تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۸۶)
نوم: ش
سوال : د شریعت له مخی حکم د کوروالی یا جماع د ماندینی سره د شا لخوا څه حکم لری؟
جواب : که د شا د خوا څخه د جماع و ځاى ته (د مخ فرج ته) راسي پروا نه کوي او که د شا په ځاى کي دا کار کوي بيا نو ډيره سخته ګناه ده. په حدیث شریف کي راځي: عن ابن عباس قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "لا ينظر الله إلى رجل أتى امرأته في دبرها" (۱)
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چي الله عزوجل د قیامت په ورځ و هغه چا ته نه ګوري چي هغه د نر یا ښځي سره په دبره (د شا په خوا) کي جماع وکړي.
جواب: مولوي عبدالسلام
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا او مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): رواه صحیح ابن حبان. ج۱۷، ص۳۹۸
(۲):عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ ، قَالَ : لاَ يَنْظُرُ اللَّهُ إِلَى رَجُلٍ جَامَعَ امْرَأَتَهُ فِي دُبُرِهَا. سنن ابن ماجه. ص ۱۳۸-قديمي
(۳):عن ابن عباس قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم لا ينظر الله إلى رجل أتى رجل أو امرأة في الدبر . رواه الترمذي
_______________
د شا له خوا جماع کول (الحديث)
فتوا: د ښځي سره د شا له خوا جماع کول
فتوا: ایا د شا د خوا په جماع طلاق راځي؟
فتوا: د شا د خوا د جماع کولو فدیه څو ده؟