لیکنه : مولوي عنایت الله علمي صاحب / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د ځينو اصحاب کرامو څخه روایت دی وایي: د يمامې په جنګ کي پر سالم مولا ابي حذيفه په داسي وخت او حال کي ورغلم چي د وژل سوو یا شهید سوو کسانو په جمله کي پروت ؤ خو آخري ساري پکښې وې، نو مي ورته و ویل:اوبه درباندي وچښم؟ ده و ویل: لږ مي د دښمن طرف ته ورکش کړه او اوبه زما په سپر کي راته کښېږده ځکه زما روژه ده، که تر شپې پاته سوم و به يې چشم.
موږ او تاسي باید خپل حال ته متوجه سو، نفلې روژې خو څه کوې بلکه ځیني کسان فرضي روژې هم نه نیسي.
ماخذ : حکمتونه او عبرتونه
www.taleemulislam.net