تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مېرمن په کفر او اسلام کي
 
  July 21, 2015
  0

 لیکنه: عنایت الله کاکړ

مېرمن ده چې د کُفرسالارۍ جبر ته په رڼه ميدان درول شوي ده. 


مېرمن ده چې کُفر ترې ټول حقوق تروړلي دي او د جنسي غريزې د اشباع په موخه یې د یوه توکي په موخه د حريصو او هوَسناکه نظرونو پر وړاندې نندارې ته وړاندې کړي ده.

مېرمن ده چې عفّت، حيثيت او آبرو يې د کُفر له خوا په بازارونو او تړو ليلام شوي ده.

مېرمن ده چې د خپلو فطري ځانګړنو سربېره یې بیا هم له نارينه سره په درواغژن ډول مساوي ګڼلي او په دې ډول یې د هغې نازک بدن، احساسات او جذبات د مردسالارۍ په پښو کې حلال شوي دي!
 
خو اسلام دی چې مېرمن ته يې د مور، خور، مېرمن او ورېندارې په نامه ځانګړی حقوقي حيثیت ورکړی.

هغې ته یې نه یواځې دا چې د خپل فطري جوړښت په پام کې نیولو سره د ګټې د ترلاسه کولو اجازه ورکړي بلکې د نارينه په ميراث، ګټه وټه، مال جایداد کې یې عادلانه حق ورکړی دی.
 

انځور: د شمالي کوریا په پلازمېنه پوینګ یانګ کې د ترافيک یوه مظلومه مېرمن پوليسه چې دلته باید بشپړ اته ساعته ودريږي او له سخت نظامي ډسپلن سره سم د ترافیکو نظم کنترول کړي. د کُفر تر جغ لاندې که څه هم د مېرمنو د مظلوميّت ګڼې بڼې شته، خو ما ته یې دغه انځور ډير دردونکی او ځورونکی ښکاره شو...!

خو ارمان ارمان چې موږ خپل دين او ارزښتونه سم نه دي ارزولي او لکه کارغان د کُفارو لاره مو نيولي ده...!!!
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته