ژباړه :محمدهاشم "شاهين" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
محمد جلال الدین بلخي(رومي) رحمه الله په دې اړه یوه قصه رانقلوي، چی څنګه د انسان عمر زیاتیږی هماغسي ئې عادتونه پخیږی، مولانا رومي صاحب فرمایي:
یو کس د لاري په منځ کی یوه درخته ولګوله، له درختي څخه د خلکو په تګ راتګ کي تکلیف پیدا سو، په پای کي خلکو غوښتنه ځني وکړه، چي درخته اره کړي، خو ده وویل، چي راروان کال به ئې اره کړم، خو د کال په تېرېدلو سره ئې وویل، چی نه بل کال به ئې اره کړم، دا سلسلې کلونه وخت ونیوی.
بالآخره نتیجه دا سوه، چي د وخت په تېرېدلو سره درخته غټه سوه، ریښې ئې هم مضبوطي سولې او بوډا ضعیفه سو، ددرختي اره کول ورته ناممکن سوه..
د انسان حالات هم هغې درختي ته ورته دي او کرونکي ئې هغه بوډا ته ورته دی، په انسان کي عادتونه او صفتونه ورځ تر بلي پخیږی او ارادې ئې د ضعف او کمزوری په لور روانی وي.
د نفس د اصلاح په سلسله کي ځوان انسان د بوډا او عمر خوړلي انسان په پرتله د ډېر قوت او طاقت درلودونکی وي.
خـار بن در قوت و بر خاســـــــتن
خـار کن در سستی و در کاستن
''خار داره درخته قوي او جګه وي، خو د خارونو او ښاخونو پرېکوونکی د کمزورۍ او ضعف لور ته مائل کوي'' (د مولانا جلال الدین رومي مثنوي ج: ۲ ص: ١٢٧)
نوي ځوانان باید د نفساني خواهشاتو له شدت او د حد څخه زیات قوت څخه مخکي د هغوی سره مقابله وکړي، ځکه که نفساني خواهشات قوي سي بیا به هغه ورباندی واکمن سی او چي کوم لور ته ئې بیایي، بېولای ئې سي، بیا به ئې د خواهشاتو په وړاندي له مقابلې څخه عاجزه وي.
د مولانا رومي صاحب په وینا :
مارِ شهوت رابکـش در ابتــدا
ورنه اینک گشت مارت اژدها
د خپلو نفساني خواهشاتو مار په ابتداء او پیل کي ووژنه، که نه بیا به دا مار درته ښامار سي. (مثنوي ج:۲ ص: ٣٢٥، ٣٢٦)
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰ او ۲۱ ګڼه