په څه ډول چي اسلام د نادارۍ د مسئلې حل او د بې وسۍ او کمزورو او محتاجو د کفالت نظام وړاندي کړی دئ نو د هغه مثل په هیڅ بل اسماني او انساني مروجه قوانینو کي نه تر سترګو کیږي. او اسلام چي په دغه بهیر کي د روزني کوم نظام او رهنمايي ورکړې ده او کومه لارښوونه او انتظامات چي يې ورته کړي دي او بیا ددغو قوانینو او انتظاماتو د اجراء او عملي کولو کومي قاعدې انسان ته ښوولي دي د نړۍ په هیڅ بل قانون او مذهب کي ددې مثال نسته.
دا چي اسلام د غربت د مسئلې حل ته څومره توجه کړې ده او څومره زیات يې ددې اهتمام کړی دئ نو دا اندازه له دې خبري څخه معلومولای سو چي اسلام په خپل ډېر لومړني پړاو کي چي څو په شمار مجبور او بې وسه کسان یې لرل او د اسلام د دعوت د قبلولو د جرم په بدله کي به یې ډول ډول دردونه او ظلمونه پر ځانو تېرول چي نه یې کوم سیاسي وجود لاره او نه ورته کوم اقتدار حاصل وو په داسي حال کي یې د غریبانو په طرف پوره پام واړاوه او قرانکریم په دغه لړ کي ډېر مهم هدایات ورکړل، کله به قرانکریم ددغي مسئلې یادونه د﴿ عَلَی طَعَامِ الْمِسْكِينِ ﴾ په الفاظو سره کول او کله به یې د الله جل جلاله د ورکړل سوي رزق څخه بل ته د نفقې ورکولو نصیحت کاوه: ﴿ أَنْفِقُوا مِمَّا رَزَقْنَاكُمْ ﴾ او كله به يې د سوال کوونکي او محروم د حق د ادا کولو حکم ورکاوه: ﴿ وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ﴾ او كله به يې د مسافر او مسکین د حق په ادا کولو ټینګار کاوه: ﴿ وَالصَّاحِبِ بِالْجَنْبِ وَابْنِ السَّبِيلِ﴾ او کله به يې د زکات د ورکولو عنوان غوره کاوه:﴿ وَإِيتَاءَ الزَّكَاةِ ﴾ .
مولانا رفعت قاسمي حفظه الله (د دارالعلوم دیوبند استاذ)
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه