د وکالت تعريف : بل څوک د خپل ځان پر ځاى د يو معلوم او جائز کار په کولو کي درول د وکالت په نامه ياديږي .
د وکالت اصطلاحات :
مُوَكِّل: مُوَكِّل هغه چاته وايي چي خپل کار بل ته سپاري .
وَكِيلُ : وَكِيلُ هغه چاته وايي چي بل څوک کار ورته سپاري .
مُوَكَّل فِيهِ : مُوَكَّل فِيهِ هغه کار ته وايي چي بل ته سپارل کيږي مُوَكَّل بِهِ هم ورته وايي .
تَوكَيْل : بل ته د کار سپارنه توكَيْل بلل کيږي .
مثال : زيد بکر ته ووايي : دا زما موټر لږ تر لږه په دوه لکه افغانۍ را خرڅ کړه ، بکر ومنل او موټر يې په همدې قيمت ور خرڅ کړى .
په پورتني مثال کي زيد کولاى سول چي خپل موټر يې پخپله خرڅ کړى واى ، ځکه مالک يې دى خو ده د خپل موټر د خرڅولو دنده بکر ته وسپارل او بکر يې غوښتنه ومنل ، موټر يې په هغه اندازه پيسو ور خرڅ کړى څونه چي اختيار يې ورکول سوى وو .
پدې مثال کي زيد مُوَكِّل دى ځکه د خپل موټر د پلورلو دنده يې بل ته وسپارل .
بکر وَكِيلُ دى ځکه زيد د خپل موټر د خرڅولو کار ورته سپارلى دى .
د موټر خرڅول مُوَكَّل فِيهِ دى ځکه د همدې کار د اجرا کولو د پاره زيد بکر خپل ځاى ناستى ګرځولى دى او خپله همدې تړون ته وکالت وايي.
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي