لیکواله: انیسه «غزنوی» / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
هغه وخت چې مغرور قدرتونه د مستحق پر مری پښه کیږدي او د رقیبانو کړسنده خنداګاني د شپې په تیارو کې انګازی کوي..... اوښکي تویږي ...
هغه وخت چې ببر سری او پښې لوڅی یتیم د قبر خواته ناست او پوهیږي چې تر دي وروسته داسې څوک نه لري چې دده پر سره د زړه سوی او همدردی لاس را کاږي..... اوښکي تویږي.
هغه شیبه چې د مظلومو شهیدانو د وینو سپیڅلي څاڅکي خرڅیږي او د باتورو اتلانو مډالونه د نا اهلو د غاړي امیل شي..... اوښکي تویږي.
هغه مهال چې ماښام شي، توره تیاره شي، حقیقت او رڼا زندی شي، بلې ډیوې مړې شي... اوښکي تویږي.
هغه وخت چې په تیاره شپو کې سرګردانه قافلې د خپل منزل لوری ورک کړي او هغه وخت چې انسان د ژوند له ستومانیو ستړی شي او راتلونکي ټولي هیلي یې زندۍ شي.... اوښکي تویږي.
دا اوښکي په ژوندیو شیانو کې د هر شي د احساس په اندازه اغیزه او عمل کوی او په هغه ځمکه کې ښایسته او میوه داره بوټي زرغونوي چې هلته د حیات ماده او ژوندي ذرات موجود وي، په شنډه ځمکه او وچ ډګر کې هیڅکله هغه تاثیر نشي کولای چې په باغ او بڼ کې یې کوي.
هو! بارانونه دي چې سیلابونه خوځوي او دریابونه دي چې د بهیر لاره ټاکي، پریږدئ چې بارانونه واوریږي او تالندې خورې کړي پریږدی چې تندرونه را ولویږي او مغرور قوتونه چې له خاورو را پورته شوي یو ځل بیا له خاورو سره خاورې کړي.
هو! د اوښکو لاره مه بندوی.. که ژړا نه وای هیچا به نه و خندلي په ژوند کې خطرناک او مدهوش حالت دا دی چې اوښکي ارزانه شي، د اوښکو د ارزاني علاج د پسو د ارزاني غوندي نه دی چې د اقتصاد کوم ماهر یې علاج وکولای شي او نه د زراعت متخصصان په دې کار پوهیږي، بې دردې په یو قوم او جامعه کې داسې یو مرض دی چې په علاج یې پیغمبران (علیهم السلام) پوه شوي دي.