تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام او ساینس- سريزه
 
  December 17, 2011
  0

اسلام او ساینس

اوله برخه

رالېږونکی: اسد الله

اسلام دهغه دین نوم دی چی د خپل پیدایښت راهیسی بیا تر اوسه پوري په ملیاردونو پیروان درلودلي دي او لري يې . او دنړۍ په لر اوبر کي د بېلابېلو ادیانو پیروان یې پر حقانیت او ریښتینولی قایل دي. اسلام  په یوه داسي زمانه کی نړۍ په خپلو زرينو وړانکو  ورنګول چي ګوټ ګوټ يې د جهالت تورو تیارو پوښلی وو.
په داس یوه وخت کي چي:
ورور د ورور په ژبه نه پوهیدی !!!!
زوی د پلار په ژبه نه پوهېدی !!!
لوڼي ژوندی ښخیدلی !!!
 ظلم خپل اوج ته رسېدلی وو !!!!!!!

غلا ، زنا ، قتل، سود، قمار، اخلاقي فساد او نوري ډول ‌ډول بد مرغۍ ورځنی چاری ګرځيدلي وې. نړی و یوه دا اسي نظام ته اړتیا درلوده چي دي ظلم ، تاريکيو ، ورور وژنو او جهالت ته د پای ټکی کېږدي.
څو چي الله جل جلاله پر خپلو بندګانو ورحمېدی او نړۍ ته يې يو داسي دین او قانون د يو داسي پيغمبر په لاس راولېږی چي و دغو مصائبو ته يې د پای ټکی کښېښود. ددې مبارک دین اساسي مفاهیم چي په قرآن کريم او نبوي احادیثو کي نغښتل سوي دي نه یوازي دا چي نړۍ د انسانیت سره آشنا کوي بلکه ترڅنګ يې و انسانانو ته اخروي او دنيوي مسوولیتونه هم ورپه ګوته کوي.

قرآن کریم چي ددغه عالمي دين مبارک کتاب دی، د اسلام د مبارک دين د احکامو ...ترڅنګ پکښي د داسي علمي او ساينسي حقايقو څخه پرده پورته سوېده چي په هغه وخت کي يې تصور لا هم نه کېدی، د قران کریم مبارک آیاتونه شل په سلو کي په علمی مسایلو پوری خاص کړل سوي دي او وهغو علومو ته اشاره کوي چي پر هغو د جاهلیت د زمانې عربو پوهیدل نا ممکن وه مګر د نن ورځی د علم پرمختګ  د قران کريم معجزې په اثبات رسولي دي.

د بېلګي په توګه د کایناتو د پیدایښت، د جنین د تشکیل ، او نوري...داسی علمي او ساینسي خبري په دې عظیم کتاب کي بیان سویدی چي د هغه وخت یو بې سواده عرب خو لا څه چی حتی سواد داره عرب هم نه سوای توانیدلای چي له دغه علومو او دغو خبرو څخه څه ووایي. الله جل جل فرمايي : سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ  (سورت فصلت، ایت ۵۳)
ترجمه : ژر ده چي وبه ښيو دوی ته د لايل (د قدرت) خپل چي په آفاق ملکونو کي دي او په نفسونو د دوی کي دي ترهغه پوري چي ښکاره سي دوي ته چي بېشکه دغه قرآن حق دی.

 بل ځای الله جل جلاله فرمايي:

إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِأُولِي الْأَلْبَابِ (سورت آل عمران، ایت ۱۹۰)
ترجمه: بېشکه په پيداکولو د آسمانونو او ځمکي کښی او په اختلاف د شپې او ورځي کښي هرومرو دلايل دي (د الله جل جلاله د قدرت) لپاره د خاوندانو د عقلونو.
موږ اوس دلته دهغو معجزاتو څخه یادونه کوو چي ۱۴ پېړۍ مخکي په قرآن کريم کي ورته اشاره سوې ده او د نني ساینس او تخنيک له مخي په ثبوت رسېدلي دي.

ان شاءالله نور بيا...

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته