.