سید الرسل صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: لَوْ كَانَ لِي مِثْلُ أُحُدٍ ذَهَبًا لَسَرَّنِي أَنْ لَا تَمُرَّ عَلَيَّ ثَلَاثُ لَيَالٍ وَعِنْدِي مِنْهُ شَيْءٌ إِلَّا شَيْئًا أَرْصُدُهُ لِدَيْنٍ. (رواه البخاري)
ژباړه: که زما سره د احد د غره په اندازه سره زر وي نو دا به مي خوښه نه وي چي پر دې (زرو) درې شپې تیري سي او زما سره ددې (زرو څخه) یو شی پاته وي (بلکي ټول به مي صدقه کړي وای) مګر صرف دومره چي په هغه سره قرض ادا کړم.