لیکنه: مولوي عبدالله طیب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اسلامي او ټولنیز آداب
د خبرو آداب
لومړی ادب: د ژبي ساتنه کول
د خبرو په کولو کي د ژبي ساتنه او حفاظت کول، درواغ، غیبت، بهتان او فسق نه کول، په ژبه باندي چاته آزار نه رسول، پر مسلمان دا لازمه ده چي خپله ژبه د فحشا او باطلو خبرو څخه وساتي.
دویم ادب: ښه خبري کول یا چپ پاته کیدل
کچیري د چا سره ښه خبري وي نو ودې کړي، که د چا سره ښه خبري نوي نو چپ دې پاته سي، ځکه تر بدو او اټکلي خبرو چپ پاته کیدل خیر او بهتره دی، د حضرت ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی، دی وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: څوک چي پر الله جل جلاله او د آخرت پر ورځي ایمان لري نو خپل همسایه ته دي آزار نه رسوي او څوک چي پر الله جل جلاله او د آخرت پر ورځ ایمان لري د خپل میلمه عزت دې وکړي او څوک چي پر الله جل جلاله او د آخرت پر ورځ ایمان لري نو دي د خیر خبري وکړي یا دي چپ پاته سي. روى أبو هريرة -رضي الله عنه- قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( من كان يؤمن بالله واليوم الآخر فلا يؤذ جاره، ومن كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليكرم ضيفه، ومن كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليقل خيراً او ليصمت ) (۱) . قوله:( فليقل خيراً أو ليصمت.
درېیم ادب: لږ خبري کول
د ډیرو او بې ځایه خبرو څخه ځان ساتل او لږ خبري کول، ځکه ډیري او بیځایه خبري انسان په ګناه کي واقع کوي، د ډیرو خبرو نتیجه داده چي انسان داسي شیان تر خوله باسي چي خدای نکرده خپل ایمان د لاسه ورکوي، د حضرت جابر ابن عبدالله رضی الله عنهما څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: په تحقیق سره ستاسو هغه محبوب ترینه او نږدي کس وماته د مجلس د لحاظه د قیامت په ورځ هغه نیک کس دی د اخلاقو د لحاظه، او په تحقیق سره بدترینه ستاسو و ماته او هغه لېري ستاسو زما څخه د مجلس د لحاظه د قیامت په ورځ ثرثارون، متشدقون او متفیهقون دي، صحابه وو وویل: ای د الله رسوله تا موږ ته ثرثارون او متشدقون ښوولې نو متفیهقون څوک دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: متکبرین دي. ثرثارون او متشدقون یعني ډیرو خبري کونکي والا او متفیهقون تکبر کونکي.
فقد روى جابر بن عبد الله-رضي الله عنهما- أن رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم قال : ( إن من أحبكم إليَّ وأقربكم من مجلساً يوم القيامة أحاسنكم أخلاقاً، وإن أبغضكم إليَّ وأبعدكم مني مجلساً يوم القيامة، الثرثارون، والمتشدقون، والمتفيهقون. قالوا: يا رسول الله قد علمنا الثرثارون (۱) والمتشدقون فما المتفيهقون ؟ قال المتكبرون ) (۲) رواه الترمذي
څلورم: د غیبت او بهتان څخه ځان ساتل
په خبرو کي د غیبت او بهتان ویلو څخه ځانونه ساتل، د چا غیبت نه کول او پر چا باندي تهمت نه ویل، غیبت لکه څرنګه چي ګناه او حرام دی، باید زموږ وړونه او خویندې په هر حالت کي ورڅخه په کلکه ځانونه وژغوري، د حضرت ابي هریرة رضی الله عنه په حدیث کي راځې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: آیا تاسو پوهیږئ غیبت څه شی دی؟ صحابه وو وویل: الله جل جلاله او د هغه رسول ښه پوهیږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: چي ته خپل د ورور یاد وکړي په داسې شي سره چي هغه یې بد ګڼي. وویل سوه ته ماته خبر راکړه کچیري هغه څه چي زه یې وایم زما په ورور کي وسي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: کچیري په ده کي هغه څه وي چي ته یې وایي نو تایې غیبت وکړی او که هغه څه نوې پکښي بیادې پر ده بهتان وویل. في حديث أبي هريرة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: ( أتدرون ما الغيبة ؟ قالوا : الله ورسوله أعلم . قال: ذكرك أخاك بما يكره . قيل أفرأيت إن كان في أخي ما أقول؟ قال: إن كان فيه ما تقول فقد اغتبته ، وإن لم يكن فيه فقد بهته.
پنځم: د هر شي او بي تحقیقه خبرو د بیانولو او نشرولو څخه ځان ساتل
هره هغه خبره چي څوک یې واوري بغیر له دې څخه چي تحقیق یې وسي باید یې د نشرولو څخه ځان وساتل سي، د حضرت ابي هریرة رضی الله عنه په حدیث کي راځي دی وایې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: یوه سړي لره دومره ګناه کافي ده چي دی خبر ورکړي په هر هغه شي باندې چي ده اوریدلي دي.
يعني هر خبر چي واوریدل سي بغیر له دې څخه چي تحقیق یې ونه سي چي دا درواغ دي که روښتیا باید نشر نه سي. فعن أبي هريرة-رضي الله عنه- قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( كفى بالمرء إثماً أن يحدث بكل ماسمع.
شپږم: د خلکو د خندولو څخه ځان ساتل
د خبرو کولو په وخت کي باید دداسي خبرو څخه پرهیز وسي چي په هغه باندي خلک خندول کیږي، د خلکو د خندولو سبب کیږي، ددې سبب کیږي چي دی په خلکو فسق وکړي، معاویة ابن بهز روایت کړی، دی وایې: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چي ده ویل: ویل (هلاکت) دي وي د هغه چا لپاره چي خبري کوي درواغ وایي ددي لپاره چي پر ده باندې قوم وخاندې، دده لپاره دي ویل وي، دده لپاره دي ویل وي. روى معاوية بن بهز-رضي الله عنه- قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: ( ويلٌ للذي يُحدثُ فيكذب ليضحك به القوم، ويل له، ويل له. رواه ابوداود
اوهم: د فحش ( بد ویلو او ښکنځل کولو) څخه پرهیز کول
په خبرو کي د فحش او بدو خبرو څخه ځان ساتل، و چاته ښکنځل نه کول او فحش او بدو رد نه ورته ویل، د حضرت عبدالله ابن عمرو رضی الله عنهما څخه روایت دی، دی وایې: رسول الله صلی الله فاحش او متفحش نه وو، او ده به ویل: بیشکه هغه غوره ستاسو څخه هغه څوک دی چي نیک اخلاق ولري. كما في حديث عبد الله بن عمرو-رضي الله عنهما- قال : ( لم يكن النبي صلى الله عليه وسلم فاحشاً ولا متفحشاً، وكان يقول: إن من خياركم أحسنكم أخلاقاً. صحيح البخاري
اتم: درواغ نه ویل
درواغ لکه څرنګه چي د شریعت له نظره ناجائز او ګناه کبیره ده او د درواغو د ویلو څخه نهي راغلي، باید په هر حالت کي د درواغو د ویلو څخه ډډه وشي، هغه که پد درواغو قیصي څوک کوي، هغه که وچاته د درواغو وعدې ورکوي د ټولو څخه باید پرهیز وسي،
الله جل جلاله د سورة توبه په ۱۱۹ نمبر آیة کي فرمايې: يا أيها الذين آمنوا اتقوا الله وكونوا مع الصادقين.
ژباړه: ای هغه کسانو چي ایمان مو راوړی دی، د الله څخه وبیرېږئ او د روښتیا ویونکو سره سئ.
د ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: په تحقیق سره روښتیا سړی نیکۍ ته هدایت کوي او نیکي سړی و جنت ته هدایت کوي او بیشکه سړی روښتیا وایي ترڅو چي د الله جل جلاله په نزد صدیق( یعني روښتیا ویونکی) سي او درواغ سړی و فجور(فسق) ته هدایت کوي او فجور سړی اور ته هدایت (وړي یې) کوي، او یو سړی به درواغ وایي تردې چي د الله جل جلاله په نزد کذاب(درواغجن) نوشته سي. وعن ابن مسعود -رضي الله عنه- أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: ( إن الصدق يهدي إلى البر، وإن البر يهدي إلى الجنة، وإن الرجل ليصدق حتى يكون عند الله صديقاً . وإن الكذب يهدي إلى الفجور، وإن الفجور يهدي إلى النار، وإن الرجل ليكذب حتى يكتب عند الله كذاباً. صحيح البخاري
www.taleemulislam.net