تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
چاته پیغور مه ورکوه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 2, 2023
  0

لیکنه: زینب دُورانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

چاته پیغور مه ورکوه

 

یو چا ته پر تېر سوي ژوند او تېرو سوو غلطیانو  پیغور مه ورکوه؛ الله مکړه د هغه تیر سوی ژوند ستا آینده جوړه نه سي.


داسي هیڅ انسان نسته چي غلطي دي ونه کړي؛ ځکه انسان عاجزه دئ او د هر انسان سره شیطان سته، کله کله انسان په یو کار پوهیږي، چي غلط دئ او باید وې نه کړي، خو د هر څه سره سره بیا هم هغه کار تر سره کوي چي دا د الله د طرفه امتحان او ددې شخص لپاره یو ستره تجربه ده.


هیڅ چاته نه ښایي چي بل انسان ته د هغه د غلطیو پیغور ورکړي، ځکه چي دا کار دواړو اشخاصو ته تاوان لري.


تر پیغور ورکولو وروسته


 چا چي غلطي کړې وي هغه شخص د کمترۍ احساس کوي، پر ځان باور د لاسه ورکوي، د شرمندګۍ احساس کوي او په زړه کي ئې حسد کینه او نفرت پیدا کیږي.



پیغور ورکول په ټولنه کي د تضاد او بې اتفاقې سبب کیږي، په ټولو زړونو کي چي نفرت او حسد وي نو هیڅکله به یو د بل سره په خوشحالي او نبوي اخلاقو مثبت چلند ونه کړي.

 

چاته پیغور مه ورکوئ تر څو تاسي د پیغور څخه خوندي پاته سئ.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته