لیکنه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اسلام ټولنیز نظام دی او انسانان ئې هم و ګډ اوسېدو، میني، الفت او یو د بل سره و احسان کولو ته رابللي دي. موږ په ټولینز ژوندانه کي یو د بل سره ډول ډول مرسته کوو، او زموږ پر شا او خوا د دوستانو او ملګرو لاس نیوی کوو، په درد ئې دردیږو او د خوشحالۍ په وخت کي خوشحالي ورسره کوو.
و نورو مسلمانانو ته د ګټي رسولو په لړ کي یو هم و هغوی ته تحفه ورکول دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم هم تحفي قبلولې او هم ئې د تحفو ورکولو ته نور هڅول. حدیث شریف کي راځي:
قال النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم: تَهَادَوْا تَحَابُّوا . (رواه البخاري في “الأدب المفرد”)
تحفي ورکړی او محبت سره وکړی.
څه شي ډالۍ کم؟
و ملګرو ته مو داسي تحفي ورکړی، چي هغوی ضرورت ورته ولري او یا په خوشحاله کیږي.
مثلاً: موږ د زرګونو افغانیو مبائل ورته ډالۍ کړو، خو هغه به یوه ډېر ارزانه کمپیوټر ته ضرورت لري او یا به په خوشحاله کیږي. ددې لپاره باید ملګري ته وویل سي: زه ډالۍ در کوم (فرض که تر ۳۰۰ افغانیو پوري) نو اوس ته ووایه څه غواړې؟ د کتابونو بسته، کیبورډ، جالب قلم او که ....
حیرانول: ځیني کسان غواړي خپل ملګري حیران (سرپرایز) کړي، نو دا نه خوښوي چي ورته ووایي: زه ډالۍ درته کوم. نو دغه کسانو ته بیا لازمه ده چي مخکي معلومات وکړي چي هغه و څه شي ته ضرورت لري، بیا هغه څه ورته ډالۍ سي.
د ډالۍ ورکولو اداب: