ليکنه: عبدالمالک "مجاهد" (زريني فيصلې)
د خلیفه عمربن عبدالعزیز رحمة الله عليه یو حاکم د خپل ښار د ورانۍ څخه خلیفه ته ګیله ولېږله او د رغېدو لپاره يې مال ور څخه وغوښت.
امیرالمؤمنین په ځواب کي ورته ولیکل: إذا قَرأتَ كِتابِي هَذَا فَحَصِّنْهَا بِالْعَدْلِ وَنَقِّ طُرُقَهَا مِنَ الظُّلْمِ؛ فَإِنَّهُ مَرَمَّتُهَا. وَالسَّلامُ . (تاريخ الخلفاء ص: ۲۰۱)
ژباړه: کله چي ته زما خط ولولې، نو خپل ښار د عدل او انصاف په ذریعه وساته او د ښار لاري او کوڅې له ظلم او زیاتي څخه پاکي کړه؛ ځکه چي ظلم او زیاتی د ښار د ورانۍ سبب ګرځي والسلام.
دارښتیا خبره ده: لا ملك إلا بالجند، ولا جند إلا بالمال، ولا مال إلا بعمارة البلاد، ولا بلاد إلا بالرعايا، ولا رعايا إلا بالعدل.
ژباړه: ملک دلښکر پرته، لښکر د مال پرته، مال د ښار جوړولو پرته، ښار د وګړو پرته او وګړي د عدل پرته هیڅ دي.
-----------------------------
مأخذ: تعليم الاسلام مجله ۱۷ ګڼه