تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زنا او ټولنیز تیری
 
  July 18, 2016
  0

 زنا او ټولنيز تيری

 

فکر وکړئ  چې د زنا سره څومره  زياتې  ټولنيزې ناروغتياوي نژدې او ژورې اړيکي لري. 


۱- د هر څه د مخه يو زنا کار خپل ځان د خبيثه ناروغيو په لمن کې  ورغورځوي ، او په دې توګه نه  يوازې د خپلو  جسماني ځواکونو ټولنيزو ګټو  ته زيان رسوي ، بلکه  ټولنې  او نسل ته هم زيان اړوي .د سوزاک په هکله هر ډاکټر به  ورته   دا ووايې  چې د متيازو کولو  دلارې دغه ناروغي په  پوره ډول کله هم  نه جوړيږي . د يوه لوی ډاکټرو ينا ده  چې [يو ځل سوزاک  د تل سوزاک ] د هغې څخه ځيګر اغيزمن کيږي ، مثانه ، انثيين او نور غړي  ډير وخت  په رنځ  اخته کيږي او تر څنګ  يې د نورو ناروغيو له پاره هم  زمينه برابروي  او د  تلپاتې  شنډتوب ، شونتيا  هم  ترې  را پيدا کيږي . خو د اتشک د ناروغۍ په هکله  هر څوک  په دې  نه پو هيږي  چې ټول  جسماني نظام  ترې مسموم کيږي ، د سر نه تر پښو پورې هيڅ داسې غړې ، بلکه د  جسم  هيڅ  برخه به داسې نه وي  چې  پرې  ددې موذي ناروغۍ زهر  اغيز و نه کړي . دا ناروغي يوازې  د ناروغ  جسماني  ځواکونه  له منځه نه وړي  بلکه  د مختلفو لارو څخه  نورو بې   شميره غړو ته رسيږي او بيا د همدې ناروغتيا په اساس د ناروغ اولاد  او د هغې د اولاد  اولاد  په دغه بې قصوره سزا محکوميږي .

 د کوچنيانو ، ړندو ، ګونګيانو ، کڼو او کمعقلو  پيدا کيدل د هغه  څو لحظو د خوند اخيستنې يوه معمولي  پايله ده  چې يوه عياش  پلار د خپل ژوند يوه ارزښتناکه  پانګه ګڼلې وه.

(۱)[ اوس په دې څو وروستيو لسيزو کې د زنا بل سوغات  ايډز يا (HIV) دې  چې ټوله نړۍ يې لړزولې ، ددې ناروغتيا نوم مرګ دی اوتر اوسه يې  پوره علاج  نه دې پيدا شوې  (ژباړن )]

۲- په خبيثه ناروغتياو باندې د هر زناکار اخته کيدل حتمې نه دې مګر د هغې اخلاقي  کمزوريو څخه د هيچا خوندې کيدل  شوني نه  دي چې د زنا  سره په لازمي توګه تړلې دې ، بې حيايې،  غولونه ، درواغ ، بدنيتي ، خپل غرضي ، د  نفس  غلامي ، بې صبري ، حيراني ، تلون ، بې ثباتي او بې وفايي دا ټولې د زنا  هغه اغيزې دي چې پخپله د زاني په نفس  باندې  مرتب کيږي .

هغه وګړي چې دغه  ځانګړتياوو ته په خپل ځان کې وده ورکړي نو د هغې د کمزرويو اغيز يوازې د  جنسي معاملاتو تر حده پورې نه را نغښتل  کيږي . بلکه د ژوند په هر اړخ کې د هغې  له  اړخه  دغه تحفه  ټولنې ته  رسيږي . که  چيرې   په  يوه ټولنه کې په ډيرو خلکو کې داسې اوصاف  وده وکړي  نو د هغې په واسطه  هنر (ارټ Art) ، ادب ، تفريحات ، او لوبې،  علوم او فنون  ، صنعت او حرفت ، ټولنه او اقتصاد ، سياست او عدالت ، عسکري خدمت او ملکي انتظام  يعنې هر شي ترې اغيزمن کيږي . په ځانګړي توګه  په  اوسني  نظامو کې  چې د وګړو  يو يو اخلاقي  ځانګړتيا  د ټول ولس  په ژوند کې  منعکس کيږي ، د يو ولس  د ډيرو  وګړو په  مزاج  کې  چې کوم ثبات نه وي د کوم ولس  چې  ډيره کي  چې د وفا ، ايثار  ، په نفس  د کنترول  او دداسې نورو وړو اوصافو څخه عاري وي نو د هغوی په سياست کې به استحکام او ثبات  له کومه راشي ؟ 

۳- د زنا د رایج کولو سره دا هم لازميږي  چې په ټولنه  کې د فاحشه ګرۍ  کاروبار تلپاته او جاري وي لکه په کفري نړۍ کي چي دا کاروبار اوج ته رسېدلی دی او نړیوال حکومتونه یې د اداره کولو څخه عاجزه سوي دي.

څوک  چې دا وايې  چي  يو ځوان ته د تفريح او ساعت  تيرۍ  حق ور په برخه دې نو هغه ددې تر څنګ دا  هم وايې  چې په ټولنه کې دې د ښځو  يوه داسې ډله موجوده وي  چې له هره  اړخه  د پستي او ذلت په اخري مرتبو کې وي ، نو دا ښځي  به  له کومه ځايه راځي ؟ هغوې خو به په همدغه  ټولنه کې را پيدا کيږي ، په هر حال به هغه  حتماً د  چا لور وې اويا به د چا خور .  هغه په لکونو ښځې  چې د يو يو کور ملِکه ، د يوې  يوې کورنۍ بنسټ ايښودونکې او د څو څو کوچنيانو پالونکې  جوړيداي شي ، همغوې   با زار ته راوستلې  کيږي، تر څو د  عمومي  تشنابونو په څير د کوڅه  ډبو سړو د اړتياو د رفع کولو ځاې و ګرځي .  د هغوې څخه د ښځې توب  هغه شريفانه ځانګړتياوې او مقام اخيستل کيږي، هغوې ته د ناز د پلورلو روزنه  ورکول شي ، هغوې د همدې کار له پاره تياريږي  چې خپل محبت  ، خپل  زړه ، خپل  جسم ، خپل حسن او خپلې نخرې هره ګړۍ په يوه نوې ګیراګ باندې  وپلوري ، او د يوه نتيجه ورکونکې او ميوه پيدا کونکې  خدمت پر ځاې ټول عمر د کوڅه ډبو نارينه و د تسکين او نفس  پالنۍ نانځکې (ناوکۍ) ترې  جوړې شي.

۴- د زنا د رایج کولو  څخه د نکاح تهذيبي او قانوني حيثيت ته حتما زيان رسيږي ، ان تر دې چې نکاح له منځه ځي او يوازي او يوازې زنا  پاته کيږي. اول د زنا په لور ميلان کوونکو  ښځو او نارينه و کې  دا صلاحيت  ډير لږ پاته کيږي  چې  صحيح ازدواجي  ژوند تر سره کړي ،ځکه  چې کومه بدنيتي  ، بد نظري  او کوڅه ډبي  په دوې  کې  د زنا له امله  پيدا کيږي اوتر څنګ  يې  په داسې خلکو کې د  جذباتو بې ثباتي او په  نفسي غوښتنو باندې د کنترول  د نه درلودلو کومه  کمزوري وده  کوي هغه د هغې صفاتو له پاره وژونکې زهر دي چې د بريمنده  ازدواجې  اړيکو  له پاره ورته اړتيا  ده .

دا خلک  که د نکاح  په مبارکه رسۍ  کې هم و تړل شي بيا هم د هغوې تر منځ نيک سلوک  ، يو په بل باور او هغه د ميني وفاداره اړيکي هيڅکله هم جوړښت نه مومي چې بهتر نسل ترې وزيږيږي او د خوښيو نه ډکه کورنۍ  جوړه کړي.  

بيا نو چيرته چي د زنا له پاره اسانتياوي وي نو هلته عملا دا نا شونې ده  چې د نکاح  متمدنه  طريقه وده  ومومي ، ځکه کومو وګړو ته چې د مسؤليت د منلو پرته د نفسي غوښتنو د تسکين نورې  مواقع (جنسي مینځي)  ور په برخه وي هغه څه اړتيا  لري چې نکاح  وکړي او په  خپل سر د مسؤليتونو دروند بار ور بار کړي؟

۵- د زنا د جواز او رواج  په واسطه نه يوازې د تمدن ريښې له منځه ځي بلکه په خپله د انسان ريښې  هم غوڅيږي . لکه چې تر مخه مو ثابته کړه چې په ازادانه  جنسي اړيکو کې د ښځې او نارينه و دواړو څخه د هيڅ يوه دا خوښه نه وي او نه کيداې شي  چې د نسل د پايښت خدمت تر سره کړي .
 
۶- کوم کوچنيان  چې د زنا  له لارې ټولنې ته وړاندې کيږي هغوې ته حراميان ويل کيږي .  په نسب کې د حلال او حرام بيلتون يوازې يو احساساتي مسئله نه ده لکه چې ځيني ناپوه  خلک پرې ګمان کوي ، بلکه د ډيرو اړخونو څخه د حرامي کوچنيانو پيدا کو ل پخپله په  کوچني او انساني تمدن باندې يو ستر تيرې دی. اول دا چې په  هغه وخت کې ددې کوچني  نطفه داسې جوړيږي  چې پر مور او پلار  دواړو  خالص حيواني جذبه مسلطه وي . د يوې واده شوې  جوړې  په زړونو کې  چې د جنسي عمل په وخت کې کوم  پاک انساني  جذبات  موجود  وي، هغه هيڅکله هم په ناجايزه توګه يو ځاې شوې جوړې کي موجود نه وي . 
 
دوې خو يوازې  د حيوانيت  جوش  او ولولې سره را يو ځاې کړي وي او د دوی تر منځ   په دغه وخت کې ټولې انساني ځانګرتياوي له منځه تللې وي . په دې خاطر يو حرامي کوچنې د خپل مور او پلار  د حيوانيت وارث وي او بيا هغه کوچنې چې د ښه راغلاست  له پاره يې نه  مور تياره وي او نه پلار ، او هغه پخپله  هم  د يوه مطلوب  شي  په څير نه بلکه  د يوه ناڅاپې غم په څير د والدينو  منځته را لويدلې او د پلار  د محبت او امکاناتو  نه تل بې برخې وي .نو کله  چې  هغه  يواځې د مور يو اړخيزه روزنه و مومي او هغه هم د بې رغبتۍ او نا خوښۍ  په حالت کې.  هغه  ته چې د نيا، نيکه ، کاکا  ، ماما او د کورنۍ  د نورو غړو پالنه    ور په برخه  شوي نه  وي ، نو هغه په  هر حال د يو ناقص او  نامکمل انسان په څير وده کوي.   نه هغه  صحیح کريکتر  پيدا کولی شي او نه يې  صلاحيتونه را برسيره کيداې شي،  او نه  ورته د پرمختګ او کار کولو پوره پوره وسايل مهياوي . هغه پخپله هم ناقص ، بې وسيله او بې يارو مددګار او مظلوم  وې او د تمدن له پاره  هم  دومره ګټور نه ثابتيږي  څومره چې هغه د حلالي په صورت کي د تمدن له پاره ګټور ثابتيداې شو.

د ازادو  شهوت پالونکو له  آنده د کوچنيانو د ښوونې او  روزنې  له پاره يو  ولسي نظام ته اړتيا ده  تر څو کوچنيان د والدينو د ازادانه اړيکو له لارې وزيزيږي او ولس د هغوې روزنه وکړي او د تمدن د خدمت له پاره يې تيار  کړي . ددې خبرې  څخه  ددې خلکو موخې دا دې  چې د ښځو او نارينه و ازادي او د هغوې و ګړيز ژوند خوندي وي او د هغوې نفساني غوښتنې د نکاح په بنديزونو کې د را بنديدو پرته د نسل د توليد او د هغوې د روزنې  اړتياوې تر سره  شي . خو دا ډيره  عجيبه خبره ده ، هغه وګړو ته  چې د اوسني نسل  وګړيز ژوند دومره ګران دې هغوې د راتلونکې نسل  له پاره  د ولسي روزنې  يا دولتي تربيې د داسې سيستم وړانديز کوي چې په هغه  کې د انفراديت د ودې او د شخصيت د ارتقا   هيڅ امکان نه شته . په دغسې يوه سيستم کې چې په زرګونو او  لکونو کوچنيان  په يوه وخت  د يوې نقشې، يوې قاعدې او يو رنګ  اصولو  لاندې  روزل کيږي  هلته د  کوچنيانو انفرادي  ځانګړتياوې نه نمو کولاې شي  او نه را څرګنديداې  شي . هلته  خو د هغوې تر منځ يو شان والې او مصنوعي برابري  پيدا کيږي . ددې کارخانې څخه  به  په هماغه توګه  د يوه ډول  شخصت لرونکې کوچنيان  راوځي لکه څنګه  چې د کومي کار خانې څخه د اوسپنې پرزې په يوه ډول قالب کې  اچول شوي وي. 

( ددې اخلاقي پستۍ د حمایت تر شا شیطاني سیاستونه لوی لاس لري ځکه هغوی غواړي داسي بې سر او بې پناه تش په نامه (حرامي) انسانان تر خپلي ولکې لاندي راولي چي هغوی بېله حیواني غوښتنو پرته نور هیڅ احساسات ونلري، په دې ډول دغه شیطاني دولتونه غواړي په دغه ډول حیواني نسلونو جنګونه وکړي، خپل فوج او عسکر ترې جوړ کړي او بیا مظلوم ملتونه یرغمل او وځپي. معلومه خبره ده چي دغه ډول نسل چي پر هر لور سوق کوي ورسره ځي او چي هر حکم ورته کوې بېله تفکره هغه عملي کوي څو خپلو شیطاني سیاستونو او اهدافو ته په اسانۍ ورسیږي. )

دوې غواړي د باټا د بوټانو په  څير انسانان تيار کړي ، هغوې  ته دانه ده معلومه چې د کوچني د شخصيت جوړول يو ډير ظريف هنر دې او دا هنر يوازې  په يوه وړوکې کارخانه کې صورت نيسي ، هلته  چې د هر مصور توجه يوازې او يوازې  په يوه تصور باندې متمرکزه وي. په يو لوېه کار خانه کې ، چيرته چې مزدوران  يو ډول عکس  د لکونو   په شمير کې تياروي  نو هلته به  دا  هنر  (Art)    د پر مختګ  او ترقۍ په ځاې  غارت کيږي او له منځه به ځې .
 
بيا د ولسې  ښوونې او روزنې په دغه ډول سيستم کې به تاسې ته دداسې کار کوونکو اړتيا پيدا کيږي  چې د ټولنې له اړخه د کوچنيانو د روزلو کار په  غاړه  واخلي او دا هم په ډاګه ده چې  دداسې خدمت د تر سره کولو له پاره داسې کارکونکې موزون اوبرابر وي چې په  خپلو غوښتنو او جذباتو باندې کنټرول  ولري او  د اخلاقي انظباط  خاوندان اوسي . او که نه نو هغوې به په کوچنيانو  کې څه ډول اخلاقي انظباط را پيدا کړي.

  اوس  پوښتنه داده  چې  داسې وګړي به تاسې  له کومه راوړئ ؟ تاسې خو ولسي ښوونه او روزنه د همدې له پاره  جوړول غواړئ چي ښځې او نارينه د خپلو نفسي غوښتنو د پوره کولو له پاره ازاد پريښوول شي او په دې ترتيب  تاسې په ټولنه کې د اخلاقي  انظباط او نفسي غوښتنو د کنټرول تخم  له منځه  وړئ  نو بيا به د ړندو په کلي کې د سترګو او ليد خاوند څنګه پيدا شي ؟ او څوک به  نوې نسل ته د سمې  لارې  لارښوونه  وکړي؟

۷- د زنا له لارې  چې کوم خپل غرضې  انسان  يوه ښځه د کوچني مور جوړه وي نو ددې ښځې  ژوند د تل  له پاره تباه کيږي او پرې د ذلت ، عمومي نفرت او د مصيبتونو داسې  غر را لويږي  چې بيا په ټول ژوند کې ددې ستر  بار نه  سر  نشې را ويستلاې .

 نوې اخلاقي  اصولو  ددې ستونزې حل داسې وړاندې کړې چې هر ډول  موروالې ته برابر حق ورکړل شي که هغه د نکاح په بند کې وي او يانه .  ويل کيږې چې مور والې په هر حال د احترام وړ دی .او دا چې کومې نجلۍ د خپلې ناپوهۍ او سادګۍ په اساس د مور والې دروند بار په غاړه اخيستې وي نو  دا به په هغې  ظلم او تيرې وي چې ټولنه هغه  د طعن  او لعن  لاندې و نيسي . (او اولاد به یې هم هر وخت په ټولنه کي تر طعن او پېغور لاندي راځي)
لمړۍ خود ا حل داسې دې  چې په  هغې کې  که فاحشه ښځو ته هر څومره ارا متياوې  وي خو د ټولنې  له پاره  په هر اړخيزه توګه يو مصيبت دې.

 ټولنه  چې په فطري توګه د حرامي  کوچني مور ته د کوم ذلت او نفرت په سترګو ويني هغه له يوه اړخه وګړي د ګناه او بدکارۍ څخه منع کوي او د  بله اړخه دا پخپله ټولنه کې د اخلاقي حس او شعور ژوندي پاته کيدو يوه  نښه ده. که  چيرې د حرامي او حلالي کوچنيانو ميندې  برابرې و ګڼل شي نو د هغې معنا داده  چې  د ټولنې څخه د خير او شر ، نيکۍ او بدۍ ، ګناه  او ثواب  تو پير  له منځه  تللې او که فرض کړو  چې دا کار دې وشي نو  ايا  په ريښتيا سره به هغه ستونزه حل شي  چې د يوه حرامي کوچني مور ته را پيښيږي ؟

تاسې په خپل خيال کې د حلالي او حرامي کو چني ميندې برابرې او مساوي  ګڼلاې شئ خو فطرت  هغوې دواړو ته مساوې  حق نه ورکوي او په حقيقت کې هغوې هيڅکله هم مساوې کيداې نه شي ، د هغوې مساوات د  عقل ، منطق ، انصاف  ، حقيقت او  هر شي پر خلاف دې .

 اخر هغه بې  عقله ښځه  چې د خپلې  شهوانې  غريزې په ليونتوب کې يې خپل ځان  د داسې خپل  غرضه سړې  په واک کې  ور وا چاوه چې نه دهغې او  نه د هغې د کوچني  کفالت  ته تياروي ، څنګه به د هغې پوهې او عاقلي ښځې  په څير وګڼل شي  چې خپل  جذبات يې تر هغه وخته  پورې  تر ولکې  لاندې   کړي وي  تر څو  چې ورته  يو مسؤل  او  ذمه وار سړې نه وې پيدا شوې ؟ 

نور بیا....
 

 د زنا نور بې شمېره زیانونه

د زنا اړوند نور معلومات

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته