تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ساینس په ډگر کي د اسلامي امت پوهان (۳)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 21, 2024
  0

لیکنه: وقار احرار مستغفر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


  د ساینس په ډگر کي د اسلامي امت پوهان  
(درېیمه برخه) 


محمد بن موسی الخوارزمی (۱۶۴ – ۲۳۲ هـجري) ابو عبدالله محمد بن موسی الخوارزمي په ۱۶۴ هجري  کال خوارزم ازبکستان کي نړۍ ته سترگي وغړولې، په ریاضي، فلکياتو او جغرافیه کي یې امت ته جالب خدمتونه وړاندي کړي دي، د مامون الرشید په دوره کي د بیت الحکمة علمي مرکز فعال غړی و. الخوارزمي له اصل څخه خراسانی دی، خو علمي خدمتونو ته يې زمینه سازي عباسیانو وکړه، له عقیدې څخه اهل سنت و، په عربي او فارسي ژبو یې خبري کولای سوې، یوازي محمد بن موسی الخوارزمي په دې برخه کي خدمت نه دی کړی، بلکي دده نور دوه وروڼه (احمد بن موسی) او (حسن بن موسی الخوارزمي) هم په ریاضیاتو، فلکياتو او نجوم کي لازم خدمتونه وړاندي کړي، د ده مشهور خدمتونه په دی ډول دي. 


۱ -  جمعي او تفریق لپاره يې قوانین وضع کړل.


 ۲ - لوی کتابونه يې لیکل لکه: تقویم البلدان، العمل بالاسطراب، صورة الارض، السند هند الکبیر او داسی نور. 


 ۳ -  په الجبر کي يې لوی کتاب ولیکه، (الجبر والمقابله)نومیده او همدارنگه په الجبر کي خپل ځانگړی فرمول لري، چي د محمد بن موسی فرمول بلل کيږي.


 ۴ -  لوگاریتم يې رامنځته کړ، الخوارزمیات یا لوگاریتمات یو د بل اوړیدلې صیغې دي، په غرب کي خوارزمی پهAlgoritmi) ) مشهور دئ او لوگاریتم هم دې ته ورته صیغه ده.  لوگاریتم هغه معادلی دي چي د کمپیوتر په تشکيل کي تری گته اخستل شوی ده. 


 ۵ - د ځمکي د ځینو برخو جغرافیاوي نقشې يې ترسیم کړي.


 ۶ - عالی ریاضی ته يې قوانین وضع کړل امریکايې ریاضی پوه فوریان کاجوري وایي: که محمد بن موسی الخوارزمي نه وای، عالی ریاضی به غیر منظمه وای. 


 ۷ - د صفر مفهوم يې خلکو ته وراندي کړ معنا دا چي پخوا صفر د هیڅ په معنا و، خو اوس د اعدادو پر محور صفر یوه فاصله ده او د نورو عددونو په څیر یو قدم دئ.


 ۸ - په مثلثاتو کي هم خوارزمي مهم خدمتونه تر سره کړل. 


۹ - په جغرافیه کي خوارزمي د صورة الارض په نوم کتاب لري په دې کتاب کي الاخوارزمی د جغرافیه اړوند ( ۲۴۰۲) اړینو موضوعاتو باندي رڼا اچولی ده، د ځمکي په غرونو، سیندونو، سمندرونو او لویو وچو يې بحث کړی دئ. 

              
په اجمالی توگه د اسلامي امت د پوهانو کارنامې او لاسته راوړني په ریاضیاتو کي به لاندي ډول دي. 


 ۱: د الجبر علم محمد بن موسی الخوارزمي رامنځته کړ.


 ۲: د پاسکال مثلث ابوبکر الکرجي رامنځته کړ.


 ۳: کسري عددونه محمد بن حصار رامنځته کړل.


 ۴: اعشاریه رقمونه غیاث الدین کاشانی رامنځته کړل.


 ۵: د مثلثاتو علم جابر بن سنان رامنځته کړ.


۶: درېیمه درجه معادلې عمر خیام حل کړي.


 ۷: پرکار په نوم اله د ابو سهیل ویجان ابن رستم الکوهی لخوا اختراع شوه.


۸: ثابت بن قره لوی مسلمان پوه و، چي د لمر انتقالی حرکت موده يې تعین کړه، چي ۳۶۵ ورځي (۶) ساعتونه، ۹د قیقې او ۱۲ ثانيې دي.


نوربیا...

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته