تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۶۴۲)
نوم: فضل الربي کريمي
سوال : که يو انسان يو وار ګناه وکړي او بيا توبه وکاږي او دوهم وار بيا ګناه وکړي او توبه وکاږي نو توبه يې قبليږي او که نه ؟
جواب :
حامداً و مصلياً
توبه هر ځل او هر وخت قبليږي البته تر مرګ مخکي خو کله چي د شرائطو سره سم توبه وايستل سي نو سړى بيا پر ګناه کولو باندي جرئت او دلاوري نه سي کولاى.
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا
تعليم الاسلا م دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): غَافِرِ الذَّنْبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ. سورت الغافر: ايت٣.
(٢): عن ابن عمر : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال: إن الله يقبل توبة العبد مالم يغرغر. رواه الترمذي.
(٣): فقد قال سعيد بن المسيب انزل قوله تعالى (فَإِنَّهُ كَانَ لِلْأَوَّابِينَ غَفُورًا) في الرجل يذنب ثم يتوب ثم يذنب ثم يتوب. احياءالعلوم للغزالى: ج٤، ص١٥، دارالفکر.