تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په لوښي کي څا کښل او مات لوښی
 
  October 6, 2016
  0
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 د یوه لوښي د مات ځای څخه اوبه چښل

«نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم  عَنِ الشُّرْبِ مِنْ ثُلْمَةِ الْقَدَحِ وَأَنْ يُنْفَخَ فِى الشَّرَابِ». [رواه ابو داود]

یعني: رسول الله صلی الله علیه وسلم  له دې څخه منعه کړې ده چي یو څوک دي د لوښي د مات ځای څخه اوبه و څښي او له دې څخه یې منعه کړې ده چي څوک دي د چښلو په شي کي دي پوه کړي یا ساه وکاږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  موږ له دې څخه منعه کړي یو چي د کونجۍ، ګیلاس، کټوري یا بل هر لوښي له هغه ځایه څخه اوبه وچښو چي هغه ځای مات وي، مثلاً یو لوښی دی چي د څنډي یوه حصه یې ماته ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم  موږ منعه کړي یو چي پر دغه مات ځای خوله کښیږدو او اوبه و چښو، دا ولي؟

ځکه روغ لوښی چي پرېولل کیږي په آساني سره پاکیږي، مګر په مات سوي ځای کي داسي میکروبونه وده او پرورښت کوي چي ښايي د انسان دپاره ډیر ضررناکه وي، نو که ته د دغه مات ځای څخه چښل کوې نو ته د اوبو سره دغه میکروبونه هم چښې. (سبحانک یا رب!)

د خوړو په لوښي کي پوکل یا ساه کښل

په مخکني ذکر سوي حدیث شریف کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  موږ له دې څخه هم منعه کړي یو چي د چښلو په لوښي کي پوه کړو یا ساه وکاږو.

همدارنګه په هغه حدیث شریف کي چي ابن ماجه یې د عبدالله بن عباس رضی الله عنهما  څخه روایتوي وايي: 

«نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم  أَنْ يُنْفَخَ فِى الإِنَاءِ». [رواه ابن ماجه]
یعني: رسول الله صلی الله علیه وسلم  له دې څخه منعه کړې ده چي څوک دي د چښلو په لوښي کي ساه وکاږي.

په ویل سوو احادیثو کي موږ مسلمانان له دې څخه منعه سوي یو چي په یوه لوښي کي ساه وکاږو، دغه په لوښي کي ساه کښل دوه شکله لري: 

- یو دا چي پر یوه شي پوه کړو، یعني که ستا سره تاوده خواړه یا د چښلو یو تود شی موجود وي په پوکلو سره یې مه سړوه.

- بل دا چي د چښلو په لوښي کي ساه وکاږې، یعني که زموږ څخه یو څوک غواړي چي اوبه وچښي اوبه دي وچښي خو ساه دي تر لوښي دباندي کاږي، دوهم وار دي بیا اوبه وچښي او ساه دي تر لوښي دباندي وکاږي. 

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  موږ له دغو دواړو کارو څخه  منعه کړي یو چي د چښلو په لوښي کي ساه وکاږو، یا تاوده خواړه یا د چښلو تود شی په پوکلو سره سوړ کړو.  

دا ولي او په څه سبب؟

ددغه په جواب کي ډاکټر عدنان (البار) په سوډان کي د ځینو متخصصو ډاکټرانو یو بحث او څېړنه مطالعه کړې ده او وايي: 

په سوډان کي یوه منطقه ده چي د دغه منطقې خلک د چښلو د پاره د یوه خاص مشروب عادت لري او دا یې خوښه ده چي دغه مشروب ډیر تود و چښي، خو کله کله ځيني کسان غواړي چي دغه شی سوړ کي او وې چښي، نو دغه مشروب په پوکلو سره سړوي.

ډاکټرانو ولیده چي په دغه منطقه کي د کُلمو د سِل ناروغي نشر ده، کوم وخت چي ډاکټران د دغه ناروغۍ په سبب پسي وګرځېده وې لیده چي د دغه سِل سبب د رسول الله صلی الله علیه وسلم  له امره څخه مخالفت دی، هغه دا چي دوی دغه مشروب یا د چښلو شی په پوکلو سره سړوي.

څرنګه چي د ځینو خلکو په سږي کي د سِل میکروب موجود وي خو و دغه شخص ته ضرر نه رسوي مګر کله چي دغه سړﺉ په لوښي کي پوه کړي نو دغه میکروب د پوکلو له لاري دغه لوښي ته ورسي، او تاسي پوهېږی چي د سِل میکروب د حرارت په مقابل کي ډیر زیات مقاومت لري او کولای سي چي د حرارت په یو سل او شل درجه  (۱۲۰) کي ژوند وکړي، تر داسي اندازې چي دغه میکروب په ایشولو سره هم نه مري، اوبه ایشي او دغه میکروب په هغو اوبو کي ژوندی وي نه مري.

نو دغه میکروب د پوکلو له لاري لوښي ته ورسي او د لوښي څخه کُلمو ته ولاړ سي، نو ځکه د دغي منطقې ډیر خلک د کُلمو په سِل اخته دي، یواځي دا نه بلکه خواړه چي پوه کړل سي د انسان د تنفس څخه ځيني نور میکروبونه د دغه لوښي په یخه حصه پوري ومښلي او کله چي خواړه یا د چښلو شی یخ سي هغه میکروب و هغه شي ته ورنقل سي بیا چي کوم څوک دغه خواړه وخوري یا یې وچښي دغه نور میکروبونه هم و هغه انسان ته ورنقل سي.

اوس پوه سواست چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ولي موږ منعه کوي چي خواړه یا د چښلو شی په پوه کلو سره مه سړوی؟ او ولي موږ منعه کوي چي د اوبو په لوښي کي ساه مه کاږی، د اوبو چښلو په وخت کي هر وار ساه دباندي کاږه او بیا اوبه چښه. 

ان شاء الله تعالْی اوس به د دغه منعي په حکمت او مقصد پوهېدلي یاست.

د منګي یا لوښي د خولې څخه اوبه چیښل

بیا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم  موږ له دې څخه منعه کړي یو چي د منګي یا د اوبو د لوښي د خولې څخه اوبه وچښو، مثلاً یو نفر د اوبو منګی یا د اوبو جیک پر سر پورته کوي یا خوله پر ایږدي اوبه چښي، بیا بل نفر دغه منګی یا جیک پر سر پورته کوي او اوبه چښي، بیا بل نفر، یعني دغسي په ګډه سره د یوه لوښي څخه چښل منعه دي.

محترم شیخ عبدالمجید وايي ما د ډاکټر جون لارسون څخه پوښتنه وکړه: که د اوبو د لوښي د خولې څخه په ګډه سره اوبه وچښل سي څه پیښیږي؟ یعني د اوبو لوښی دی هر یو راځي خوله پر ایږدي یا یې پر سر پورته کوي څه پیښیږي او څه ضرر لري؟

ډاکټر و ویل: اول نفر چي د دغه لوښي څخه اوبه وچښي، د چښلو په وخت کي په دغه لوښي کي ساه کاږي او د ساه کښلو سره هغه میکروبونه چي د ده سره موجود وه و دغه لوښي ته ورنقل کیږي او بیا د چښونکي د خولې څخه ناړي او هغه فُضلات راوزي چي په هغه کي ځيني خواړه پاته دي او دغه فضلات په دغه لوښي کي پاته کیږي، بیا چي دوهم نفر د چښلو دپاره راسي هغه هم دغسي کوي.

څرنګه چي په اوبو کي د میکروبو د پاره غذاء نسته او په خپله په اوبو کي جراثیم وده یا پرورښت نه سي کولای، ځکه غالباً اوبه پاکي وي، خو کله چي انسان د منګي یا د اوبو د لوښي د خولې څخه اوبه وچښي دﺉ و دغه اوبو ته غذايي مواد ور زیاتوي چي دغه مواد د میکروب د ودي او پرورښت د پاره موقع برابروي، نو دغه اوبه د هغه چا د پاره چي د اوبو د چښلو د پاره وروسته راځي ضررناکه او مریضوونکي سي.

ماخذ: طب او اسلام
 
 
---------------------------------------------
 
د حیواناتو د حلالولو سِر او ګټه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته