تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د رسول اللهﷺ نسب (۳۳)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 3, 2018
  0

نبوي سیرت (۳۳ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د رسول الله  صلی الله علیه وسلم نسب 

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم  نسب يا شجره درې حصې لري چي اوله حصه يې تر عدنان پوري رسيږي او  پر دغه حصه يې د سيرت او أنسابو ټول علماء اتفاق لري او  هغه داسي ده: محمّد بن عبدالله، بن عبدالمطلب: چي اصلي نوم يې شيبه دى، بن هاشم: چي اصلي نوم يې عمرو دى، بن عبدمناف: چي اصلي نوم يې مغيره دى، بن قصى چي اصلي نوم يې زيد دى، بن کلاب، بن مره، بن کعب، بن لؤي، بن غالب، بن فِهر: او دغه فهر هغه څوک دى چي قريش يې لقب ؤ او  د قريشو د قبيلې نسبت هم و ده ته کيږي او  بيا نو دغه فِهر بن مالک، بن النضر، بن کنانه، بن خُزيمه، بن مُدرکه، بن الياس، بن مُضر، بن نزار، بن مُـعد، بن عدنان. 

 

او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د نسب دوهمه حصه: کوم چي تر عدنان لوړ دي او بيا تر ابراهيم علیه السلام  پوري رسيږي په هغه کي اختلاف سته څوک يې قبلوي او تائيدوي او  څوک څه نه پکښي وايي چپ پاته دي، خو په دې کي شک نسته چي عدنان د ابراهيم علیه السلام  د اولادې څخه دى او  د هغه نسب داسي دى: عدنان بن أد، بن هُمَيسِع، بن سلامان، بن عُوص، بن بوز، بن قَموال، بن اُبى، بن عوام، بن ناشِد، بن حزا، بن بلداس، بن يدلاف، بن طابخ، بن جاحم، بن ناحش، بن ماخي، بن عِيض، بن عبقر، بن عبيد، بن الدعا، بن حمدان، بن سنبر، بن یثرِبي، بن يحزن، بن يلحن، بن ارعوي، بن عِيض، بن ديشان، بن عَيصر، بن افناد، بن ايهام، بن مقصر، بن ناحث، بن زارح، بن سمي، بن مزي، بن عوضه، بن عرام، بن قيدار، بن اسماعيل، بن ابراهيم علیه السلام . 

 

 

او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د نسب درېیمه حصه: چي د ابراهيم  علیه السلام څخه لوړ بيا تر آدم  علیه السلام  پوري رسيږي او  دا هغه حصه ده چي بيله شکه ځيني غير صحي شيان پکښي داخل سوي دي او  هغه داسي ده: ابراهيم علیه السلام  بن تارح: چي نوم يې آزر دى، بن ناحور، بن ساروع، بن راعو، بن فالخ، بن عابر، بن شالخ، بن ارفخشد، بن سام بن نوح علیه السلام  بن لامک، بن متوشلخ، بن اَخنوخ ـ ويل کيږي چي دغه اخنوخ ادريس علیه السلام  دى، بن يرد، بن مهلائيل، بن قينان، بن آنوشه، بن شيث، بن آدم علیه السلام .

 

نور بیا...


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته