ولې نشو کولای خپل تېر وخت مو هېر کړو؟
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
۱: ځکه نه پوهېږو، چې ژوند د ښو او بدو يوه ټولگه ده.
۲: ځکه د یوې مسئلې د هېرولو له لارو سره بلد نه یو.
۳: ځکه خپل تېر وخت مو د تېر وخت په حیث نه دی قبول کړی.
۴: له تېرو یادونو سره ژوند کول مو له راتلونکې څخه لرې ساتي.
۵: ځکه په خپلو وړتیاوو ډاډمن نه یو.
۶: ځکه له نویو شرایطو سره ځان نه برابروو او د هغو منونکي نه یو.
۷: ځکه قلم مو نه را اخلو او خپل تېر یادونه مو نه لیکو.
۸: ځکه ښه نه يو او له نورو څخه ډېره تمه کوو.
۹: ځکه له خپل تېر وخت سره مو چسپېدلي يو او رانه نه هېرېږي.
۱۰: ځکه خپل تېر وخت مو نه پرېږدو تر څو هېر مو شي.
۱۱: ځکه د راتلونکې غوره ورځو ته مو انتظار او تمه نسته.
۱۲: ځکه نه پوهېږو، چې تېر وخت مو بدلون منونکی نه دی.
ماخذ: د گډ ژوند ۱۰۰ رازونه
www.taleemulislam.net