سیرت نبوي (۱۲۳ برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ممکن د مدينې منورې ژوند او زمانه و درو مرحلو ته تقسيم کړو،
اوله مرحله: دا هغه مرحله ده چي په هغه کي فتنې او مشکلات وه، په دغه مرحله کي د داخله څخه مشکلات وه، د خارجه څخه د اسلام د دښمنانو حملې وې، چي دغي مرحلې د حُديبيې تر صُلحي پوري دوام درلودى او دغه صُلحه د هجرت د شپږم کال د ذوالقعدې په مياشت کي وه.
دوهمه مرحله: دا هغه مرحله ده چي د مشرکانو د مشرانو سره د حُديبيې په صلحه کي د نه تعارض يا نه جنګ کولو فيصله وسوه، چي و دغي مرحلې ته (مرحلةُ الهُدنه) ويل کيږي او دغه مرحله د هجرت د اتم کال د روژې په مياشت کي د مکې مکرمې په فتحه سره پاى ته ورسېدل او په دغه مرحله کي د شا وخوا پاچهان و اسلام ته دعوت کړل سوه.
درېیمه مرحله: هغه مرحله ده چي په ډلو ډلو خلک د الله جل جلاله و دين او اسلام ته داخلېدل، قبائل او اقوام په دسته جمعي او د ډلو پر شکل و مدينې منورې ته د اسلام را وړلو دپاره ورتله او په اسلام مشرفه کېدل، چي دغي مرحلې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر رحلته پوري دوام وکړی چي دغه رحلت د هجرت په يوولسم کال او د ربيع الاول په مياشت کي پيښ سو.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net