لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2016-04-09
پنځه لمونځونه په جماعت اداء کول زمونږ د ائمه وو د صحیح قول له مخي واجب دي ، د وجوب دلیل يې دا دی چي د سختي ناروغۍ څخه پرته کله هم رسول الله صلی الله علیه وسلم د جماعت لمونځ پریښۍ نه دی ، او بل داچي کومو کسانو چي بېله عذره د جماعت لمانځه ته نه حاضرېدل هغو ته رسول الله صلی الله علیه وسلم دونه په قهر وو چي وايي ډېر ځله دا اراده وکړم چي ورسم هغوى په کورونو کي وسوځم.
رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : إِنَّ أَثْقَلَ صَلَاةٍ عَلَى الْمُنَافِقِينَ صَلَاةُ الْعِشَاءِ وَصَلَاةُ الْفَجْرِ وَلَوْ يَعْلَمُونَ مَا فِيهِمَا لَأَتَوْهُمَا وَلَوْ حَبْوًا وَلَقَدْ هَمَمْتُ أَنْ آمُرَ بِالصَّلَاةِ فَتُقَامَ ثُمَّ آمُرَ رَجُلًا فَيُصَلِّيَ بِالنَّاسِ ثُمَّ أَنْطَلِقَ مَعِي بِرِجَالٍ مَعَهُمْ حُزَمٌ مِنْ حَطَبٍ إِلَى قَوْمٍ لَا يَشْهَدُونَ الصَّلَاةَ فَأُحَرِّقَ عَلَيْهِمْ بُيُوتَهُمْ بِالنَّارِ (مسلم عَنْ أَبِي هُرَيْرَة)
ژباړه : یقینا تر ټولو درانه او ګران لمونځونه و منافقینو ته د ماخستن او د سهار لمونځونه دي ، او که دوی ته د دغو دوو لمونځونو ثوابونه معلوم وای نو بیا به پر خالپوڅو لا هم ورته راتللای ، او باور وکړی چي ما قصد کړی چي د لمانځه د ادایني حکم وکړم اقامت يې وسي او بیا یو څوک امر کړم چي خلکو ته لمونځ ورکړي او زه څه کسان چي لرګي ور سره وي د ځان سره بوځم ، و هغو خلکو ته ورسو چي د جماعت لمانځه ته نه حاضریږي پر هغو په اور کورونه ور وسوزم .
رسول الله صلی الله علیه وسلم پر خپل امت ډېر مهربان دی خو څوک چي لمونځ په جماعت نه اداء کوي پر هغو دونه په قهر او ځني ناراضه کیږي .
څوک چي لمونځونه په جماعت اداء کوي نو هغو ته پر یوه لمانځه د اووه ویشتو (۲۷) لمونځونو ثواب ورکول کیږي .
رَسُولَ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : صَلَاةُ الْجَمَاعَةِ تَفْضُلُ صَلَاةَ الْفَذِّ بِسَبْعٍ وَعِشْرِينَ دَرَجَةً (بخاري عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ )
ژباړه : د جماعت لمونځ تر یوازي لمانځه اوه ویشت درجې فضیلت لري .
منافقین د جماعت لمونځونو ته نه حاضرېږي او لمونځونو ته په ډېر کسالت او سستي ولاړیږي خو مخلص مومنان باید تل لمونځونه په جماعت اداء کړي او د تحریمې تکبېر لا هم ځني تېر نه سي .
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : من صلى لله أربعين يوما في جماعة يدرك التكبيرة الأولى كتب له براءتان : براءة من النار وبراءة من النفاق (رواه الترمذي عن أنس )
ژباړه : که څوک خالص د الله د پاره څلوېښت ورځي لمونځونه په جماعت اداء کړي پدې ډول چي د تحریمي تکبېر د امام سره نیسي نو هغه لره دوې برائت پاڼي لیکل کیږي ، یوه د اور څخه د خلاصون او نجات برائت پاڼه ورته لیکل کیږي او بله د نفاق څخه د پاکي برائت پاڼه ورته لیکل کیږي .