تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي و مدينې منورې ته د رسول الله (ص ) رسېدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 4, 2020
  0
سیرت نبوي (۱۲۱ برخه)
 
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
 
و مدينې منورې ته د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  رسېدل
 
کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مکه مکرمه کي د خلكو د سترګو څخه پټ او غائب سو مدينې منورې ته خبر ورغلى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  هجرت را کړى دى مګر څرنګه چي دئ صلی الله علیه وسلم  درې ورځي په غارِ ثور کي کښېنستى نو و ځنډېدى، بل دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر هغه معلومه لار نه دی راوتلی بلکه پر بله نوې نا معلومه او اوږده لار رهي سوى دى، دلته نو د مدينې منورې مسلمانانو ته هيڅ حال نه معلومېدى چي دئ صلی الله علیه وسلم  به کله او څه وخت را ورسيږي، نو د مدينې منورې مسلمانانو څه کول؟ مصعَب بن عمير رضی الله عنه  به هره ورځ د ټولو مسلمانانو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و استقبال او مخي ته راوتى، دا د دې دپاره چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  مقام او درجه، عزت او احترام د مدينې منورې و نورو خلكو ته هم ور ښکاره کړي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مسلمانانو په زړو کي څومره ځاى لري، په دغه را وتلو کي سياسي لويه معنْی هم پرته وه، هغه دا  چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دلته راځي، يواځي دا نه چي نبي او رسول دى بلکه علاوه پر دغه د مدينې منورې حاکم او آمر هم دى او دغه ټول مسلمانان د ده صلی الله علیه وسلم  ملګري، تابع او انصار دي، نو دا چي مسلمانان هره ورځ را وتل، دغو را وتلو د مدينې منورې پرکفارو هم روحي تاثير وکړى، هغه به هم راوتل حتّْی يهود به ور سره را وتل ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  را تګ د ټولي مدینې منورې دپاره يوه لويه واقعه وه، نو هره ورځ به د سهار تر لمانځه وروسته د مدینې منورې خلك راوتل او په هغه لار كي به د رسول الله صلی الله علیه وسلم د را تګ او استقبال په انتظار  ناست وه چي د مکې مکرمې څخه و مدينې منورې ته تله، تر ماپښينه به يې د مکې مکرمې ولاري ته کتل، کوم وخت چي به ماپښين سو لمر او ګرمي به ډېر شديد سوه بيرته به خپلو کورو ته ولاړل، خو د دوشنبې په ورځ چي د بعثت د (14) کال د ربيعُ الاول د مياشتي اتمه ورځ وه او دغه کال د هجرت اول کال بلل کيږي او د (622) عيسوي يا ميلادي کال د سپتمبر د مياشتي (23) تاريخ ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته ورسېدى.
 
دا دي درته معلومه وي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هجرت د محرم د مياشتي په اوله نه ؤ، خو دا چه د محرم اوله ورځ د هجري کال شروع  بلل کيږي دا د کال د شروع په سبب او د مياشتو د منزلو په حساب د کال اوله ورځ ده، مګر هجرت او قُباء ته رسېدل د ربيع الاول يا لومړۍ خور پر اتمه وه او بيا مدينې منورې ته او د مسجد نبوي و منطقې ته رسېدل د ربيع الاول پر (12) تاريخ وه.
 
اوس نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  په داسي وخت کي  مدينې منورې ته ورسېدل چي د مدينې منورې خلك د سهار څخه را وتلي  وه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  انتظار يې کړى ؤ څرنګه چي پر دوى ماپښين سو او ګرمي شديده سوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم نه راغلى نو دوى بيرته د کورو و طرف ته رهي سوه، کوم وخت چي دوى کورو ته ورسېدل د انتظار په  ځاى کي بل څوک نه وه پاته بېله يوه يهودي څخه چي د يوې وُني په سر کي لوړ ناست ؤ، دا ځکه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د را تګ په انتظار کي ځيني خلك لوړ په وُنو کي کښېنستل ځکه د لوړي څخه به يې ډېره ليري مسافه ليدلاى  سواى، نو دغه يهودي چي يواځي پاته ؤ او لوړ ناست ؤ د ليري يې رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه اصحاب وليدل چي را رهي دي، د يهودي تر اختيار و وتل او په لوړ آواز يې ناري کړه: يَا بَنى قِيله! يعني: اې د قِيله  اولادې!
قِيل د أوس او خزرج د قبيلو يو پخوانئ نيکه ؤ او يهودو و دغو قبيلو ته أوس او خزرج نه ويل، بلکه بني قيله يې ورته ويل، نو يهودي نارې کړه: يَا بَنِى قِيله! هذَا جِدُکم قَد جَاءَ، جِد بخت او نصيب ته ويل کيږي، يعني: اې بني قيله! دغه دى ستاسي بخت او نصيب راغلى. 
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د را رسېدلو خبر ډېر ژر په مدینه منوره کي نشر او وپاشل سو، هغه مسلمانان چي کورو ته رسېدلي وه په تلوار يې اسلحې را واخستې او په لوړ آواز د الله اکبر نارې شروع سوې، د تکبير نارې په بني عمرو بني عوف کي واورېدل سوې هلته هم مسلمانانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په را تګ د خوشالۍ تکبيرونه شروع کړل او په تلوار د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ليدلو او استقبال دپاره را و وتل، انصار او مسلمانان پر رسول الله  صلی الله علیه وسلم را ګرځېدلي دي په شوق او محبت سره ورته ګوري، ستړې مسې او ښه راغلئ ورته وايي، په دغه وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وحيو په نورکي پټ سو او 
د الله جل جلاله  دا قول نازل سو چي فرمايي: 
 
﴿ إِن تَتُوبَا إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا ۖ وَإِن تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ ۖ وَالْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَٰلِكَ ظَهِيرٌ  ﴾.
 [التحريم :4] 
يعني: بېشکه هم هغه الله د دغه نبي مرسته کونکى دى او همدارنګه يې جبريل او صالحه مومنان مرسته کونکي دي او تر دغه وروسته يې ملائکې مرسته کونکي دي. 
عُروه بن زبير رضی الله عنه  وايي: کوم وخت چي مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يو ځاى سوه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دوى رهي کړه ترڅو چي په بني عمرو بن عوف کي يې واړول او دا د ربيع الاول په مياشت کي د دوشنبې ورځ وه، د مدينې منورې ډيرو مسلمانانو رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر دغه د مخه نه ؤ ليدلى او په رنګ يې نه پېژندى او اوس دوى دوه نفره دي نه ور معلوميږي چي کوم يو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دى او کوم يو ابوبکر رضی الله عنه  دى او دوى دوه په عمر هم سره نژدې وه ځکه ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  تر رسول الله صلی الله علیه وسلم  په عمر دوه کاله کشر  ؤ نو فرق يې نه کېدى او هر يوه به پوښتنه کول چي کوم يو رسول الله  دى؟ تر څو چي د لمر د ګرمۍ شدت زيات سو ابوبکر رضی الله عنه  ولاړ سو او پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې سايه جوړه کړه، دلته نو ټول خلك پوه سوه چي دا رسول الله صلی الله علیه وسلم  دى او هغه بل ملګرى يې ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  دى. 
د مدينې منورې ټول خلك د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د استقبال او ښه راغلي  دپاره راغلي دي، دا داسي د خوشالۍ ورځ وه چي د مدينې منورې په  ټول تاريخ کي داسي خوشاله ورځ پر مدينه منوره نه وه راغلې.
 
 اوس نو مسلمانان پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  را ټول دي او هر يو وايي: زما سره دي ولاړ سي مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  په قباء کي د کُلثُوم بن الهدم په کورکي استوګنه اختيار کړه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  په قباء کي څلور ورځي تيري  کړې، دوشنبې، سه شنبې، چار شنبې او پنجشنبې او په دغو ورځو  کي يې د قباء مسجد جوړکړى، د قباء مسجد هغه لومړنی  مسجد دى چي په اسلام کي جوړ سوى دى. 
 
وروڼـو! رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي اول کار په مدينه منوره کي کړى دى هغه د مسجد جوړول دي او دا کار په اسلام کي د مسجد اهميت و موږ ته را ښکاره کوي، مسجد يواځي د لمانځه ځاى نه دى بلکه مسجد په اسلام کي د هر شي او هرکار مرکز دى مسجد د تعليم او تبليغ ځاى دى، مسجد د جرګو او مشورو مرکز دى، مسجد د جنګ 
او جهاد دپاره د لښکر د مسلح کولو او جوړولو مرکز دى، مسجد د مهمو او لويو غونډو مرکز دى، مسجد د غريبانو او بې کوره مسلمانانو د استوګني ځاى دى، مسجد د مسلمانانو د ټولونو او جرګو دپاره عام او رئيسي مرکز دى، نو ځکه د هغه د جوړولو څخه چاره نه وه او د دغه مقصد او هدف دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر هرڅه د مخه مسجد جوړکړی (مسجدِ قُباء) او په هغه کي يې لمونځ آداء کړی، الله جل جلاله  د دغه مسجد په باره کي فرمايي: 
لَا تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا ۚ لَّمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَىٰ مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَن تَقُومَ فِيهِ ۚ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَن يَتَطَهَّرُوا ۚ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ ﴿ التوبه: 108﴾ 
يعني: خامخا هغه د قباء مسجد چي تاداو   اساس يې د اولي ورځي څخه پر تقوْى او پرهېزګارۍ ايښوول سوى دى، د دې ډېر وړ او لائق دى چي په هغه کي د لمانځه دپاره ودرېږې، په دغه مسجد کي داسي خلک دي چي دوى دا خوښ لري چي خپل ځانونه د ګني او نجاستو څخه پاک وساتي او الله جل جلاله  ښه ځان پاکونکي خوښ لري. 
 
دغه مسجد ساده او د خټو مسجد ؤ د دغه مسجد د جوړولو په کار کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ټولو اصحابِ کرامو ګډون او اشتراک وکړی، دغه مسجد په لږ  وخت کي جوړ سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په قباء کي يو څه لږ ورځي پاته سو، دوشنبه، سه شنبه، چارشنبه او پنجشنبه دالته ؤ خلک به ورته راتله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره به يې پيژندل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خلکو د ژوند او استوګني کارونه ترتيبول او برابرول، خاصتًا د هغو مهاجرو  مسلمانانو ژوند چي نه يې کور درلودى نه ځاى، کوم وخت چي په قباءکي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پنځمه ورځ سوه چي دا د جمعې ورځ وه نو يې و بني نجار و ته چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ماما ګان وه (ځکه د عبدالمطلب مور د بني نجار د قبیلې څخه وه) حال ولېږى، هغه هم د اسلحې او تورو سره راغله، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د الله جل جلاله  په امر پرخپله اوښه په داسي حال کي سپور سو چي ابوبکر الصدیق رضی الله عنه  يې تر شا ور سره کنجوغه ؤ او د مدينې منورې پر طرف رهي سو، په لار کي د جمعې د لمانځه وخت سو.
 
د مدينې منورې خلکو تر دغه د مخه د جمعې لمونځ آداءکاوه او اول هغه څوک چي د جمعې لمونځ يې کړى دى هغه اسعد بن زُراره الانصاري رضی الله عنه  دى او دغه د جمعې لمونځ اسعد بن زراره رضی الله عنه  په خپل کور کي آداءکړی او دغه د جمعې اول لمانځه ته څلويښت نفره حاضر سوي وه، نو د دي جهته څخه ځيني علماء وايي چي د جمعې د لمانځه د شرطو څخه يو دا دى چي نفر به تر څلويښتو کم نه وي مګر دا صحي دليل نه دى ځکه که فرضًا په دغه اوله جمعه کي د خلکو تعداد يو څلويښت نفره واى نو بيا به يو څلويښت نفره شرط واى، خو دا داسي دليل نه دى چي خلك دي و دغه عدد ته مجبوره کړي او هلته يو بل صحي حديث هم نسته چي هغه دي د دغه عدد تاکيد وکړي، مقصد د جمعې په هغه اول لمانځه کي چي په مدينه منوره کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر هجرت د مخه د اسعد بن زُراره رضی الله عنه  په کورکي سوى ؤ څلويښت نفره سره يو ځاى سوي وه او اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قباء څخه د مدينې منورې پر طرف رهي دى او د سالم بن عوف د کورو   و منطقې ته ورسېدى د جمعې د لمانځه وخت سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جمعې د لمانځه د آداء کولو امر وکړی او د جمعې لمونځ يې د سالم بن عوف په کلي يا کورو کي آداءکړى، د جمعې په دغه لمانځه کي سلو نفرو ګډون وکړی او د لمانځه خطبه په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ويل نو دغه خطبه هغه لومړنۍ خطبه ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې د اسلام د شروع څخه وايي يعني: په اسلام کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم اوله خطبه دغه خطبه وه چي د بني سالم بن عوف په كَلِي کي يې و ويل چي دغه ځاى د قباء او مدينې منورې په  منځ کي دى، د جمعې تر لمانځه وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته داخل سو او د دغي ورځي څخه د یثرِب د ښار نوم په مدينةُ الرسول صلی الله علیه وسلم   سره بدل سو خو نن ورځ د اختصار پر ډول مدينه منوره ورته ويل کيږي او دغه ورځ د مدينې منورې په تاريخ کي يوه روښانه او ځلانده ورځ وه، په دغه ورځ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته داخلېدى د مدينې منورې کورونه او کوڅې د خوشالۍ په خندا او غږو سره ډکي وې، د انصارو نجونو او هلکانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په استقبال کي دغه ترانه په ګډه او لوړ آواز سره ويل:
 
 
طَــلَعَ البَــدرُ عَـلَيــنَا مِـن ثَـنِـيَـا تِ الوَدَاع
اَيـُهَا المـَبعُوثُ فـِيـنـَا جـِئتَ بِالاَمـرِ المـُطَاع
وَجَـبَ الشُــکـرُ عـَلَـينــا مَـا دَعــا لِلهِ دَاع
جـِئتَ شـَرّفـتَ المـَدِينَه مَرحـَبًا يَا خـَيرَ دَاع
 
 
دا هغه مشهوره بيتونه دي چي د مدينې منورې مسلمانانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په استقبال کي ويل او ټول مسلمانان ډير خوشاله وه، اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته داخل سو پر هر کلي چي راسي د کلي مشرانو به د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اوښه ونيول او غوښتل به يې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى سره پاته سي او ويل به يې: يا رسولَ الله! زموږ سره پاته سه زموږ سره عدد، عُده، او مناعه سته او موږ دي ساتو، 
 
عدد سته يعني: نفر لرو، عُده سته يعني: اسلحه لرو او مناعه سته يعني: ستا د ساتني دپاره قوت او طاقت لرو. 
انصار که څه هم د ډېر مال او شتمنۍ خاوندان نه وه خو هر يوه دا تمنا او آرزو درلو دل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغه په کورکي واوسيږي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي به د انصارو پر هر کَلي او کور ورغلى هغو به د اوښي قيضه یا مهار ونيوی او ويل به يې: يا رسولَ الله! عدد، عُدې او مناعې ته راځه،  مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  به ورته ويل: اوښه ايله کړی دا په خپله د مقصد ځاى ته ځي، دا د الله جل جلاله  د طرفه امرکړه سوې ده چي هغه ځاى ته ولاړه سي کوم  چي زما د استوګني دپاره هلته د الله جل جلاله  إراده سوې ده، خلکو به هم اوښه پرېښوول، بيا چي به پر بل کلي راغلى بيا به خلکو اوښه ونيول او رسول الله صلی الله علیه وسلم  به ورته ويل: پرېږدى دا امرکړه سوې ده، خلکو به هم پرېښوول، واقعًا يې هم اوښه و خپل اختيار ته پرې ايښي وه نه يې تګ ته  مجبوره کول او نه يې را ګرځول هري خوا ته چي اوښه تله د دې خوښه وه، پر هر کلي چي به راغله خلکو به غوښته چي اوښه ونيسي مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  به ورته ويل: پرېږدى، اوښه رهي وه تر څو چي د دغه اوسني مسجد نبوي و ځاى ته ورسېدل چي هغه وخت يوه خرابه مځکه وه او دغه مځکه د دوو يتيمانو وه، اوښه دلته پر دغه مځکه په خپله إراده چوکه سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر سپور دى نه ځني کښته کيږي، اوښه بيا ولاړه سوه يو څه ولاړه او شا ته يې وکتل، بيرته را وګرځېدل او پر هغه اولني ځاى بيا چوکه سوه، 
 
پر دغه مبارک او مشرف ځاى چي الله جل جلاله  دغه ځاى مبارک کړى او مشرف کړى ؤ اوښه چوکه سوه، دلته نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اوښي څخه کښته سو دغه منطقه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ماما ګانو د بني نجار د کورو سره وه او دا د الله جل جلاله  توفيق ؤ چي و اوښي ته يې ورکړی، ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم دا خوښه وه چي د خپلو ماما ګانو سره واړوي او د ده صلی الله علیه وسلم  په نزول دوى مکرم کړي. 
 
خلک پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  را ټول دي او خبري ور سره کوي هر يو وايي چي زموږ کور ته را سره راځه، خو ابو ايوب انصاري رضی الله عنه  په تلوار راغلى او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سامان يې د اوښي څخه واخستى او خپل کور ته يې ننه ايستى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوښتنه وکړه چي زما سامان چيري دى؟ 
ابو ايوب رضی الله عنه  و ويل: هغه ما خپل کور ته يو وړى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل « المرءُ معَ رَحلِهِ» يعني: سړئ د خپل سامان سره وي. 
نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د استوګني شرف د ابو ايوب انصاري رضی الله عنه  په نصيب سو او اسعد بن زُراره رضی الله عنه  راغلى د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ښه يې خپل کور ته بوتله چي بيا نو د اوښي روزنه او پالنه د هغه سره وه.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوښتنه وکړه چي دغه مځکه کومه چي اوښه پر چوکه سوه د چا ده؟ ورته و ويل سوه: د دوو يتيمانو ده، ويل: د یتیمانو وصی او متصرف څوک دى؟ د يتيمانو وصي راغلى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دغه مځکه درڅخه را نيسم، هغه و ويل: يا رسولَ الله! دا مځکه يې بې قېمته ستا، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا په قېمت يې غواړم مقصد مځکه يې ځني رانيول او د مځکي قېمت حضرت ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ورکړى، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي پر دغه مځکه مسجد جوړ کړی.
 
 وروڼـو او خوندو! دغه اوسنئ مسجد چي تاسي يې په مدينه منوره کي وينى او لمنځونه پکښي آداء کوى، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه اولنئ مسجد پر دغه  مځکه جوړ سو، دغه مسجد پسله بيتُ اللهِ الحرام څخه د مځکي پر مخ هغه تر ټولو مبارک او هغه تر ټولو مشرف مسجد دى چي پر دغه مځکه جوړ سوی دی او دغه مځکه د دغه مسجد دپاره د الله جل جلاله  خوښه او اختيار ؤ، ځکه اوښه يې و خپل اختيار ته پرېښوول او اوښه په خپل اختيار او د الله جل جلاله  په إراده پر دغه ځاى چوکه سوه، يا ( پرېوتل)نو پر دغه ځاى د مسجد نبوي د جوړېدلو سِر او سبب هم دغه دى چي دغه ځاى الله جل جلاله  د دغه مسجد دپاره اختيارکړى دى نه بل چا، اوس نو په دغه پاک او مبارک ځاى کي د مسجد نبوي د جوړولو کار شروع سو، لکه څرنګه چي مخ کي مو درته و ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ابو ايوبِ انصاري په کور کي سکونت او استوګنه اختيار کړه، د ابو ايوب رضی الله عنه  کور دوه منزله ؤ او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې هغه لوړه کوټه ورکړه، ځکه ابو ايوب رضی الله عنه  ويل: يا رسولَ الله! دا نه ده مناسبه چي زه تر تا لوړ واوسېږم، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: يا ابا ايوب! ما ته خلک راځي نو ما او خلکو ته په ختلو او کښته کېدلو کي تکليف دى، زه به کښته واوسېږم او ته لوړ، ابو ايوب هم قبوله کړه. 
 
هلته د مـسجد په جوړولو شروع وسوه، ټول اصحابِ کرام کار کوي بېله ځنډه د اولي ورځي څخه د مسجد په کار شروع وسوه، ځکه الله جل جلاله  موږ د دې دپاره پیدا کړي او را استولي يو چي مځکه آباده او ودانه کړو، الله جل جلاله  فرمايي: 
﴿ هُوَ أَنشَأَكُم مِّنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَاسْتَغْفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ ﴾ [هود:61]
يعني: همدغه الله تاسي د مځکي څخه پيدا کړي ياست او په دغه مځکه کي د إعمار او آبادېدلو طلب درڅخه کوي. 
الله جل جلاله  زموږ څخه د خير او برکت په کارو د مځکي تعمير او آبادول غواړي، نو ځکه د مسجد په جوړولو ژر او فوري شروع وسوه او د مسجد د جوړولو په وخت کي به صحابۀ کرامو د ستړيا د ليري کولو او فکر مشغولولو دپاره دغه بيتونه ويل: 
اَللّـهم لا عـيشَ الا عـيشَ الآخـره     فَاغـفـِر لِلـاَنـصـَارِ وَالـمـهـاجــره
رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د اصحاب کرامو سره کارکاوه، نو ده صلی الله علیه وسلم  به هم دغه بيت د دوى سره وايه مګر خوله به يې خطا وتل، داسي به يې وايه: 
اللّهـم لا عـيشَ الا عـيشَ الآخـره       فاغـفـر للمـهـاجـرين والا نـصـار
دا ولي؟ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  شعر نه وايه او الله جل جلاله  فرمايي: 
 
﴿ وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ وَمَا يَنبَغِي لَهُ ۚ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ وَقُرْآنٌ مُّبِينٌ ﴾.[یس: 69] 
 
 يعني: محمّد صلی الله علیه وسلم  ته موږ نه شعر ور ښوولى دى او نه ده لره شعر ويل ښايي. 
نو کوم وخت چي به رسول الله صلی الله علیه وسلم  غوښته چي شعر و وايي خطاوتى به، 
خپل شعر نه بلکه د بل  چا په شعرکي به هم خطاوتى، سره د دې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر هر چا فصيح ؤ مګر شعر يې پرخوله نه ورتلى حتّْی هغه شعرونه چي د ده صلی الله علیه وسلم  په  وخت کي په خلکو کي مشهوره وه او خلکو به ويل ده صلی الله علیه وسلم  نه ويل او که به يې وغوښتل چي شعر و وايي پکښي خطا به سو، د شعر د وزنه به واوښت نثر  يا خبره به ځني جوړه سوه، نو دغه د مسجد په کار کي چي به مسلمانانو شعر وايه ده صلی الله علیه وسلم  به هم ور سره وايه، مګر ژبه به يې د شعر د طرفه د دعاء و طرف ته ولاړه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مسجد په جوړولو کي په خپله هم کار ور سره کاوه، خښتي او خټي يې ور سره پورته کولې، نو خود صحابۀ کرامو په کار  کولو کي ډېر کوښښ کاوه، ځکه دا عيب ؤ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  کار کوي او دوى ناست وي، نو خود په کار کي يې ډير شدت هم کاوه، خلکو به يوه يوه خښته وړل او پورته کول مګر عمار بن ياسر رضی الله عنه  به دوې دوې خښتي وړلې، څومره کار چي خلکو کاوه عمار رضی الله عنه  هغومره دوه واره کاوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه ورځ و ده ته د خير دعاء وکړه او په عين حال کي يې يوه عجبه پېش ګويي هم ورته وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: افسوس  پر عمار چي ياغي ډله به يې وژني، په دغه ورځ چي د هجرت اول کال ؤ رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه خبر او واقعه بيان کړه چي پسله پنځه ديرش کاله څخه پېښه سوه، د صِفِين په جنګ کي عمار رضی الله عنه  د معاویه رضی الله عنه  د لښکرو د طرفه شهيد و وژل سو. 
 
اوس نو د ورځي کار وسو او د شپې رسول الله صلی الله علیه وسلم  د استراحت دپاره د ابو ايوب الانصاري رضی الله عنه  وکور ته ورغلى ځکه د ده صلی الله علیه وسلم  د استوګني ځاى هغه ؤ،  ابو ايوب او د ده ښځه چي لوړ اوسېدل وايي: زموږ سره دا بېره را سره وه: که زموږ څخه يو کړپ او درب وسي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په تکليف کيږي، نو د دغه لوړي خوني په دېواله پوري مښتي په ډېر احتياط بيدېدلو، ځکه نه غواړو چي موږ دي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  لوړ يو او نه غواړو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د ده صلی الله علیه وسلم  د احترام، عزت او محبت په سبب په کړپي او دربي سره تکليف ورکړو او نه غواړو چي د وحيو او د ده صلی الله علیه وسلم  په منځ کي فاصل يا جلا کونکي سو، خو په يوه شپه کي و موږ ته يو تکليف پېښ سو هغه دا چي: موږ د اوبو څښلو دپاره يو منګئ درلودى او هغه منګئ مات سو، د منګي اوبه ټوله پر مځکه توى سوې. 
 
تاسي ته معلومه ده چي پخواني کورونه داسي نه وه لکه د نن ورځي پاخه کورونه، بلکه د لرګو او خاشو کورونه وه، د دې امکان ؤ چي دغه اوبه کښته وڅڅيږي او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته تکليف ورکړي، نو ابو ايوب رضی الله عنه  وايي: موږ بېله يوه تلتکه یا بړستن څخه بل شئ نه درلودى ژر مو دغه اوبه په دغه تلتک وچي کړې او ټوله شـپه ويښ پاته سوو، کوم وخت چي سهار سو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته مو و ويل: يا رسولَ الله! دا چه ته کښته يې او موږ لوړ يو دا نه ده صحي او د تيري شپې قصه مو هم ورته بيان کړه او ورته ومو ويل: چي زموږ غوښتنه دا ده چي ته لوړ ولاړ سې او موږ کښته و اوسیږو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم دغه د دوى غوښتنه قبوله کړه او هغه لوړ منزل ته وختى. 
 
ابو ايوب رضی الله عنه  وايي: موږ به د شپې خواړه تيارکړه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته به مو ور وړل بيا چي به مو هغه پاته خواړه ځني راوړل نو ما او  اُمِ ايوب به د برکت دپاره هغه د ده صلی الله علیه وسلم  د لاس وهلو د ځاى څخه خواړه خوړل، يوه شپه موږ و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته داسي خواړه ور و لېږل چي په هغه کي مو پياز او اوږه ګډ کړي وه، بيا چي مو د خوړو لوښئ ځني راوړى د ده صلی الله علیه وسلم  د لاس وهلو اثر مو نه پکښي وليدى نو ورغلم او ورته ومي ويل: يا رسولَ الله! زما مور او پلار دي تر تا قربان وي خواړه دي بيرته را ولېږل او موږ په هغه کي ستا د لاس وهلو يعني: خوړلو اثر و نه ليدى او زموږ دا عادت ؤ چي ستا څخه به پاته خواړه راغله ما اواُم ايوب به د برکت دپاره ستا د لاس وهلو د ځايه څخه خواړه خوړل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ما په دغو خوړو کي د اوږي او پياز بوى حِس کړی او زه داسي يو سړئ يم چي د خپل رب سره مناجات کوم مګر تاسي يې وخورى، ابو ايوب رضی الله عنه  وايي: موږ هغه خواړه وخوړل او تر دغه ورځي وروسته مو بيا هيڅکله د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خوړو کي د پياز او اوږي څخه کوم شئ نه ګډاوه، يا نه ور اچاوه. 
 
دا مي هير سوه چي درته و وايم: کوم وخت چي علي بن ابي طالب رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د امانتو د رسولو دپاره په مکه مکرمه کي پاته سو بيا نو څه وخت و مدينې منورې ته راغلى؟ علي بن ابي طالب رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر هجرت وروسته نوري درې ورځي په مکه مکرمه کي پاته سو تر څو چي هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره پراته امانتونه يې ټول د هغو و مالکانو ته ورسول، د مکې مکرمې په ښار کي به ګرځېدى او ويل به يې: د هر چا  امانت چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره پروت دى را دي سي وادي يې خلي، پسله هغه څخه چي د ټولو خلکو امانتونه يې ور تسليم کړه بيا به يې ويل: د  چا امانت خو به نه وي پاته؟ قريشو ورته ويل: يا والله وَفّيتَ وکَفَيتَ. 
 
علي بن ابي طالب رضی الله عنه  پسله درو ورځو پر پښو او پياده د مدينې منورې و طرف ته رهي سو او په قُباءکي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يو ځاى او ملګرى سو. 
 څه موده وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه زيد بن الحارثه رضی الله عنه  چي په پخوا کي زيد بن محمّد ورته ويل کېده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اهل بيت څخه بلل کېدی (ځکه د ده صلی الله علیه وسلم  په کور کي لوى سوى ؤ) مکې مکرمې ته ولېږى چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اهل او کورنۍ را ولي، زيد بن الحارثه رضی الله عنه  هم مکې مکرمې ته ولاړى او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اهل بيت کرام يې را وستل چي په هغو کي د  رسول الله صلی الله علیه وسلم  زوجه سوده رضی الله عنها  او دوې لوڼي: فاطمه او ام کُلثوم رضي الله عنهما ، اسامه بن زيد او ام ايمن وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه لور زينب رضی الله عنها  چي د ابي العاص زوجه وه په  مکه مکرمه کي پاته سوه، هغې ته د راوتلو موقع نه سوه برابره ترڅو چي بيا يې د بدر تر غزاء وروسته هجرت وکړی، همدارنګه د دوى سره عبدالله بن ابي بکر د حضرت ابوبکر رضی الله عنه  کورنۍ هم را رهي کړه چي په هغو کي اسماء او عائشه رضي الله عنهما  د ابوبکر رضی الله عنه  لوڼي هم وې او وروسته به د اسماء رضی الله عنها  قصه درته بيان سي چي د هغې د را تګ سره څه پېښ سوه.
 
وروڼو! په هغه وختو کي مدينې منورې يوه تبه درلودل چي هر څوک به د اول وار دپاره هلته ورغلى هغه تبي به پر را تلې او حتّْی ډېر کسان يې وژل، نو حضرت عائشه رضی الله عنها  وايي: کوم وخت چي ابوبکر او بلال رضي الله عنهما  و مدينې منورې ته ولاړل په دغو تبو مبتلا او اخته سوه او زه چي به د دوى وپوښتني ته ورغلم دوى به د سختي تبي په وخت کي د پردېسۍ او نا اميدۍ شعرونه ويل، نو وايي: زه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلم او په دغه حال مي خبرکړى، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دعاء وکړه او ويل: الْهي مدينه و موږ ته داسي محبوبه وګرځوې لکه د مکې سره چي زموږ محبت ؤ، يا تر هغه  هم زيات محبت او د صحت ځاى يې وګرځوې، په کاسه او پيمانه کي يې برکت واچوې او دغه تبه ځني نقل کړې په جُحفه کي يې وګرځوې (جحفه) وجدې ته نژدې د يوه ځاى نوم دى. 
تردغه ځايه پوري د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ژوند د يوې مرحلې بيان پاى ته ورسېدى، چي و دغه ژوند او دغي مرحلې ته مکي دور ويل کيږي او دغه د مکې مکرمې د دعوت مودې (13) کاله دوام وکړى.
 
دلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هجرت د واقعاتو د ښه پوهېدلو دپاره و يو څه تبصرې ته ضرورت وينم، خو تر تبصرې د مخه به د هجرت په مقصد او مفهوم ځان پوه او خبر کړو.
د هجرت په باره کي موږ هغه وخت هم يو څه خبري وکړې چي مسلمانانو د اول وار دپاره حبشې ته هجرت وکړى او اوس به نور هم د هجرت په باره کي په مختصر ډول سره دومره و وايم: چي الله جل جلاله  دين او عقيده تر هر شي مقدس کړي دي، کوم وخت چي د دين احکام او عقيده د زوال او خرابۍ سره مخامخ وي، يا دين او عقيده تهديديږي بيا نو مځکه او وطن، مال ،او جاه، کم ارزښت او قېمت نه لري، نو ځکه الله جل جلاله  پر مسلمانانو دا فرض کړې ده چي د دين او عقيدې د ساتلو په لار کي دغه ټول شيان قرباني کړي، لکه صحابۀ کرامو چي مال او دارايي، صنعت او تجارت، کسب او کار، ملک او کورونه پرېښوول په تش او خالي لاس په يوه پټو کي مدينې منورې ته ولاړل.
 
 په کوم ځايکي د الله جل جلاله  د قانون تقاضاء دا ده چي معنوي قوت، هغه قوت چي په سالمه عقيده او په حق دين کي پروت دى، دغه قوت، د وطن ګټي او نور مادي قوتونه ټول ساتلاى سي، په هره اندازه سره چي يو امت په اسلامي اخلاقو پوري لاس ونيسي او د صحي الْهي دين متابعت وکړي په هغه اندازه سره يې مادي قوت چي عبارت د وطن، مال او عزت څخه دى زياتيږي، بقاء او دوام پيدا کوي او په کومه اندازه سره چي يو ملت د اخلاقو د طرفه فاسد وي، په عقيده کي مضطرب او بې پروا وي، هغه مادي قوت چي دئ نن ورځ د هغه په غرور وطنونه تسخيروي، دغه قوت يې مخ پر زوال او ړنګېدلو نژدې کيږي چي د دغي خبري د تصديق دپاره لوى شاهد د تېر تاريخ واقعات دي.  
 
هو ته به نن ورځ وينې چي يو بد اخلاقه ملت، د عقيدې د طرفه د حق څخه ليري يو ملت، د قوت او مادياتو د طرفه پر خپلو پښو ولاړ وي، نور ملتونه او وطنونه به د ځان تابع ګرځوي، خو په حقيقت او واقعيت کي دغه ملت په ډېره تيزي سره د خرابۍ او بربادۍ پرطرف رهي دى خو دا چي زه او ته د هغه ملت خرابي او بربادي نه وينو، يا يې نه سو ليدلاى د هغه سبب د تاريخ د اوږد والي په مقابل کي د انسان د عمر لږ والى او کو تا هي ده، د دغه ملت د خرابۍ پر طرف تګ او رفتار د تاريخ ويښي سترګي ليدلاى سي، نه د غافل او کم عُمره انسان بيدې سترګي،که تاسي غواړى چي د منحرفو او مغروره دولتو نړېدل و وينى! په تاريخ ځان خبر کړی. 
 
نو ځکه الله جل جلاله  د دين او عقيدې د ساتلو په لار کي که ضرورت پيښ سي د مال او وطن قرباني کول، شريعت او قانون ګرځولى دى، دغه قرباني د مسلمانانو دپاره بيرته د مال او وطن، ژوند او عزت د را ګرځولو ضامنه ده، که څـه هـم په ښکاره او اوله مرحله کي دوى دغه ټول شيان د لاسه ورکړي.
 د دغه حقيقت د اثبات دپاره د مکې مکرمې څخه و مدينې منورې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هجرت لوى او کافي دليل دى چي دغه هجرت په ظاهره او ښکاره سره د وطن پرېښوول او ضايع کول وه، مالونه او کورونه  يې پرېښوول، زموږ په اصطلاح په يوه پټو کي د مکې مکرمې څخه و وتل خو په حقيقت کي دغه هجرت د وطن ساتل وه ځکه تر هجرت لږ کلونه وروسته! مسلمانان د هغه دين او عقيدې په برکت چي دوى د هغه د ساتلو دپاره وطن پرې ايښى ؤ، و هغه وطن ته فاتح اوکاميابه ورغله. 
هغه کسان چي و مسلمانانو ته يې آزارونه ورکول او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وژلو إراده يې کړې وه اوس په هيڅ بد نيت هم نه سي ورته کتلای او نه سي ور نژدې کېدلاى. 
 
 
 
ان شاءالله نور بيا...
 
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته