تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موږ ان شاء الله کامیابه کیږو!
  تعلیم الاسلام
  June 4, 2017
  0

 ژباړه: انورالدين "نور" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
ناکامي ډېر ځله موږ مايوسه او بې حرکته کوي او که چيري تکراراً د ناکاميو سره مخامخ سو, نو په روحي تکليفونو باندي اخته کېدای سو او پر ځان کامل باور له لاسه ورکوو. مايوسي او زړه ماتيدل زموږ د ذهن او دماغ تر ټولو ستر دښمنان دي. د مايوسۍ زنګ د زړه ويښتيا او روښانتيا له منځه وړي او يو ژوندى فرد په يو مړ ژواندي کس بدلوي.
 
 په الله  عزوجل باندي ايمان درلودل موږ په هر ډول ستونزمن حالت کښي فعاله او د حالاتو سره د مقابلې وړ ګرځوي. 
 
راځئ! چي مايوسه نه سو، راځئ! تر هر واري لوېدلو او ښويدلو وروسته ځان را پورته کړو! پوهيږم، چي په سخت حالت کښي ځان ډاډه او فعاله ساتل اسانه کار نه دی، خو په الله عزوجل  باندي قوي ايمان لرل او په خپل ځان باور موږ بې له شکه په هر ډول حالاتو کښي د مقابلې جوګه کوي او د ناخوالو او ناکاميو په وړاندي راته طاقت او انرژي راکوي، خو ددې سره - سره که غواړو، چي د ستونزمنو حالاتو په وخت کښي په ځان باور له لاسه ورنه کړو، نو بايد هغه خلګو ته وګورو کوم چي په سختو حالاتو کښي لا د مبارزې څخه لاس په سر سوي نه دي او په کړاوونو کښي ځان آرام او متکي احساسوي. 
 
راځئ! چي په خپل چاپيريال کښي هغو خلګو ته فکر وکړو، چي د ډېر غربت او در به دری سره - سره بيا هم همت له لاسه نه ورکوي او د ژوند د سختيو سره په مبارزه بوخت دي! 
 
راځئ! هغو کسانو ته وګورو، چي الله د بدن د اعضاوو څخه محرومه کړي، خو لا هم د خوشحاله او ارام ژوند له پاره شپه او ورځ لګيا دي. 
 
راځئ! په خپله ټولنه کي يو واري هغو يتيمانو او کونډيانو ته ځير سو، چي د ژوند ټولي چاري ئې د بل پر اوږو دي او غټ ارمان ئې يوازي د ژوند د لومړنيو ضرورتونو پوره کول دي. 
 
راځئ! چي پر خپل شاوخوا هغه اوږدمهاله او نه رغېدونکو ناروغانو ته وګورو، چي هره ورځ ئې ژوند د درد او کړاو سره وي، خو موږ د روغ صحت خاوندان يو. 
 
په پای کښي راځئ! چي هغه خوار او رنجيده انسانانو ته وګورو، چي د يو عالم ستونزو سره- سره بيا هم د خپل متعال رب له درباره څخه نه دي مايوسه سوي، هغوی پر هغه څه قانع دي کوم چي الله سبحانه وتعالی ئې ورکوي او يا ئې ځني اخلي. 
که چيري موږ په هر حال کښي د همت او غيرت پړى له لاسه ور نه کړو او د ژوند دغه سفر ته په شوق ادامه ورکړو او خپل ژوند د الله يو ستر نعمت وگڼو، نو د الله جل جلاله  رحمت او د ژوند په ټولو ډګرونو کښي به مو برى په برخه وي، نو مه پريږدئ! چي ستونزي او ناکامۍ ستاسو د خوښيو او برياليتوبونو مخه ونيسي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته