تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زکام او انفلونزا Common Cold and Flu
 
  January 10, 2016
  0
راليږونکي: بي بي اسیه سحر، کندهار /تعلیم الاسلام ویب پاڼه

تشريح
زکام او انفونزا يوه عامه او Self – Limiting  (  په خپله ښه کيدونکې ) ناروغي ده ،عامل يي ويروسي انتان دي چې يوازې تقويتي څارنې ته اړتيا لري . دا ساري ناروغي ده ا د هوايي معلقو څاڅکو په وسيله خپريږي . په زياتره مواردو کي د ١٤  ورځو په مو ده کې په لويانو او کوچنيانو کې پاى ته رسيږي .هغه ماشوم چې توخله  ، ستونزمن تنفس ، د خطر عمومي علايم ، د سيني ښکته تلنه ،Stridor ( په هغه صورت کې چې ماشوم ارامه وي ) او چټک تنفس ونلري په زکام يا انفلونزا کې تصنيف سوى دى. 

هغه ماشوم چې مزمنه ټوخله ( يعني ټوخله يي له ١٤ ورځو څخه زيات دوام وکړي) ولري کيداى سي نري رنځ ، استما، توره ټوخله او يا کومه بله ستونزه ولري .خوارځواکه ماشومان ،زاړه او کمزوري کسان د اختلاطاتو له ډير خطر سره مخ دي .

تشخيص
ټوخله 
د پزي څخه او به او افرازات
د ستوني درد
د سر درد ، د عضلاتو درد او چي په انلفونزا کې ډيره معمول ده 
کيداى سي د منځني غوږ له التهاب ، ويز او سينو زيت سره اختلاطي سي
نوټ :- ملاريا ، شري او نمونيا کيداى سي د انفلونزا په شان له علايمو سره پيل سي.

درملنه 

د درملو پرته اهتمامات
 
د اړتيا په صورت کې په بستر کې د استراحت لپاره توصيه .
د بدن د اوبو د له لاسه ورکولو د مخنيوي او د مخاط د اوبلنو يا رقيقولو لپاره د مايعاتو اخيستلو ته هڅول .
د ستوني او د ټوخي ارامول د سيمه ييزو او دوديزو درملنو په وسيله ، لکه تود او خوږ چاى.
له تغذيي څخه مخکې د ماشوم د پوزي د افرازاتو پاکول په اوبو کې د يوې خيشتې سوي پارچې څخه په استفادي سره چې ښه تازه سوې وي او د يوې لولې يا پلتې په بڼه وي . 

دوايي درملنه 

په نويو پيداسويو ماشومانو کې ، له %  ٠،٩ Nacl څخه د پوزې د بندښت د له منځه وړلو لپاره د قطرې په بڼه چې د پوزي په هر سوري کې د اړتيا په صورت کې کارول کيږي .
د لوړي تبې ( ٣٨،٥ سانتي ګريډ يا تر هغه پورته ) لپاره لهParacetamol  څخه استفاده د تبې تر کمولو پوري د دوز مطابق. د لويانو په لوړه تبه کې تر يو ګرام Paracetamol  هر شپږ ساعته وروسته اخيستل سي.

نوټ :- د لاندي درملو د ورکولو څخه دي ډده وسي.

1. انتى بيتوتيکونه -  جواز نلري ځکه زکام او انفونزا ويروسي ميکروبنه دي .
2. هغه درمل چې Atropine ,Codeine  يا د Codeine  مشتقات يا الکول ولري کيداى سي زيان رسونکي وي .
3. په پوزه کې د څڅولو څاڅکي .

وقايه 
د منتن کس په وسيله د هوايي څاڅکو له خپريدو څخه د مخنيي لپاره د ټوخي يا د ټوخلي د ادابو رعايتول.
ښه ا و مناسبه تغذيه .

ناروغ ته لارښوونې 

1. د مايعاتو او مناسبي تغذيي اخيستلو ته هڅول .
2. د پوزي د سوريو پر پاک ساتلو تينګار، په ځانګړي توګه په نويو پيداسويو ماشومانو چي د پوزې له لارې اجباري تنفس لري.

ناروغ ته توصيه :
له چټک او سخت تنفس څخه څارنه ، سملاسي بيرته ستنيدل که دواړه حالته رامنځته سي.
بيرته ستيندل په هغه صورت کې چې د ماشوم ناروغي زياته سي او يا ماشوم په څښلو ا و يا د شيدو په خوړلو برلاسي نه وي .
که چير ي ماشوم د پنځو ورځو په ترڅ کې ښه والى پيدانه کړي تعقيب دې سي.
 
ماخذ :  د درملنې ملي معياري لارښود د لومړنيو روغتيايي خدمتونو مرکزونو لپاره
 
 یادونه: دا لیکنه صرف د طبي ډاکټرانو لپاره لارښووني دي.
 
 نوري روغتیايي لیکني
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته