د اعتكاف مكروهات
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د اعتكاف په حال كښي دغه لاندي كارونه كول مكروه دي:
پټه خوله په مسجد كي كښېناستل جائزدي ؟
پټه خوله اختيارول، ځكه په شريعت كښي چپ والى عبادت نه دي كه چپ والى عبادت هم وبولي نو د بدعت كولو په اندازه ګناهكار دى، البته كه يې چيري عبادت نه وبولي ليكن د ګناه څخه د ځان ساتلو په خاطر چپ والى اختيار كړي وي نو بيا هيڅ پروا نسته.(و يكره تحريماً صمت ان اعتقده قربة و الا لا لحديث من صمت نجى، و يجب الى الصمت كما في عذر الاذكار عن شر لحديث رحم الله امرا تكلم فغنم، اوسكت فسلم الخ رد المحتار صــ ۵۰۸ ج ۳.)
معتكف ته داړتيا پرته خبري كول جائزد ي؟
د معتكف لپاره بېله ضرورته او بې ځايه خبري كول مكروه دي كه څه هم د ضرورت سره سم لږ او ډيري خبري كول خو جائز دى ليكن مسجد د بې ځايه خبرو ځاى جوړول نه دي پكار.( و منه المباح عند الحاجة اليه لا عند عدمها، و هو محمل ما في الفتح انه مكروه في المسجد
در المختار صــ ۵۰۸ ج ۳.)
معتكف ومسجدته دخرڅولو سامان را وړلاى سي ؟
د معتكف لپاره و مسجد ته د تجارت سامان د خرڅولو لپاره راوړل مكروه دي.(او عقد احتاج اليه لنفسه او عياله فلو لتجارة كره قوله فلو لتجارة كره، اي و ان لم يحضرالسلعة و اختاره قاضي خان الدرمختار على هامش رد المحتار صــ ۵۰۶ ج ۳.)
معتكف په مسجد كي څومره ځاى اشغالولاى سي ؟
د معتكف لپاره د اعتكاف تيرولو لپاره د مسجد دومره ځاى نيول چي د نورو معتكفينو لپاره يا لمونځ كونكو ته تكليف ورسيږي مكروه دي. (احكام اعتكاف صـ ۵۴.)
معتكف كوللاى سي چي په مسجد كي كتابت او تعليم وركړي ؟
په اعتكاف كښي د معتكف لپاره كتابت كول يا تعليم وركول په پيسو باندي فقهاء كرامو مكروه بللىس دى.(و كذا ذكره فيه التعلم و الكتابة و الخياطة باجرة . الدرمختار على هامش رد المحتار صــ ۵۰۶ ج ۳.)
ماخذ : دروژې فضائل او احكام
www.taleemulislam.net