لیکنه: ن. ممتاز
د غره په لمن کي په یوه درخته کي عقاب مرغه خپله ځاله جوړه کړې وه او څلور هګۍ يې هم هلته پرتې وې. د زلزلې په تکان سره یوه هګۍ لاندي راولوېده. کښته بیا دبلي مرغۍ د اوسېدلو ځای و. مرغۍ دا رالوېدلې هګۍ خپله وبلله او تر ځان يې لاندي کړه. د وخت په تېرېدو سره د دغي هګۍ څخه یو کوچنی ښایسته عقاب مرغه راووتی؛ چي دې مرغه خپل ځان د مرغۍ د نورو چیچيانو په شان یو چیچی وباله او په همدغه ډول لوی سو.
یوه ورځ يې د هغه نورو مرغیو سره یوځای تفریح کوله، چي د اسمان لوري ته یې وکتل. نور عقاب مرغان یې په هوا ولیدل. د دې عقاب مرغه هم ډېر زړه وغوښتی، چي کاشکي! زه هم په هوا کېدلای. کله چي ده خپله دا غوښتنه هغه نورو ته وړاندي کړه، هغو د پسخند په ډول ورته وویل، چي ته خو یوه ساده مرغۍ يې؛ د عقاب په ډول نه سې په هوا کېدلای.
ویل کېږي، چي تر دې وروسته دې عقاب مرغه د الوتلو ارمان په زړه کي ښخ کړ او تر ډېره وخته د نورو مرغیو په ډول ژوندی و او د همدغو مرغیو په ډول مړ سو.
نو که ته عقاب يې او ستا د پرمختګ خوبونه د اسمان په لوړو څوکو کي دي؛ نو خپلو خوبونو ته عملي بڼه ورکړه؛ د بلي مرغۍ په خبره ځان او خپل ژوند مه عیاروه؛ ځکه هغو ته د خپل ځان په ډول شاته پرې ايښی يې.
کله چي د پرمختګ نېک کارونه مخ ته نه ځي، نو د خپلو ورځنيو عادتونو څخه لېري کېدل او د کامیابو کسانو سره ناسته ولاړه او مشوره کول د ژوند کامیابيو ته ډېري اسانه لاري درښيي. لاندي حقیقت به هم په نظر کي نیسې:
چـــــا چې خپل قدر پــــــــــخپله وکړ ګله!
ستــــــــــاره د هغه قــــــــــوم په عروج سوله
خــــــــــــدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم
څوک چې نه بدلوي خپل حالت په خپله
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه