تازه سرليکونه
د (شريعت او تجارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اقتصاد ډولونه او د ټولني پرمختګ
  تعلیم الاسلام
  January 16, 2017
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم 

رالېږونکی: نذیر احمد هاشمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د اقتصاد ډولونه 
 
۱- نظریاتي اقتصاد : په نظري اقتصاد کي دا په ډاګه کیږي چي یو اقتصادي نظام څرنګه کار کوي او د هغې خصوصیات څه دي چي ددې نظریاتو لپاره ځیني فرضیات وړاندي کیږي او ددې فرضیاتو په نظر کي نیولو سره بیا نتائج په لاس راځي فابریکه چي جوړوي اول به نقشه جوړوي.
 
۲- عملي اقتصاد : کوم نظریات چي نظریاتي اقتصاد وړاندي کړي هغه عملي کوي او په عملي کولو کي یې چي کوم مشکلات منځته راځي د هغې علتونه څیړي تر څو اصلي علت معلوم او مشکل حل کړي . نقشه عملي کول.
 
۳- بیانیه اقتصاد: بیانیه اقتصاد د عملي اقتصاد لپاره په مختلفو برخو کي معلومات برابروي تر څو د هغې په رڼا کي عملي اقتصاد وکولی شي خپل کارته دوام ورکړي . 
 
۴- مثبت اقتصاد : دا اقتصاد هغه اړخ ته وایي چي د مال او دولت د مصرف تبادلې او تولید څخه بحث کوي او په دې برخه کي څیړنه کوي چي ټولنه په دې برخه کي څه فیصله کوي د ټولني حالات په نظر کي نیسي او ځیني وړاندوینه کوي. 
 
مثبت اقتصاد په دوو برخو ویشل کیږي:
 
۱ فردي یا وړوکی 
۲ کلي یا لوی 
 
فردي یا وړوکی اقتصاد : دا ډول اقتصاد د واحدونو څخه بحث کوي لکه د یو مصر ف کوونکي رویه، د یو اقتصادي ادارې حالت، د یو خاص صنعت حالت، د یوې فابریکې حالت او یا د یوشی قیمت .    
 
کلي یا لوی اقتصاد : دا په اجتماعي توګه اقتصادي مسایل تر څیړني لاندي نیسي لکه ملي عایدات کلنۍ بودیجه  بې کاري او داسي نور .... 
 
۵- هدایتي اقتصاد : دا ډول اقتصاد اقتصادي ناروغیو او غلطیو ته ګوته نیسي او د هغې علاج په هکله څیړنه کوي لکه یو اقتصاد پوه حکومت ته مشوره ورکوي چي په شتمنو خلکو مالیه زیاته کړي تر څو د غریبو خلکو مشکل حل شي. 
 
۶- خدماتي اقتصاد : خدماتي اقتصاد د یوې ټولني د مادي ترقۍ او پر مختګ په هکله بحث او څیړنه کوي . 
 
د ټولني د پرمختګ عوامل
 
هغه عوامل چي ټولنه پرې پرمختګ کوي په لاندي ډول دي : 
 
۱- عایدات : د کوم ملت او ټولني چي عایدات زیات وي هغه پرمختګ کولی شي . 
 
۲- د عایداتو ویش : د یوې ټولني پر مختګ یواځي په عایداتو پوري مربوط  نه دی بلکي د عایداتو ویش په ټولنه کي زیات اهمیت لري که چیرته مال او دولت د څو کسانو په لاس کي وي او عام خلک د هغې څخه محروم وي په دې ډول ټولنه کي په حقیقي ډول پرمختګ نشي کولای خو که چیرته د مال او دولت ویش په عادلانه ډول ترسره شي بیا ټولنه ډیر ښه پرمختګ کوي . 
 
د اقتصاد علم ته ضرورت او اړتیا 
 
۱ : د کوم هیواد چي اقتصادي وسایل کم وي یا وسایل ورسره وي خو بې کاره او یا پوره کار ور څخه نه اخیستل کیږي چي پدې سره د هیواد د خلګو د ژوند سطحه ټیټه وي نو ددې لپاره د اقتصاد علم ته ضرورت دی چي د اقتصادي وسایلو څخه کار واخلي او د استعمال لاندي یې راولي تر څو د خلکو مشکلات حل شي . 
 
۲ : په ځینو هیوادونو کي وسایل موجود وي خو د خلګو د کار قوه کمه وي او مهارت نلري نو ددې ستونزي حل کولو لپاره د اقتصاد علم ته ضرورت دی چي د خلګو د کار قوت د زیات والي او مهارت لپاره وسایل اماده کړي تر څو ستونزي حل شي . 
 
۳ : بې کاري غربت او داسي نور مرضونه دي چي د هغې علاج د اقتصاد د علم څخه بل علم نشي کولی . 
 
۴ : د کار د استعداد د زیاتوالي لپاره تر ټولو مهم د اقتصاد علم دی ځکه اقتصاد پوهان پدې کوښښ کوي چي څنګه وکولای شي چي تر څو د وسایلو څخه پوره کار واخلي . 
 
۵ : د نوي اقتصاد غوښتنه داده چي د خلکو تر منځ د ضروري شیانو په ویش کي عدالت مراعت شي  . 
 
ماخذ: د اسلام مالي نظام
 
د اقتصاد اړوند نوري مقالې دلته کلیک کړئ
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته