لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عَنْ عَمْرِو بْنِ مُرَّةَ ، عَنْ أَبِي الْبَخْتَرِيِّ الطَّائِيِّ ، قَالَ : أَخْبَرَنِي مَنْ سَمِعَهُ مِنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ : لَنْ يَهْلِكَ النَّاسُ حَتَّى يُعْذِرُوا مِنْ أَنْفُسِهِمْ.
[مسند احمد 18289]
ژباړه: عمرو بن مره د ابي البختري الطائي څخه روایت کوي چي هغه وایی: زه خبر کړم هغه چا چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يې اورېدلي وه چي هغه وفرمایل: خلګ تر هغه وخته پوري نه هلاکیږي تر څو چي د خپلو ځانونو څخه او په خپلو لاسونو باندي عذرونه پیدا نه کړي.
یعني ډېر ګناهونه کوي تر څو د عذاب وړ وګرځي او دوی ته عذاب ورکوونکی معذور وشمېرل سي او ددوی د عذابولو لپاره دلیل او توجیه پیدا سي.
او یا هم هدف ورڅخه دا دی چي دوی ګناهونه کوي او د خپلو ګناهونو لپاره فاسد دلائل وایي او د ځانه څخه توجيهات ورته جوړوي تر څو معذور وشمېرل سي او خلګ یې ملامت نکړي.
ماخذ : اسلامي مقالې
www.taleemulislam.net