تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلامي ورورولۍ کي د داخلیدو درې شرطونه
  تعلیم الاسلام
  October 25, 2016
  0
رالېږونکی: عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
(فَإِنْ تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ وَنُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ.) سُوۡرَةُ التّوبَة: ۱۱  
نو كه دوى توبه وکړي، لمونځ قائم کړي او زكات ورکړي؛ نو ستاسي ديني وروڼه دي او د پوهېدونكو لپاره موږ خپل حكمتونه تشريح كوو.
دي آیت واضحه کړه چي په اسلامي ورورولۍ کي د داخلیدو لپاره درې شرطونه دي:
 
اول: د کفر او شرک څخه توبه
دوهم: لمونځ
دریم: زکوة
 
ځکه چې ایمان او توبه خو یو پټ کار دئ چي د حقیقت يې عامو مسلمانانو ته علم نه شی کیدی، په دې وجه یې ددې دوو ظاهري نخښې بیان کړې یعني لمونځ او زکاة.
 
حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه فرمایي چي دی آیت د اهل قبله مسلمانانو وینه تویول حرام کړي دي. یعني کوم خلک چې د لمانځه او زکوة پایبنده وي او د اسلام خلاف څه کار او خبره د دوی څخه ونه شي نو دوی به په ټولو احکامو کې مسلمانان ګڼل کیږي. که څه هم د دوی په زړه کې صحیح ایمان نه وي یا نفاق وي. حضرت صدیق اکبر رضی الله عنه د نبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه وروسته د زکوة څخه پر انکار کوونکو باندي د جهاد کولو د پاره ددې آیت څخه دلیل ونیوی او صحابه کرام یې مطمئن کړل. (ابن کثیر)
 
تـفسـیر معـارف الــقرآن ، ټوک ۴ پاڼه ۸۹ - ۸۲ - ۸۳ سورة التوبه پنځم آیت او یولسم آیت، المکتبة الحبیبة
لیکنه: مولانا مفتي محمد شفیع رحمه الله
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته