تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پر سټېج يا دریځ د خبرو کولو لاري
  تعلیم الاسلام
  September 17, 2017
  0
ژباړه او ترتیب: اسد الله انعام
 
هغه شيان چي سټېج ته مخکي له  ور ولاړېدو څخه بايد مراعات سي :
 
۱ـ کومه موضوع چي غواړې وړاندي يې کړې بايدښه برلاسي اوپوره آمادګي  ولرې ځکه تر ټولو غوره خبري هغه دي چي مخکي آمادګي ورته نيول سوي وي .
 
۲ـ داسي فکر بايد وکړې چي کوم چا ته چي دی خبري کوي هغوی په هيڅ هم نه پوهېږي ، يا هم ټوله دده نژدې ملکري دي ، ياداسي فکر وکړي چي هيڅ څوک پر سټېج باندي د درېدو له امله مړه سوي نه دي ، په داسي فکر کولوسره پرځان باندي اتکاء او باور زياتېږي او بې له دې چي د چا تر تاثير لاندي راسي موضوع په ښه ډول وړاندي کولای سي.
 
۳ـ  دريمه مهمه خبره چي بايد مخکي له مخکي بايد فکر ورته وسي هغه د وخت په نظر کي نيول  دي ،چي د موضوع پر راښکونتيا او تاثير  باندي مثبت اثر ښندي ، نوکه موضوع په ليکلې بڼه وي ، دی بايد ورکول سوی وخت پر موضوع تقسيم کړي ،تر څو  له يوې خوا موضوع په ټاکلي وخت کي پای ته ورسيږي او له بلي خوا به د مسؤول کس  يا (هيئت ) لخوا تر پوښتني لاندي رانه سي .
 
کله چي دريځ ته د ورتللو بلنه ورکول سي نو بې له دې چي وارخطاء سي بايد په ډاډه زړه سره ورسي .
 
اوچي کله د دريځ مخي ته ورسي نو د خپل ځان څخه بايد ويره لېري کړي چي دا په مختلفو طريقو سره کېږي چي ځيني يې داسي دي:
 
یو څه وخت وقفه کول ترڅو بدن يې پر ارام سي .
پر حاضرينو لنډنظر اچول .يا شا او خوا کتل.
د اوبو څښل.
په ناستو کسانو کي خپلو ملګرو ته ډېر کتل.
که ليکلي څه ورسره وه نو هغه سره منظمول .
يو متل ويل ، يا دشعر يو بيت ويل .
 
بل دا چي ځان بايد جدي ښکاره نه کړي  ،بلکه بايد خنده رويه وي ، چي په دې سره داوريدونکو توجه هم ترلاسه کولای سي .ديوې دقيقې لپاره دهمدې مجلس سره ټولي اړيکي وشلوي او داسي فکر وکړي چي دی په خپل کور يا کار ځای کي په يو کار مشغول  دی .
 
داسي ډيري لاري سته چي د ويري يا سهم په کمولو کي مرسته کوي . کله چي يې وېره کمه سول  نو په لاندي ډول دي خپله موضوع شروع کړي :
 
 
۱ ـ څرنګه چي حسن افتتاح په کلام کي ډېر مهم دی ، نو تر ټولو ښه افتتاح په کلام کي د حمداوثناءد ويلو تر څنګ بسم الله الرحمن الرحيم ويل دي چي دا بايد مراعات سي .
 
۲ ـ که چيري وخت ډېر وو نو دقرآن عظيم الشان په څو آيتونو او دموضوع اړوند په ځينو احاديثو سره بايد خبري کول پيل سي.
 
۳ ـ مخکي له دې چي اصلي موضوع ته داخل سي بايد په لنډ ډول د موضوع محتوی حاضرينو ته روښانه کړي .
 
۴ـ د خبرو کولو طرز بايد ساده وي او دپيچلو لغاتونو د استعمال څخه دي ډډه وسي.
 
۵ـ  بل دا چي په لږو خبرو کي زيات مطالب او مهم مفاهيم وړاندي کړل سي ځکه لږ ډېر څه دي نوځکه علماءهم وايي: هلته چي عقل پوره او کامل وي، خبري لږ وي.
 
۶ـ د موضوع د وړاندي کولو په اول سر کي بايد آواز ټيټ وي او کرار کرار د موضوع منځ اوپای ته په ور رسېدلو آواز  لوړ سي، دمهمو جملو په ويلو سره بايد دهغه مطابق آواز لوړ يا کرار کړي.
 
۷ـ  دموضوع په منځ کي بايد د حاضرينو توجه راجلب کړي ( لنډه کيسه يا مناسبه ټوکه ووايي ) 
 
۸ـ دموضوع د وړاندي کولو په وخت کي بايد سترګي هر لور ته واړوي راواړوي او يوازي په موضوع يا کاغذ کي سترګي پرېنږدي ، چي بيا يي سامعين توجه اړوي.
 
۹ ـ  پر دريځ باندي ولاړ کس بايد د موضوع اړوند د لاسونو حرکات هم ولري تر څو له يوې خوا دموضوع فهم د غونډي ګډونوالو ته اسانه سي او له بلي خوا د ځان څخه د ويري يا سهم فشار کم کړي.په لاسونو او بدن حرکات اجرا کول چي د موضوع په ښه وړاندي کولو کي تر ۴۰٪ زيات مثبت اثر ښندي .
 
خو دلته بايد پام وسي چي تکرارا يو ډول حرکت ونه سي او يا هم ځان داسي تر احساساتو لاندي راوستل سي او يو داسي حرکت اجرا کړل سي چي د ګټي پرځای يې تاوان ډېر وي   . لکه سټيج په لاس سره وهل او داسي نور
 
۱۰- کله چي په دې پوه سي چي موضوع پر خلاصېدو ده نو آواز بايد کرار کرا ر هغه حالت ته راوستل سي کوم چي د مقالې په شروع کي وو. 
 
۱۱ ـ مقاله بايد يو دم خلاصه نه سي بلکه حسن اختتام ولري.او موضوع په کراره کراره وپای ته ورسول سي. تر څو اوريدونکي پوه سي چي موضوع نوره خلاصېدونکې ده .
 
۱۲ـ د موضوع تر خلاصېدو ورسته دې ته هم بايد پام وسي چي څنګه تر خپله ځايه ولاړ سي  ځکه اکثره وخت انسان د دريځ څخه د راتلو پروخت  په لاره کي غو ځار سي يا يې پښه بنده سي چي داحالت  هغه د مقالې ويلو ټوله خواري په اوبو کي لاهو کوي . 
 
 درنو حاضرينو د مقالې ويلو  او ددريځ مخ ته د درېدلو له پاره ډېري نوري خبری هم سته چي بايد په پام کي ونيول سي چي د اوس لپاره  همدومره کفايت کوي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته