عبدالحبیب “یمین”/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
۱- دالکترونیکی آلو استعمال: دخوب تر مخه د الکترونیکی آلو استعمال، لکه: ټابلیټونه، زیرک مبایلونه او همدارنګه کمپیوټر ته کښینستل دخوب دخرابوالي سبب ګرځېدلای سي، انسان باید لږ تر لږه یوساعت دخوب تر مخه دا شیان په کمه اندازه استعمال کړي.
۲- دچایو څښاک: تر خوب مخکي د چایو څښل هم دخوب د خرابوالی لامل ګرځېدای سي، ځکه چی په چایو کی په کافی اندازه کافين (caffeine) موجود دی او ډېر څښاک ئې د خوب عادي حالت زيانمنوي.
۳- بخارۍ یا ایرکنډيشن: د بيدېدو پر مهال بايد بخاری او يا د هوا يخوونکی (Air conditioner) چالانده پرې نه ښودل سي، ځکه د خوب پر مهال د انسان د بدن حرارت ډېرېږي او خولې کوي، چی شاید د تبي او يا بلي ناروغۍ سبب وګرځي.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله ۱۹ ګڼه