تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فلسطین اشغال ۷۶ کلن سو
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 27, 2024
  0

لیکنه: فرید احمد مبارز/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د فلسطین اشغال ۷۶ کلن سو


صهیونیستانو د ۷۶ کلونو راهیسي د مځکو په غصبولو او د بیرې خپرولو ته دوام ورکړی دئ، په سلګونو پوستې یې جوړي کړي دي او فلسطینیان هیڅ ډول آرام ژوند ته نه پریږدي، ۷۶ کاله وروسته په اشغال سوي فلسطین کي یوازینۍ بدلون هغه پرمختللې ټیکنالوژي ده، چي کورونه، ښوونځي، روغتونونه بمباروي او د نه ویلو وړ جنایتونه ترسره کوي، لکه ډله یيز قبرونه چي د صهیونیستي یرغل څخه څو اونۍ وروسته د روغتونونو پر مځکه وموندل سول. اجباري بې ځایه کیدل، اجباري لوږه او د یوې فعالي ټولني د جوړښتونو په ټولیزه توګه راپرځیدلو په غزه کي تر ټولو وحشتناک حالت رامنځته کړی دئ. اووه (۷) میاشتي کیږي، چي زموږ د سترګو وړاندي ټولوژنه کیږي او دا په تیرو ۷۶ کلونو کي پر فلسطینیانو باندي سوو ظلمونو ته یو لنډه کتنه ده. د وحشي اشغال بدرنګه او بې پردې څهرې اوس اسلامي اُمت راویښ کړی دئ، د مراکش څخه تر مالیزیا پوري اسلامي اُمت تیار دی او حرکت کوي، د غرب د درواغو ستني ولړزیدې، مسلمانان د فلسطین د مسلې د حل لپاره د غرب څخه هیڅ هیله نه لري، غربي استعمار د پردې تر شا د اسلامي اُمت د لومړۍ قبلې د لوټلو پلان جوړ کړی وو، داسي یو پلان چي د عامو خلګو د احمقولو لپاره طرح سوی وو، چي خلګ فکر وکړي دا د وخت خبره ده او له دې وروسته به سوله راسي، مسلمانان، عیسویان او یهودیان به څنګ پر څنګ ژوند وکړي.


په فلسطین کي صهیونیستي دولتونو د لوري د نړیوالو قوانینو څخه سرغړوني کړي دي، دوی لا هم د فلسطین پر مسلمانانو د اشغال او سخت ظلم په حل کي دي، دوی په دې سپبڅلې خاوره کي د اوسیدونکو وضعیت او حالت خراب کړی دئ، اشغال یې اوږد کړی دئ، د حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه خلافت فلسطین فتح کړ، سلطان صلاح الدین د صلیبیانو څخه د فلسطین د ازادولو لپاره پوځونه واستول، عبدالحمید ثاني فلسطین د صهیونیستانو د مځکي د غصبولو د هڅو وژغوری، مګر اوس فلسطین تر اشغال لاندي دئ.


یهودي دولت د تاسيس اصل یې یو داسي پیدایښت دئ، چي د اسلامي نړۍ زړه یې سوری کړی دی، هماغسي وينه یې تويې کړه، د ۱۱مي پیړۍ د صلیبي جګړو پر مهال په دې سپیڅلې خاوره کي صهیونیستانو ترهګرو مسلمانان د خپلو کورونو څخه وشړل، کلي یې ور وسوځول، بې ګناه نارینه، ښځي او ماشومان د اشغالګرو صهیونیستانو له خوا ووژل سول، دوی د اروپا څخه ددې مقدسي مځکي د دعوې لپاره راغلي وو، د نړۍ له ګوټ - ګوټ څخه په زرګونو یهودانو ته هغه مځکي ورکړل سوې چي په مسلمانانو پوري یې اړه درلوده، فلسطین د اشغال او ظلم ځای سو، هغه فلسطینیان چي په زور وتلو ته اړ سوي وو، هیڅکله د بیرته ستنیدو اجازه ور نه کړل سوه. 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته