شاعر: نظام كندهارى
راتـــــه د وران ګـــودر چيــنــــــــــــــار وژړل
د ځـــوانيمـــرګي پېغـــلي هـــــــــــــار وژړل
بمبـــار يې ټول بــاغ وو په اور سوځـــــلى
په ډېـــــر افسوس راتــه ماليــــــــار وژړل
زاڼــــــي غمجني وې خفه ښــــــكارېـــدې
ځــــكه خــــــو ټــولـــو په يـــــــــو وار وژړل
د شپـونكي سترګي وې د اوښكو ډكي
شپيلـــۍ په ويـــر او په چـــــــيغـــار وژړل
سپوږمۍ مي هم په غم شريكه ښكاري
دا رڼـــــو ستــــورو خو قــطـــــــــــــار وژړل
آذان تر غــــوږ نشو امــــام شــــــهيــد دى
چي د سپېـــدو ســـــره سهــــــــــــــــــار وژړل
هغــــي ماشـــومي مـــي زړه ولـــــــــړزاوه
چـــي يــې و قبـــر تـــه د پــــــــــــــــــلار وژړل
چــــي وو بمـــــونــــو نــــــــــــــــړولى خـــړ پړ
راتــــــــــه د هغــــــــه كلــــــــــــــــــــي لار وژړل
څـــانګي د ګــــــل وي مــاتي مــاتي پرتې
زخمـــي بــلبــــــــــــلـــو په تـــــــلــــوار وژړل
نن دي قلــــــــــــــم هم دردېــــدلى ښــكاري
نظـــــــــامــــه ډېر يې بې اختيـــــــار وژړل
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه