اَلْحَمَدُ الله رَبِ الْعَالَميْنَ وَ الصَلوةُ و السَلامُ عَلى رَسُوْلِهِ الْکَرِيْمِ وَ بَعْدُ :
د فقه المبتدي په اول ټوک کي مو عبادات يعني د لمانځه ، زکات ، روژې او د حج احکام په لنډ ډول ولوستل او د فقه المبتدي په دوهم ټوک کي مو د نکاح اړوند او ځيني نور احکام ولوستل . د فقه المبتدي په دريم ټوک کي د بيعي ، وکالت ، کفالت شراکت ، مضاربت ، شفعي ، اجارې او د يو لړ نورو معاملاتو احکام بيانيږي . ښکاره خبره ده چي دا ټول هغه معاملات دي چي انسان په خپل ورځني ژوند کي اړتيا ورته لري ، ځکه انسان په خټه او طبيعت کي مدني دى ، د نورو انسانانو سره ګډ ژوند ته اړتيا لري يو کس لا هم د دې توان نه لري ، چي د ژوندانه ټولي اړتياوي لکه خواړه ، جامې ، درمل ، هستوګن ځاى او داسي نور دي پخپله په يوازي سر ځان ته تيار او برابر کړاى سي .
بلکي هر انسان انساني ټولني ته اړتيا لري ، تر څو د ژوندانه اړتياوي ځني پخپل لاس ځان ته تياري کړي او ځيني نوري بيا د خپل منځي معاملاتو لکه بيعي ، اجارې ، عاريت او داسي نورو تړونو د لاري پوره کړي .
د دغو معاملاتو شرعي حيثيت پيژندل او هم يې د شرعي اصولو مطابق انجامول د هر مسلمان وجيبه ده ، نو ځکه د فقه المبتدي د دريم ټوک يعني د معاملاتو لوستل هم د لومړي او دوهم ټوک په شان د عامه خلکو او مبتدي طالبانو د پاره ډېر مهم او ګټور دى .
و الله ولي التوفيق .
د پيل خبري
د انسانانو خپل منځي معاملات لکه رانيول او خرڅول شرعاً هغه وخت معتبر بلل کيږي چي د هغوي په خوښه او اراده انجام ومومي . ځکه يو شى د يوه د ملکيت څخه د بل و ملکيت ته په پيسو يا مفت هغه وخت نقليږي چي مالکان يې په خپله خوښه او اراده وکړي . دغه ډول د يوه د شي څخه بل څوک په پيسو يا په وړيا ډول هغه وخت جائزه ګټه اخيستلاى سي چي دوى په خپله خوښه د همدې ډول کولو اراده وکړي .
خوښي او اراده د زړه کار دى ، د خلکو په زړونو يو الله خبر دى ، نو ځکه د معامله کونکو هغه وينا يا کار چي همدا خوښي او اراده ښکاره کوي ، د هري معاملې د صحت د پاره مدار بلل کيږي . دا ډول ويناوي د فقهي په اصطلاح کي د ايجاب او قبول په نامه ياديږي . د دې څرګندونو څخه جوته سوه چي ايجاب او قبول د هري معاملې رکن دى ، د انسانانو خپل منځي معاملې بېله ايجاب او قبول څخه کېدلاى نسي ، نو د هر څه وړاندي پر ايجاب او قبول ږغيږو ، څو را ته معلومه سي چي ايجاب او قبول په کومو صيغو صحيح کيږي او د چا ايجاب او قبول ته اعتبار ورکول کيږي .
ځيني عام اصطلاحات
عَقْدُ : عَقْد تړون ته وايي ، تَعَاقُد بيا يو د بل سره تړون کولو ته وايې .
عَاقِدْ : عَاقِد تړونکي ته وايي ، عَاقِدَانِ او عَاقِدَيْنِ يې تثنيه ده ، دغه دول مُتَعَاقِدَيْن او مُتَعَاقِدَانِ هم ورته وايي .
مَعْقُود عَلَيْه : مَعْقُود عَلَيْه هغه شي ته وايي چي تړون باندي کيږي .
اِنْعِقَادُ: د تړون وکېدلو ته اِنْعِقَاد وايي ، تړون چي وسي نو هغه ته وايي تړون مُنْعَقِد سو .
د مثال په ډول : که زيد پر بکر موټر خرڅوي زيد او بکر عَاقِدَيْن يا مُتَعَاقِدَيْن بلل کيږي ، موټر مَعْقُود عَلَيْه بلل کيږي ، د دوى دوو تر منځ دې تړون ته عَقْد او تَعَاقُد وايي . څه مهال چي د دوى دوو تر منځ سودا وسي ، هغه ته د بيع اِنْعِقَاد وايي يعني د زيد او بکر ترمنځ د بيع تړون مُنْعَقِد سو .
ماخذ: فقه المبتدي- معاملات