تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نوی نسل او د انټرنیټ ګټه او تباهي
 
  March 12, 2017
  0

 په کور کي د انټرنیټ تباهي او د ځان ساتلو تدابیر

لیکنه: مولوي عبدالله زلمی

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

(د زیاتونو سره)

ایا ته خبر یې؟
 
اکثره ماشومان د ۱۱ کلنۍ ترمخه بربنډو تصویرونو سره مخ کیږي.
د جنسي روږدتیا اول قدم د هغو تصویرو لکبله دی چي ستا د اجازې پرته مخته درته راځي
په ۵ ماشومانو کي یوه ته د انلاین طریقې د لاري د ناروا بلنه کیږي.
۵۷٪ ماشومانو په انټرنیټ کي په ناڅاپه ډول د لڅو تصویرونو سره مخ سوي دي
ددغو ماشومانو څخه ۷۵٪ خپل مور او پلار ته پدې اړه خبر نه ورکوي
د بربنډتوب او لڅتوب شرکتونه په ۷ مقام کي د امریکا په ترټولو پراخو شرکتونو کي راځي
د انټرنیټ بې کنټروله استعمال د هویت د غلا، د نورو د اذیت او د ټولنیزو شبکو د خطراتو سبب ګرځي. (کتنپلاوی)
 
لکه څنګه چي ساینس او ټکنالوژي ورځ تر بلي پر مختګ کوي خو له بلي خوا برعکس د خلګو انساني وقار ، غیرت او نارینه توب مخ پر کښته درومي ، ځیني خلګ بیا د خپلو شخصي مفاداتو لپاره د ټولني د تباهۍ هیڅ خیال هم نه ساتي ، چي له جملي څخه یي د هغو شبکو څښتنان دي چي انټرنیټیي فعالیت تر سره کوي ددي خپرونکي دوه ډوله شبکې دي چي یو یې د لاین له لاري او بل یې بې له کوم مَزي انټرنیټ خدمتونه خپروي که څه هم انټرنیټ یوه پرمختللې عصري او یو اندازه مفیده ټکنالوژي ده ولي ډېر مضره هم تمامیدلاي سي چي د ټولو څخه یې بدترینه کړنه د بربنډو انځورونو ، فیلمونو او داستانونو نشرول دي.
 
 په دنیا کي ډېر داسي کسان چي د بربنډتوب مواد پر ویب پاڼو نشروي، د داسي سایټونو جوړونکي د دوو مقصدونو لپاره دا کار کوي:
 
۱: د پیسو د لاسته راوړلو لپاره
۲: ددې لپاره چي مسلمانان ګوندي په دې ناوړه کارونو اخته کړي چي په نتیجه کي يي د دوي څخه ایماني طاقت ولاړسي او د یو نَشیي انسان په توګه یواځي د خپل نشې په غم کي ورک سي او خپل دیني ارزښتونه ځیني هیر سي بِالاخره به کفري نړي په همدي توګه و کولاي سي چي د دیموکراسي او آزادي تر نامه لاندي دغه د شهوت لیونیان خپل مستآمره جوړ کړي.
 
نور زیانونه
 
د انټرنیټ د لاري لاندي زیانونه سته:
 
۱: د اسلام د عقېدې او اساساتو خلاف معلوماتو ته لاس رسی (د نورو ادیانو لخوا)
۲: د اسلامي تعلیماتو څخه غافله کېدل
۳: په لمانځه، تلاوت، اذکارو او نورو عباداتو کي سستي او غفلت
۴: د نژدې دوستانو او نورو مستحقینو د حقوقو ضایع کول
۵: د منافقانو او د کفري نړۍ د غلامانو تبلیغات، اعتراضات د علماء کرامو پر خلاف (ترڅو مسلمان ځوان د خپلو حقاني علماوو څخه منفوره کړي او خپلي مفکورې ته یې جلب کړي).
۶: فحشاء او منکرات
۷: ذهني، فکري او جسماني انحطاط
۸: د نیکانو څخه نفرت او د بدانو او ظالمانو سره محبت ته هڅونه
۹: ستاسو د هویت (ای ډي) هېکېدل او د هغه لاري غلطه استفاده کول (بدنامي راتلل).
۱۰: ستاسو شخصي معلوماتو، ادرسونو او نورو شیانو ته لاس رسی.
۱۱: د بدلارو کسانو په لومه او دام کي ګېرېدل (مثال ځان په ښځه یا ښه نارینه معرفي کړي او وروسته خبره رسوايي او شرمندګۍ ته ولاړه سي)
او داسي نور
 
له بله پلوه غواړي چي اسلامي ټولنه له پوهي لاندي راوغورځوي ، چي تر یو بریده په دي کار کي بریالي سوي هم دي .
 
د داسي ناروا شیانو په خپرولو کي کفار یو مخ په ګټه کي دي یو خو یي دغه ناچله توکي په اسلامي ټولنه د یو قیمت په مقابل کي پلورل کیږي له بله پلوه د اسلامي ټولني د شاتګ باعث ګرځي چي مسلمان اولس یي په تر لاسه کولو سره خسرالدنیا او آخرت جوړیږي ، بي له غټي ګناه کولو ، بد اخلاقي ، د پردیو خلګو او ښځو پرستر خبریدلو او ځيني نور ناروا کړنو څخه بل څه فایده نسته په کښي ، آخر دغه یو د نا مشروع توکو کتونکي یو حیوان غوندي انسان جوړسي ، چي نه بیا د ځان او نه د بل پر ناموس لاس سپموي په خاصه توګه ،په دې اُور کي هر نوعه انسانان سوځیدلاي سي لکه  نر ، ښځه ، ځوان ، زوړ ، ماشوم ، لوستي او نالوستي دا ټوله ددي اور پیلوځي جوړیدلاي سي خو په خاصه توګه ځوان نسل او تر دې هم خاص بیا لیک او لوست والا  په دې اُور کي ډېر کړیږي.
 
ځوان نسل
 
واقیعت دادی چي ځوان نسل د ټولني هغه ارزښتناکه هستي ده که په سمه توګه و کارول سي نو د ټولني د ترقۍ او د انقلاب سبب ګرځي ، له بله پلوه د ځوانۍ عمر د بې تجربه ګۍ او د جذبې دور دی، هري خواته که دغه اٌوم عقل او جذبه ولاړه سي نو د مخ را ګرځول یې  بیا ډېر ګران تمامیږي ، او دا د ژوند له ټولو څخه ډیره نازکه دوره ده ، په دې عمر کي له ده څخه هم انسان جوړیږي او هم له انسانیت څخه غورځي، دا د انسان د عمر هغه ارزښتناکه دوره ده  چي له کړنو څخه یې الله تعالي د حشر په میدان کي پوښتونکي دی.
 
حدیث شریف کي راځي: لن تزول قدما عبدٍ یوم القیامة حتی یسئل عن أَربع خصال، عن عمرہ فیما أَفناہ، وعن شبابہ فیما ابلاہ، وعن مالہ من این اکتسبہ وفیما أَنفقہ وعن علمہ ماذا عمل فیہ․ (الترغیب والترہیب: ۴/۲۱۴)
 
د قیامت په ورځ د هیڅ یوه کس پښه له خپله ځایه نه پورته کیږي تر څو د دغو څلورو شیانو پا اړه له ده څخه پوښتنه و نه سي:
 
۱ـ عمر دي په څه کي تېر کړ؟
۲ـ ځواني دي چیري او په څه کي تېره کړه؟
۳ـ مال دي له کومه و ګټۍ او په څه کي دي مصرف کړ؟
۴ـ  او په علم دي تر کومه بریده عمل وکړ؟
 
که څه هم په واقیعت کي دا ټوله جوابونه ډیر ګران دي ،خو د ځوانۍ عمر پوري تقریباً نور دري هم له ځواني سره اړوند دي له دي سره دا خبره ښه څرګنده سول چي ځواني داسي نه ده لکه ماشومتوب چي په اړه یي سوال نه سته ، باید چي د ځوانۍ ساتنه وسي کومو قومونو چي خپل ځوانان یې په سمه توګه و روزل نو هغوي رشتیا هم خپل ځان تر کومه اوجه ورسوی؟ او کومه ټولنه چي د غفلت په خوب ویده وي نو ورځ تربلي به ترشا درومي.
 
د ټکنالوژۍ ښه او بد
د ساینس او ټکنالوجي پر مختګ د ټولي دنیا لپاره داسي آساني را منځ ته کړل چي هیڅ څوک ور څخه انکار نه سي کولاي که څه هم د هغو له جملی څخه یو مثبت معلومات دي ، لکه د اسلامي معلوماتو تر لاسه کول ، آنلاین دارالافتاؤ څخه فتوي حاصول ، اسلامي او نور علمي کتابونه تر لاسه کول ، او د دیني مسایلو لوستل ، او نور جایز معلومات خو داغه رنګه یي د شهوت پرستۍ لاري ور پراخه کړې که له یوي خوا یي خلګو ته دیني معلومات ډېر کړل خو له بله پلوه یي بیا د خواهش پرستو لپاره د فحشاء مارکیټونه  وښودل په میلیونونو بربنډ انځورونه ، فیلمونه او غیر اخلاقي توکي یې د نړۍ ترهري  کوڅې د هر چا تر کوره ورسول دا خو د هغو یو څو د مال او دولت لیونیانو کار وو، له بلي  خوا خلګو هم ددې په کتلو کي صدمه ونه کړل ، ځکه واقیعت دادي چي څومره مشتریان ډیریږي هغومره بازارونه ور سره پراخیږي ،د غیر اخلاقي توکو د ډیریدولو لامل هم همدا د خلګو غوښتنه او پلټنه ده.
 
په کفري نړۍ کي
د ځینو سر چینو په قول په اوروپا کي ډیره سلنه خلګ د ناوړه فیلمونو ،بربنډو انځورونو، غیر اخلاقي مقالو په لوستولو داسي روږد سوي دي چي د ورځي لږ تر لږه ۱۲ ساعته و خت  يي په تماشا کولو سره ضایع کوي چي په نتیجه کي په ژور خفګان او داسي نور ناروغیو اخته سي او بالاخره یو بد اخلاقه ،حیوان طبعیت سړی ځيني جوړ سي حتي چي ډيرو یي د واده کولو توان له لاسه ورکړي وي ،او ځیني پرځان او نورو دومره بد ګمانه وي چي

 هیڅ کله هم واده کول نه غواړي، حال دا چي پر هغوي باندي کومه ديني ذمه واري همنسته ، او بل لا دا چي د زده کړي لپاره چاپیریال هم ښه ورته  برابر دی کاراوبار، دولتي پوسټونه هم ورته ښه ډیر مهیاء دي خو بیا هم ددې شیانو زیان د ژوند د خونده ایستلی وي.
 
 
 نو څه فکر کوو چي په یو داسي ټولنه کي چي زده کړه په کښي لږ وي سالم مصروفیت نه وي د خلګو به څه حال وي او خپل دا ارزښتناکه عمر څو ساعتونه به پر خرڅوي ، د اسلام په مبارک دین کي د غیر اخلاقی تصویرونو او فلمونو کتل لویه ګناه ده چي مرتکب یې د اور لایق دی ، له اخلاقي او پښتني پلوه هم هیڅوک داسي کار نه خوښوي ، هیڅ یو د عقل څښتن دا نه مَني  چي د هغه زوی ، لور، خور او ورور دي د نورو کسانو بدن وویني متآسفانه په اسلامي هیوادونو کي هم داسي قانون نه پلي کیږي چي له مخي يي باید هغه شبکيې دې ته اړباسي چي ناوړه او غیر مشروع عکسونه او فیلمونه بند کړي البته دا به د همدې ټولني د خلګو او مشرانو بي غوري وي چي دا کار ته بد نه وايي ، او نه خپل سر په خوږوي.
 
زموږ په هیواد کي
 
زما د معلوماتو له مخي په افغانستان کي هم داسي شبکيې سته چي په دغه ستر جرم کي ښکیل دي او هیڅ چا هم په دې اړه څه نه دي ویلي ، تاسي و ګوري چي په داسی یو هیواد کي چي ټوله خلګ یي د اسلام د مبارک دین پیروان دي بیا هم د هغوي په هیواد کي داسي ناوړه کارونه ده یو څو محدودو کسانو له لوري تر سره کیږي ، او دوي لاس تر زني ورته ناست دي ،ډیره د تآسف خبره ده چي زموږ او ستاسي په ټولنه کي ددې ناوړه غیر اخلاقي فیلمونو په کتلو سره خلګ په څومره نورو سترو ګناهونو او تیریو کي اخته سوی دي ، په خپلو غوږونو مو د خلګو په خپله ژبه پر خپل ځان شاهدي اوریدلي چي د شرعي لاري حل لټوي نو الله تعالی دي نور خیر کړي چي لا به نور څه پیښیږي اوس خو لا تازه دا فتنه خپره سویده ډېر خلګ لا لاس رسۍ هم نه ورته لري د همدي ناوړه فیلمونو په کتولو سره ډیر داسي محرم لا هم د ګناه سره ښکار سویدي چی لیکل یي ګران دي ، له بله پلوه د همدې هیوادونو ډېره سلنه خلګ نا لوستي دي او تر هر څه یي زده کړي ته اړتیا سته نو د داسي نا وړه  شیانو په خپرولو سره د ناروا کارونو معتاد جوړول یې له خپل هیواد سره ، ستر ظلم دي.

هر مشر مسؤل دی
او همدارنګه د هغو مشرانو چي خپلو اولادونو او کورنیو ته پرمختللي موبایلونه اخلي او بیا سر نه پسي ګرځوي چي څه په کښي ګوري د دوی هم له خپل ما تحت سره لویه بې غوري ده ، ولي مشران  ددي فتنو په دور کیي دومره بي غوره پاته سي.
 
 آیا زموږ او ستاسي څخه که د آخرت په ورځ د همدې کشرانو په اړه وپوښتل سي بیا به څه ځواب ورکوو؟
 
 ډیر داسي مشران سته چی خپله ډېر د تقوي څښتنان وي خو پرخپل اهل قابو نه لري هغوي له بد کارونو نه منع کوي ولي دېته تقوي نه سي ویل کیداي ځکه دا تقوي له اُوره خلاصونکي نه ده الله تعالي د سورت التحریم په شپږم نمبر ایت کریمه کي ټولو ایماندارانو ته داسي خطاب کوي:
 
ژباړه: آي هغه کسانو چي ایمان مو راوړي دی خپل ځانونه او خپل اهل له اوره وساتئ.
 پدې ایت کریمه کښي د اور څخه د ساتني معیار د خپل ځان سره د اهل ساتنه هم ذکر سوېده نو څرنګه هغه څوک چي کورنۍ یي د فحشاء په اور کي کړیږي ځان ته متقي ویلاي سي؟
 
تر لاس لاندي کشران
زموږ یوه طبقه خلګ د کفري دیموکراسي څخه دومره متآثره سویدي دي چي په عام محضر کي له خپلي پتنمي مسلماني کورنۍ څخه تصویرونه اخلي او بیا یي د انټرنیټ پرمخ باندي و بې شمیره خلګوته ښيي چي دغه ډول کار د خلګو په فتنه کي د اچولو لامل ګرځي ،الله عزٌّ و جل هغو کسانو ته د سخت اُور د عذاب اَخطار ورکوي چي بېحیایي خپروي ،په زرهاوو اکاونټونه د مسلمانانو ښځو له خوا جوړیږي ، دا به یا د مشرانو په اِجازه وی نو په ګناه کي ورسره شریک دي او که یي په پټه جوړ کړي وي نو هغه متل دي چي وایي (خواب برده را آب برده) داسي کسان که بیا له خپلو کورونو پرشاوخوا دیوالونه را ګرځوي دا بي ځایه کار دي ولي دا کار ده ته هیڅ ګټه هم نه رسوي څه چي یي دی په مابین کي ساتلي ګڼي هغه نه سي ساتلاي ، له بله پلوه د مسلمانانو ښارونه دومره تباه او برباد دي چي په عامو لارو کي ځینو خلګو د دنیا د یو څو پیسو د لاسته راوړلو په موخه کمپیوټران ایښي وي د کمو پیسو په بدل څو جي بي میموري کارډونه له غیر اخلاقي توکو څخه ور ډکوي ، هیڅ څوک هم سر نه په ګرځوي،  له بده مرغه زموږ ځیني کشران له خپلو نا لوستو مشرانو څخه په دې بهانه پیسي اخلي چي عصري زده کړي په کوي ولي هغه بیچاره په خبر نه دی چي په دغه پیسو چي یي په ډیره خواري او مزدوري لاس ته راوړي دي د هغه ګران زوی او ورور په څه ناروا کارونوکي یي مصرفوي.
 
 همدارنګه د نیټ کیفې په نامه د ماشومانو د بد اخلاقي تلکي هم ډیري سوی دي ، د هیڅ یو کاروباري سره دا غم نسته چي دا خو ماشومان دي دوي که نه پوهیږي زه خو پوهیږم، د انټرنیټ څخه د کم عمر خاوندان هیڅ ډول فائده نه سي حاصلولاي ماسیوا له بې لاري څخه ، د ماشومانو لپاره او کم عمره بې تجربې خلګو لپاره د هغوی نظارت لازم
 دی ، کیمره او نیټ والا ټیلیفون اجازه باید مشران ور نه کړي او که کمپیوټر لري نو وخت په وخت دي په یوه او بله بهانه د هغوي کمپیوټر څاري تر څو مو ځوانان او ماشومان له دې شره خلاص وي ، خو په کورونو کي څرنګه کولاي سو چي د هغه انټرنیټ مخه ونیسو چی موږ او د کورنۍ نور غړي یي کاروي.
 
د مخنیوي لاري چاري
 

لومړی خو باید کشرانو ته هیڅکله انټرنیټ برابر نسي که بیا هم اشد ضرورت وي نو ستاسو په حضور کي یې باید استعمال کړي. د هغوی کمپیوټر او موبایل باید وڅارل سي
.
 
 که څه هم د آنټرنیټ دا ډول ستونزي د هیڅ یو پوه څخه پټي نه دي خو د ځینو مجبوریتونو له مله یې خلګ په خپلو کورونو کي هم کاروي ،له بلي خوا د انټرنټ کم خرڅ هم خلګ دېته لیواله کړي چي له خپلو دوستانو سره په ملک او بهر کي په ارزانه بیعه خبري وکړي اوس نو چي له دې آسانیو څخه چاره نسته نو باید څرنګه له تاوانونو څخه  یي ځان وساتو ددي لپاره محترم مفتي محمود زبیر صاحب په خپله پرهمدې موضوع باندي په مقاله کي د یو څو داسي سافټویرونو ذکر کړی دی چي په مرسته یې خپل کور له دې اوره څخه په ساتلاي سو چي په لاندي ډول دي:

1 Cyber Sitter  
2 Net Nanny                    
3 Cyber Petrol
4 Norton Internet Security   
5 Mcafee Parental Control
 
  که څه هم دا سافټویرونه ددې لپاره نه دي جوړ سوي چي ناروا سایټونه بند کړي ولي په دي سافټویرونو کي دا سي آپشنونه سته چي د هغه په مرسته کولاي سو چي د تباهۍ مخه نیولای سو، که څه هم ددي سافټویرونو تر انسټالولو وروسته سیټینګ کول یي آسانه کار نه دي ولي ممکنه ده ، یوه بله لاره دا هم ده چي له کومي شبکې څخه چي تاسي د کور لپاره کنکشن اخلي کولاي سئ چي له هغو څخه دا غوښتنه وکړئ چي ستاسي له لاین څخه د ناوړه سایټونو مخه ونیسي .
 
تر څو ددي کورنۍ د ښمنانو مخه مو خپله نیولي وي او د بد اخلاقي په سیند لاهو نه سو.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته